(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

کله تور او کله سره کاڼي رااوري تل په مونږ باندی ړانده کاڼي رااوري رڼا مړه کړي درڼا په نامه راشي دژوندون په نامه مړه کاڼي رااوري په دې کلي کی یو څوک زمونږه رازوړي چی ر سا زمونږ په زړه کاڼي رااوري ګل غوټۍ لا مسکۍ نه وي پسرلي ته په سروشونډو یی درانه کاڼي رااوري په دی سیمه غرګي جنګ دسود اوزیان دئ بس په کور دپښتانه کاڼي رااوري دشملو دهسک ټیټوالې يي مطلب دئ چی په سترګو په لیمه کاڼي رااوري خدمتګاره دبی ننګو په جګړه کې دجانان په لوپټه کاڼي رااوري

محمدیوسف خدمتګارمزدورزوی -
بېرته شاته