دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ
       
که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څه کول پکار دي

څه کول پکار دي چې پښتون راته پښتون شي نو؟
زړه هم د پښتون اوس په پښتو باندې مئين شي نو

څه کول پکار دي چې د مينې ترانه شو ټول
يا هم سر په لاس کې د وطن نه نذرانه شو ټول
ټول په يوه چغه د هېواد لوى پيوستون شي نو
زړه هم د پښتون اوس په پښتو باندې مئين شي نو

څه کول پکار دي مرور چې ټول پخلا شي نو
يا هم د پښتو په تړه ټول راسه يو ساه شي نو
ورکه تربګني شي د بيلتون سره پريکون شي نو
زړه هم د پښتون اوس په پښتو باندې مئين شي نو

څه کول پکار دي چې قامونو سه سيالي وکړو
مونږه د خپل ورور سره د مينې ورورولي وکړو
زړه د دشمن وچوو وطن مو ټول رنګين شي نو
زړه هم د پښتون اوس په پښتو باندې مئين شي نو

څه کول پکار دي چې تورتم ژوندون رڼا کړو مونږ
يا ئې دا ناپاکه قدمونه په بل خوا کړو مونږ
بله کړو ډيوه د علم پوهې ټول يو يون شي نو
زړه هم د پښتون اوس په پښتو باندې مئين شي نو

څه کول پکار دي چې شعور خپل راژوندى کړو مونږ
يا خو دا پردى کلتور د ځانه هم پردى کړو مونږ
جګ به خپل ګامونه کړو بدل چې دا ژوندون شي نو
زړه هم د پښتون اوس په پښتو باندې مئين شي نو

څه کول پکار دي نسيم ستوريه چې پاڅون وکړو
دغې ظلم زور په مقابل کې خپل غبرګون وکړو
لټه د خپل ځان وکړو تړون هم د لټون شي نو
زړه هم د پښتون اوس په پښتو باندې مئين شي نو


- نسيم ستوري -

 بېرته شاته
پښتو ، پښتونولي د پښتنو ښکلا ده      Pokhto Pakhtoonwali De Pakhtano Khkula Da

  For Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts   From Khost Web Net Dedicated to Stori => khost-web-stori    © February 1981 - 2009  => PSDP 

Pashtoonkhwa   ||    Mahmood Khan Achackzai   ||    Bacha Khan   ||    Ajmal Khatak   ||    Mohammad Afzal Khan Lala   ||