(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نا هيد - كابل ته

دافغاني پیغلې (ناهید)په یاد، چې د تور استبدادله لاسه یې ځان د کابل د مکروریون دیوې ودانۍ له څلورم پوړ څخه لاندې وغورځاوه او د ژوند په بیه یې خپله سپيڅلتیا وژغورله
نا هيد توره شپه كې بله كړه د سرو وينو ډيو ه ناهيد چيغه د پاڅون شوه دننګونو حماسه ناهيد اور يې د ابليس د هوسو نو په كور پورې كه ووته له ځانه، شوه د ټول ولس شمله ناهيد پاڼې، پاڼې پرېوته د سرو ګلو غونچه ناهيد وځلېده، وخندېده، سرو وينو كې سره ناهيد هغه د ملالې د يادونو سره جنډه ناهيد هغه د افغان د غيرتونو ترانه ناهيد ګډه يې غوغا كړه په خاموشو ماښامونو كې بله يې ړڼا كړه ، تروږميو د وختونو كې . * * * ګل د بېغلتوب ، يې د قاتل د غاړى هار نه كه ښاد يې په خپل حسن د وحشي هوس ښامار نه كه يې د قدرت د لېونو پر تندي وليكل" نه " لړ د تورو زلفو يې بې سرو ته دستار نه كه لنډ يې كه له ځانه د ياغي ستم ناولى لاس تور دښمن د خلكو يې له ځانه سره يار نه كه جګ غيرتې سر يې ټيټ په مخ كې د اغيار نه كه ځان يې قرباني كه، خپل غرور يې ترېنه ځار نه كه ستورى شوه ، سپوږمۍ شوه، د ننګونو بام ته وخته كړيكه دغيرت شوه، د يادونو بام ته وخته * * * ووايه اسمانه ! تا د وينو ځلا وليده تا د شهادت د ناوې، مسته خندا وليده تا په خپل هيواد باندې مينه ليلا وليده تا يې په تندې باندې ليكلې وفا وليده تا يې په خوږو سترګو كې راز د مينې ولوسته تا يې اننګيو كې سپېڅلې حيا وليده تا هغه سپرغۍ، هغه د تورو برېښنا وليده تايې په لمنه كې د ستورو نڅا وليده ورته اسمانه ! موږ سرونه ټيټوو وګوره خاورې د پښو يې په سرو سترګو ښكلوو ورته . * * * ووايه اسمانه تا د شپې قا صدان وليدل تا د پرښتو جامه كې تور شيطانان وليدل تا د افغانانو د عزت تاجران وليدل تا د وينو تږي، خونړي قصابان وليدل تا په كتا بونو بار بې علمه شيخان وليدل تا دكنډوالو په تخت سپاره اميران وليدل تا دننګ په خاوره كې زنګي غلامان وليدل تا د چلتارو نو دهيواد ملنګان وليدل ؟ څنګه ښكاريدل دتروږميو دښامار بچي دا په غيرتي كابل ، پريوتي دتاتار بچي * * * دا زخمي كابل ، دغه په سرو وينو لړلى ښار داد اهريمن، تورو منګلو ته لويدلى ښار دادتالانګرو له ستمه سوزيدلى ښار داپه پټه خوله په سلو ژبوغږيدلى ښار دا هره شيبه په ماتمونو ژړيدلى ښار دادګلو ښار، زموږ د پيغلو نازولى ښار داپه جګه غاړه هردښمن ته دريدلى ښار داديرغلګرو دسپرو دسترګو خلى ښار بيا دخپلو لوڼو او زامنو په وير، وژړيد بيا دځوانو زړونو په زلميو وينو ولمبيد. * * * يه اسمانه ، دلته خومرګونه ستړي شوي دي چيغې ستړي شوي ، فريادونه ستړي شوي دي لارې ستړې شوې دي، ګامونه ستړي شوي دي اوښكې ستړې شوي ، ګريوانونه ستړي شوي دي هيلې ستړې شوي، ارمانونه ستړي شوي دي زړونه ستړي شوي دي ، غمونه ستړي شوي دي دلته په جنت كې دوزخونه ستړي شوي دي دلته په ګلونونو كې اورونه ستړي شوي دي دلته په دې خاوره، دستم غدۍ پريوتې ده دلته په دې خلكو، دماتم غدۍ پريوتې ده. * * * وګوره اسمانه ، اراده دپيكار وګوره لاره دغيرت كې ، هنګامه دايثار وګوره ژمي دتاريخ كې سره غاټول دبهار وګوره سره غيرتي وينه د ناهيد په رخسار وګوره دلته ويره نشته له سرونو سره لوبې دي دې لمرينه خاوره كې، دستورو مزار وګوره پاكې پلوشې به يې دشپې ګريوان ور څيرې كړي پيغلو دكابل سره ، تړون دسهار وګوره داياغي ككرې اهريمن ته دسجدو نه دي دلته دستم تورې جنډې درپيدو نه دي
آلمان (۱۹۹۴)مارچ شاعر : صدیق کاوون توفاني ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود
كابل ته درنه لوګى شم ، ګرانه كابله زموږ د نجونو ، د پېكي ګله وجود مې سوزي، زړه مې رپېږي چې درته سركړم د غم بدله * *** * ماتم څڅېږي، ستا له څيرې نه خندا دې څه شوه، سرور دې څه شو مستي دې څه شوه، هستي دې څه شوه غېرت دې چېرته، غرور دې چیرته ماښام ماښام يې، سهار دې نه شته په ژمي پروت يې، بهار دې نه شته لمر دپرېوتى، سپوږمۍ دې تللې د رڼو ستورو، سينګار دې نه شته * * * د ګلو ښاره، د ښكلو ښاره ښكلي دې لاړل، ګلان دې وسول فضا دې ډكه له شنو دودونو ونې دې وسوې، مرغان دې وسول * * * په سپينه ږيره دې اوښكې څاڅي له زخمي زړه دې وينې بهېږي په شنه لمن دې غاټول د وينو رازرغونېږي او راغوړېږي * * * په سر دروې، سكروټې ووري په لاله زار دې، خزان پرېوتى ونې لغړې، ګلونه مړاوي په شنو باغو دې توفان پرېوتلى * * * د لمر په بام دې، اخېړ د ورېځو شينكی اسمان دې پټ په دودونو غېږه دې ډكه له شهيدانو خلك دې ستړي له ماتمونو * * * خندا دې چور كړه، وحشي بادونه غرور دې مات كه، بې غيرتا نو هستي دې يوړه داړه مارانو غوټۍ دې لوټ كړې تورو كارغانو * * * زه درنه لرې ، پردي وطن كې په ياد دې سوزم ، په ياد دې ژاړم هر شيبه دې ، له غمه مرمه په عشق دې پايم ،په نوم دې وياړم * * * د ګلو ښاره، د ښكلو ښاره زخمي كابله، ورانه كابله سوى كابله، ويجاړ كابله ښكلى كابله، ګرانه كابله
المان ١٩٩٣ / ۵ / ٢٠ شاعر : صدیق کاوون توفاني ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود -
بېرته شاته