(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلی نظری ښکلي طنزونه

پښې مې د ولس ځار پورته پر تخت ناست وه څه بزرګان جامونه په لاس ورته ولاړ وه ساقیان بزم وو د رندانو ، خمار او شراب تاوده په سیخ پيلي راتله ورته کباب څه وه خر مسته څه وه بې خوده څه د ساقيانو په غیز کې پراته بې سده لاندې خلک په وینو کې لغړیدل د وسپنې دباران لاندې اوسیدل بوغارې وې د لوږو تږو یتیمانو نارې وې د ګریوان څیرو افغانانو چیغې وې غوڼ غوڼ وو د ببرسرو هم کوکارې وي د بورو او و رارو راغلی یو باتور تاو بریته ځوان ویل یې له تاسو خلکو به ځار کړم ځان دا برزګان لکه ګیدړه ویني هر شی خړ یو هم نه دی د دې ولس له غمه مړ زه ستاسو اخلم په نره غچ او انتقام داخلک نه ارزي په دې ارګ او مقام دا ټوله زه پیژنم دي توپکمار د انسانانو د سر و نو دی بیوپار لاره راکړئ خلکو زه پورته ورځم دوی یو یو لاندې را غورځوم دوی رانډه دی په ولس نه دي ویرجن په حالد ځوریدلوخلکو نه دي ویرمن یو یې تورمخی مخبر دی هغه اړخن دابل يي سپین جابر دی غوښن دا دسلیمان دی پيریان او دېبان خبر شوی دی په مرګ د سلیمان ګټه اخلي د ولس د ناپوهې بې وزلې پوره کوي د بادار هېلې او غوښتنې تاوبریته ځوان ورغی پټې ته د تخت چې د ولس راسته کړي دا چپه بخت باتورتاوبریته ورغی نژدې زینې ته ویل یې ولاړې برچپکې پيرې ته زه هغولوټمارو ته اودس ورکوم د هغه داړه مارو برزګانو اودس ماتوم برچپک پیر ه دار ورته ویل ډیر ښه راوښيه موږ ته د پورته تلواجازه نامه تاوبریته ول څوک ورکوي اجازه دچا په امضا راوړم تاسوته نامه ول په هغه خیمه کې دی کومندان له هغه راوړه موږ ته یو فرمان ځوان په تراټ ورغی هغې خیمې ته ول کومندان صیب ځم پورته میلې ته کومندا ن ورته ویل د قانون په اساس باید ولیري دوسیه د غبن او اختلاس ځوان ویل دولس دی ځار شي سر زما ځم اختلاسونه کوم راځم ډیر ژر بیا رایي وړ هغه دڅارنوالی صورت د دعوا د لومړی پيرې تیر شو بې سروصدا په دویمه زینه کې ولاړه وه بله پيره هغو غوښت د بډو اخیستلو شجره ځوان ویل دولس دی زما خیټه شي فدا د حق لپاره پوره کوم دا ټوله مدعا دهغه تیر شو له دې ، مخکې بله وه پيره هغه بیاغوښتل د قتلو نو دوسیه ځوان ویل دولس دي زما پښې شي فدا ولاړ مړه يې کړه څو بې کسه بې صدا د هغو د ورثو يې راوړه پاخه سندونه داسې وسا چې حلال کړی یې وي پسونه له دې پيرې هم ځوان تیر شو چابک بله پیره یې ولیده سره د برقي سوټک هغو غوښت سند دمخبري او ګوډاګي د اروپايي هیوادو، سیا یا د ګاوندي ځوان ویل له ولس دی ځار شی مال زما زه ورته تر سره کوم هر کار نا روا دا موقف یې تر ټولو ژر تر لاسه کړ اسان وسا شو په رسیدو پورته تاوبریته ځوان ځوان ویل اوس به وګورم له دې مکارو سره زه به جوړ شم ددې روي خونکارو سره دا ټوله سندونه یې ورکړه اخیر مامورته هغه وړاندې کړ دی د لوړ مقام حضور ته ویل ځوان زما دی ځار شی ټول وطن زه جوړوم له دې وطنه باغ عدن ځوان کېناست د بزرګانو تر څنګ ویل لاندې وګورئ څه ناتار دی د جنګ مشر وکتل لاندې ویل چیري دی ناتار وګوره هر چیري میله ده او بنډار ټولو بزرګانو لاندې وکتله په خندا شوه په چکچکو دربنچکو او واه واه شوه مشر لاس تیر کړ پر خپلو خرېیلو بریتو ول دا ټوله کمال دی زما ددې سړو ځوان وکتل په اریاني لاندې یو دم ولس خوشاله و نه یې درلود هیڅ غم لاندې جشن و خنداوي او میلې وي د څوڼو ملي اټنونه او نندارې وي دسولې کوتر ې ګرځيدې د هغو په سر پر هغو يې جوړکړي و د خوشالی غمبر سپينې هګۍ یې اچولې پر ولس له هوا ماشومانو لکه پنډوسکي نیولې له فضا پورته د لاپو باټو کیسې شروع وې د وطن د چورولو عصري نسخې وې ددوی په خبرو تاو بریته ځوان وپاریدی هغه هم د بزرګې ازلي خوند وننګېری هغه هم پورته کړ د ولس په خوشالۍ یو جام ول زما له پلاره په ارث اخیستی دا مقام داتاوبریته باټو هم اخته په ساتیرۍ شو په ټوکو ټکالو مستۍ او شوخۍ شو د بهره راغي یو بل ږیره خرېیلی ځوان ویل زه ټولوم ددی لوتمارو د ستر خوان پونده راکړی چې هلته پورته وخیژم زور د خلکو او ولس هغو ته وښیم نه پوهیږم ولس له چا وکړي ګیله توپک په خوب کې ورته شي اخیر کیله یو سترګې دلته د دو سترګو پاچا شي د سلو اوښانو دلته یو خر رهمنا شي

