(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

د ويـــنو څاڅـــــكي راورېږي د ګلونو چم كې د انځـــورونو تمـــــاشې دي د رنګونو چم كې ازغـــو نــيــولي په منګول كې د وږمو وزرونه لوخړې خېژي د باروتــو د عــطــرونو چـــم كې د مينې خيال خو د هندارې په پنجره كې بند دى دا ستړى وړى كله خوب وړي ښاېستونو چم كې كوچۍ خندا به بيا هېلبند دښتو كې پورته نشي خوښي به رانشي هـــېڅكله د زخمونو چم كې سندرې ګرانې شوې بلبــــلو ته د عشق په ژبه مــړې ولولې شولې د خوارو ارمانونو چم كې وږمـې خــورې كــړه نــنګرهاره د ګلونو ښــاره چې په خندا شي نارنج ګل د وربلونو چم كـې وځـــي ياغي خيــالونه خامخا ياغي مغزو نه زلمي به پورته كــړي ګــردونه اتــڼوڼو چم كې د يار په وچــو شـــونډو هله به خندا خوره شي چې ژړا بس كاندي سندرې د سازونو چم كې
18/6/2001 كولن، جرمني د كتاب نوم : يه قربان -
بېرته شاته