(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افسوس

وطنه څنګه دي او لاد دى اتحاد نه غواړي ځكه پر خوله زما فرياد دى تا آباد نه غواړي داڅه په وسوه افغاني بلبلان داسي نه وه بهار كي هر خو ا الوتل په خزان داسي نه وه اوس يې خو ښ كار د هر صياد دى ژوند آزاد نه غواړي ځكه پر خوله زما فرياد دى تا آباد نه غواړي زما ترڅنګه اى بې ننګه نور مي مه زوروه ډېر ستړى سوى يم له جنګه نور مي مه زوروه بس دى وطن زما برباد دى نور فساد نه غواړي ځكه پر خوله زما فرياد دى تا آباد نه غواړي خپل يې هر كور ته اسانتياوي د تعليم پوره كړې زما د مكتب په سوځيدو هيلي غليم پوره كړې زموږ هر اُستاد لكه رشاد دى څوک يې ښاد نه غواړي ځكه پر خوله زما فرياد دى تا آباد نه غواړي چي شپه او ورځ مي كړوې دا به مي كله هېر سي ورور مي په ورور حلا لوې دا به مي كله هېر سي زما زړګي ته اټك ياد دى بل جهاد نه غواړي ځكه پر خوله زما فرياد دى تا آباد نه غواړي پرېږ دى يارانو چي په غرونو كي ساده اوسمه د يو غدار غوندي په لوړ بلډينګ كي نه اوسمه ګوره د ده سره سواد دى جوړ هيواد نه غواړي ځكه پر خو له زما فرياد دى تا آباد نه غواړي اى د پردېس د ماشوم تو ب د ورځو شپو وطنه ستا د بچيانو په كومك وران كړې پردو وطنه ډېرو خو ړلى اعتماد دى انتقاد نه غواړي ځكه پر خوله زما فرياد دى تا آباد نه غواړي

-
بېرته شاته