کنايي اودس ماتول( بدی خبری ورته کول)،اودس ورکول (سپینی خبری ورته کول) غوڼ غوڼ ( رینګ رینګ ژړا)

خوړین زړه له دې سپینو برزګانو څخه تور شو زموږ زړه چې په پاکو پیسو یې وکړی خپل مردار زړه ډیربند شوي دی د پیسو د څوڼو په الغه کې ډیروسوړ کړ په پښتون کام خپل تنور زړه راغله له هرې لوري روي وینې څښونکي ورسره یې دلته وکړه ژورو ته ډاډ د زړه دیموکراسۍ يې په کشولو راوسته د خرونو کلانتر يي ورته وټاکه یو خر کار بې زړه هغه ټول کړه د شخصي نزاکت په پلمه د ګور چنجان او شین یې کړ په هغه خپل زړه په شلو استخبارتي کړویو پلورل شوو یې کښانده او اریان کړ د انسان او پیري زړه د وجدان د پیر او پلور ازاد بازار جوړ شو له یو ډالره نیولی تر زرو شوه بیه د یوتور زړه ګاونډیانو په شنو لوټونو رانیوله تور زړونه پاته نشو بې خرڅلاوه ان یو برګ زړه ټاکنې پيل شوې د تورو د سپينولو لپاره ټولو خپل تور کړه سپين په خپله په یوه زړه لکه حاجیان سپین شول ټوله له توره دراکولا ته یې روا کړه وینه د هرمظلوم د زړه سپين کالي سپینه ږیره سپینې تسبې په لاس د تاریخ په سپينې دړې یې نخښ کړ خپل تور زړه نه پوهیږم د چا سره خلاصه کړم د زړه غوټه دادنیا ولي موږ ته غروړی لري په زړه وايي موږ راوستلی دلته هیومن رایت دی دا رایت ولي ریږدوي په بمبارد د هیومن زړه په پښتون ولس ولي هر څوک زړه تشوي د پښتون په حق ولي دربیږي ددنیا زړه ولي دنیا په غوسه توپک نیولی مسلمان ته ولي د خدایه نه لري ویره دا نصرانیان په زړه موږ نه لرو یو باتوره زړه سواندی کلانتر هغه چې د وطن په کار کې نه وي دوه زړه نه داسی چې په یو تلیفون یې نس خراب شي نه داسې بې څټه زړه لوغی او بې زړه څرنګه ازغی را وکاږ م پر دې خوار زړه څنګه په دې ګنډ کپو خواله دی ددنیا زړه زړه خوړینې شو ولس په داسې خرکراسۍ ټولو ښکاریانویوازې نیولې نښه د پښتون زړه

