(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د چور مېرمن

راغلـــه د اور په پلمــــــه ، کيناسته د کور مېرمن شوه دا بيا زموږ د دسترخوان ، هم مو د شکور مېرمن شوه دا ميرات مړي مـــو د ټول واک او دستور مېرمن شوه د کـــور مــيړونه ګواښوي دومــــره د زور مېرمـن شوه ******************* اوس مــو کالـــه کـــې د پلمــو په سر ناندرۍ جوړوي هره خــــبره شــــور ته وړي ، ډېره د شــور مېرمــن شوه اوس يې د اور لـــمبې په ﻻس کې دي پرې لوبې کوي موﻻ دې خير کړي راته ، دا خو د سره اور مېرمن شوه قـــــيامــــه پام کـــــــوه لږ خــــــــيال دې د بانډې وساتــه اوس دې بانډې درچور کوي چې دا چور مېرمن شوه

الحاج الهام الدين قيام ، والدورف _ جرمني

په مينه مينه مينــــــــه پــه اغــــزو نشي په ګلــــــــو شي مه ستايه بدرنګ ، ستايل د ښکلو شي مه ستايه بيا سرې شونډې که نه خاندي ســرې شــونډې خندا کــې د ستايلو شي مــه يې بولــــه ګل ،که خولــه يې پټه وي ګل شي ، چــې غوټۍ په غوړيدلو شي مــــه ستايــه شراب کـــه سر تړلــــــي وي شـــي چې له بند خلاص نو د څښلو شي مــــه پټوئ مـــونږ نه ښايستونــــه نــور مينه خــــو ښايست تــه په کتلــــــو شي مينـــــه کـــــې ښايست د زړه خـــــــــبره ده خوښ چې شي د زړه ، نو د غوښتلو شي زاغ او بلبل تک تــــور الــــوتونکـــي دي مينـــــه په زاغ نشـــــــي په بلبلــــو شــي سر کـــــې چې د مينــــې خــــــمار کېنوي بې خمــــــاره سر د مـــــاتــــولـــــــــــو شي مينه چــــــې په مينه نه کــړي زړه نه دی زړه چـــې شي بـــې مينې د ايستلو شي نه پېژني غم ، زړو کــــې خوښي راشي يـــــو مين چـــې بل ته په خندلــــــو شي مينه کــــــې خندا او ژړا دواړه شتـــــه مينه د خدای ، خدای ته په ژړلو شي مينه کې چې ﻻس په دعا پورته شي اوښکې شي جاري په بهيدلو شي مينه ده نعمت ، کرکه غضب د خدای واخله کــــوم چې ستا د خوښولو شي کــــور ته مــــــــرور په مينه راولـــــئ مينه کـــــې تير بد ، په هيرولـو شي مينـــــه په پردو نشي په خپلـــو شي خپل چې شي په مينه د منلـــو شي پرېږدئ چــــې نفرت له نفرتو وشي مينــــه به د مينــــــې په ګاللــو شي زه قيام د مينې په نــوم ژوند کوم ژوند خلکو د مينې په پاللو شي

-
بېرته شاته