(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملالې په نوم

د پښتنې سيمې د يوې زړه ورې ،سخنورې ، تکړه ملالې په نوم چې هم په خپلو رواياتو ټينګه ولاړه ده اوهم د خپل قام او ملت سره په کلک تړون باندې فخر کوي د بيمارئ سره په جنګ دې پيغلې ته د خپل يو خواخوګي د زړه نه راوتلې دعا.

داغنــــدل غنــــــــدل ځوانی دې ،چرې نه شی د غم لاندې ستا نغمه نغمه ژوندون دې ، الله نه کړی ساندی ساندې تا د ځـــــــــــــان سره تړلي ، د مئينــــــــــــــــــو زړونه داسې ستا ژړا ســــــــــــــــــره ژړيږي ،خاندي تا سره چې خاندې په تا بدې کانې وشوې , مونږ ه هيڅ په خبـــــــر نه شو مړې داسې خو پردي کړي, لکه تا کړل په مونږ باندې داسې مه ګڼه ځان ګوښې، مونږ ه واړه درســــــــــــــره يو زړه مې ځکه درته سوزي ,چې په خپله ئې زړه سوانـــــدې فيروز غواړي چې ئې عمر, شي حساب د ستا په عمـــر څوک به څه کړي باغ د عمر, چې ګل مخي ځې ترې وړاندي

-
بېرته شاته