(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اې مهربــــــانی مــورې

اې مهربــــــانی کـړيدلی مــورې ډيــــــرو غــمونو زورولی موری ستا په شدو باندی قسم يادوم هسی د ټــولو ميندو غم يادوم ســتــا زحــــمتونه هيرولی نه شــم د زړه زخـــمـــونه پـــټولی نه شــــم ستا د قدم خاوری رانجه دی زما د دی وطن خاوری لـــيمه دی زما ستا به ارمان سر کړم په سترګو باندی رانجه به پوری کـــــړم په غبرګو باندی د وطن ميــندو زوريــدلی مـــيــنـــدو د بيلتون اور کی سوزيدلو خويندو تا سی بی سيوری بی پړونی مه شی د بی فايدی اور اور لـــړونی مه شی اې د وطن ځـــوانــانو يو شــــی ســره د ستـــرولـــس بــــچيانو يو شی سره د ګـــران هـــيواد د ابـــادی لپاره د بوډی مور د خوشحالۍ لپاره نو موری موری په ماګـرانی موری اوښی توئی نګړی مهربانی موری ستا لا بچی د لوی وطن ژوندی دی چې سوله نه منی له مــونږ پردی دی پردی دی لاړ شی مونږ پردی نه غواړو نور مونږه جنګ او دوښمنی نه غواړو بيرغ د سولی تل اوچت غـــواړو انسان ته ژوند د شرافت غواړو مونږه يو کيږو د ژوندون لپاره د اتـــفــــاق مـــلی ټــړون له پاره دا وطــــن د هـــر بــــــــچـــی ارمـــــــــان دی څوک چی له پلار او مور پيدا افغان دی
١٣٦٧ کابل هيلی هاندونه او ارمانونه د ښاغلی محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی د شعرونو مجموعه -
بېرته شاته