(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

چې رازونو د سفر ته سړی رسي د يقين د باغ ثمر ته سړی رسي يا به خوږ وي يا به خوګ لري په زړه کې د نظر نه چې ځيګر ته سړی رسي د خپل سيوري نه به چرته سړی لاړ شي بې له ياره به کوم درته سړی رسي چې طلب يې د جنون په رنګ کې رنګ شي د ارمان د قيصې سر ته سړی رسي جوړوی شي د خبرې نه خبرې چې خبرې د بشر ته سړی رسي چې چپو د سمندر له غاړه ورکړي عندليبه نو ګوهر ته سړی رسي

Fazal Andaleeb -
بېرته شاته