(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د فضل حکیم عندلیب شعرونه تازه شول

غزل د خپلو اوښکو په ډنډونو کی غوپی وهمه زه هغه نه یم چی د تندی نه نعری وهمه دغه بنياد کی د خوړ ښویه ګټی ايښی دي چا هسی لګیا یمه په کوږ ديوال ردی وهمه زړونه ګټل غواړي خو ټکی د تاوان نه مني نوری دی عقل ته درنی درنی جرندی وهمه دا کلی وال غوږونه نه لري او ژبی لري زه به تر څو پوری دا بندی دروازی وهمه تلین د بابا نمانځم خو فکر یی هير کړی دی ما کال په کال ځم ورله په قبر نغاری وهمه دی کیفیت له به می څه نوم ورکوۍ يارانو هم راله خوب نه راځي هم اوږدی جوټی وهمه ځه عندليبه کاڼو بوټو ته سندری وايه پښتون قسم کړی چی خپل ورور له به پښی وهمه

فضل عندلیب دیر/پښتونخوا

نه یم تلی د ياد په سیوري دی وسيږم نمر ته نه يم تلی زه دی لا هغسی مين يم چرته نه يم تلی د خپل وجود سیوری می هم تل په کمرو ويشتی د چا د سیوري په اسره سفر ته نه يم تلی چی ستا يادونه او خيالونه پکی نه وي ګرانه زه لا په خوب کی هم هغه منظر ته نه یم تلی شيخ راته ځکه بزدل واي وس پری ورسيدم چی د خپل ورور خلاف یوه سنګر ته نه يم تلی بس يو ملنګ خان می منلی چی باچا ياديږي نور وريت باغي یمه د يو خان در ته نه يم تلی په ما د کفر فتوه څله لګوی زاهده جمات ته کله کله ځم مندر ته نه يم تلی ټپه می وکړه چا جواب د ټپی رانکړلو غر ته ختلی ووم خو ما وی غر ته نه يم تلی يو عندليب او يو ګلاب بله د يار مشغولا زه لا ددغی دايری نه بهر نه يم تلی

فضل عندليب دير تالاش [email protected] -
بېرته شاته