کنایي زړه ورکړی ( عاشق)، زړه توریدل ( ناامیدی یا بیزاری)، د زړه د څوڼو په الغه کښیوتل( عاشق)؛ زړه اخیستل ( جرات پیدا کول ؛ په مات زړه کار کول ( بی شوقه کار کول) ـ زړه سړول ( کست اخیستل ) ؛ دزړه غوټه خلا صول ( غم لیری کول )؛ - د زړه ډاډ( اطمنان)؛ ازغی پر زړه راکښل( تحملول) زړه پوره کول( خاطر جمع)؛ په زړه کې غروړی درلودل( کینه لرل): لوی زړه( سخاوت)؛ زړه دربول( وسواس)؛ زړه کښانده ول( مشوش)؛ زړه اچول( ویره)؛ زړه اور اخیستل( غچ ، تږی)؛ دوه زړه کیدل( متردد)؛ زړه تورن( متنفر)؛ زړه لږیدل( غمجن)؛ زړه توریدل ( ناامیدي یا بیزاري)، زړه خوړینی (غمجن، پرېشانه)،زړه شینی( په عذاب)؛زړه لوغی( هغه غوا چې د شیدو وروکولو وتلی وی)؛ بی زړه ( ډارن)؛ دوه زړه ( زړه نا زړه)

کولپه خوله د کلی سپي درویزګرته شوه یوه خوله د هغه په لوڅو لیچو یې شوه اوبه اوبه خوله هغه نارې کړې کلیوالوته چې هله مرسته هغوی پروا و نه کړه درویزګر په نیمه خوله په اوریدو یې څو شوه دنس او خولې ایله یو یو ویل زه ولي د درویزګر وکړم په خوله د خوار درویزګرخولې وېښتان وکړه چا يې نه ریزه کوله پياز د خوار په خوله د درویزګر په خوله کې ودریدي ژیړې اوبه مګرکلیوالو نیولی لاس وو پر خوله کلیوالو ټولوخوله په مو مووهلي وه سپي په چوپه د درویزګر پلټله خوله ول آغا خوله ستړی کول نه لیري ګټه هغو له مرستې ایرې درکړې په خوله درویزګر واچوی خپلي خولې ته کولپ او ويې ژغوړله د بې خوندي خپله خوله سپي پوه شوه چې نه دي یو خوله کلیوال اور په خوله وړي مشر سپي سره کړه خوله نوروخروړو هم د تیری واچولې خولې د درویزګر يې پریښود په میدان سره خوله سهار سپکه خوله کلیوال شوه په را ټول خوشاله شول د هغه په دی وچه شوې خوله ګاوند سپو ته ورسیده خبره خوله په خوله چې د بر کلي د انسانانو غوښه ده خوږه وازه خوله کلیوال نه توکی د یو بل په خوله دکلیوالو یې عادت دی تل سړه خوله د هر خوا خروړي راغله د کلي په خوا په سپنیه ورځ یې داړل هلکان اومه خوله روږد شوه په دې کلي وچه خوله سپي هر خواته پراته وه ماشومان سره خوله دکلیوالو خوله اسمان ته ختلي وه دنیا ورته نیولې وه ګوته په خوله ویل یو هوښيار څومره بده ده پټه خوله دوښمن ته نیولی سر کښته او سړه خوله د خپل ورور په وژولو خوله مه تړه انسانه ! مه کوه نادودو چکچکې په وازه خوله په کار دی د یو بل په خوله کې توکل ځکه د یوې خولې سو ک سموی کږه خوله

کنايي یوه خوله( اتفاق )؛ په خوله کې ژیړی اوبه دریدل( متهم و مجرم)؛ خولې ويښتان کول( ډیر ویل)، پياز د چا په خوله نه ریزه کول( اهمیت نه ورکول)، تر خولې ژیړې اوبه بهېدل( ډیر ضعیف نادار او وږی)، خوله په مو مووهل( څه نه ویل)، په خوله لاس نیول ( څه نه ویل )، په نیمه خوله غوښتل( په رمز او اشاره)، تر خولي تیری کول( له حده تجاوز کول)، خوله اسمان ته نیولی ( مایوسه کیدل)، خوله ستړې کول( ډیر ویل)، اور په خوله وړل(ډیر حریص او خونخوار)، د خولې خوند بدول( بی ځایه غوښتنه)، ایري په خوله ورکول( څوک بی برخه کول)، خوله پلټل( د چا رایی مالومول)، خوله ته کولپ اچول( څه نه ویل)، سره خوله( مړ)، خوله وازه نیول ( کم عقل)، اومه خوله هلک( نابالغ)، خوله اوبه اوبه ( اشتها)؛ نس تر خولی ایله( ارږی بد)، خوله پټیدل( مړ). خوله په خوله ( افواه)، ګوته په خوله(حیران او دریان)، خوله اچول( داړل)، وچه خوله( وږي)، ، په خوله کی سره توکل (اتفاق کول)،خوله آسمان ته ختل ( اریان کیدل) ،خوله وچېدل ( مړ )،خوله تړل ( رشوت ورکول)،په خوله کی وهل ( غوسه کیدل)،سپکه خوله( بی باکی). -
بېرته شاته