(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما د قام بچي له هر سړي وسله ورکړې

زما د قام بچي له هر سړي وسله ورکړې يو باچا خان ورله د مينې فلسفه ورکړې چا چې هم دا اولس د شر په حواله ياد کړے ما د خدائي خدمتګارانو حواله ورکړې ټولې دنيا دي رانېغ کړي سنګينونه راته ټولې دنيا زما خلاف ده فېصله ورکړې ما پکښې خپله زمانه بيا هم پېدا نۀ کړله ما خو تاريخ له يوه لويه زمانه ورکړې څانګه به نن سبا کښې ګل شي سرې غوټۍ ئې کړي په دې مو ځان له د دروغو دلاسه ورکړې د لاس بنګړي دې په دسمال وتړه شړنګ ونۀ کړي د ښار قاضي د ترنم خلاف فتوه ورکړې امجد به مړ شي خو سندره مرګ له نۀ ورکوي دغه فنکار له مينې لويه حوصله ورکړي

-
بېرته شاته