دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ
       
که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د دوي حق به منو

دوي مي د ټول قام وارثان دي، د دوي حق به منو
خو بس د ذهن غلامان دي، د دوي حق به منو

دوي د قام سترګي دي، د قام په سترګو ګوتې منډي
دوي دانشور دي، اديبان دي، د دوي حق به منو

دوی پګړۍ نه تړي، د مارکس بابا کتاب هم وايي
دوي ږير خرېيلي مُلايان دي، د دوي حق به منو

دوي د اورنګ نوکري کړي، هم جايزې ترې اخلي
هم د خوشحال بابا لمسان دي، د دوي حق به منو

بلا واړه خلک، بلا اوږده اوږده نومونه
په کاغذونو کي لويان دي، د دوی حق به منو

دوي که واړه دي په کردار خو په قامت اوچت دي
دوي مي بې شکه مشران دي، د دوی حق به منو

دوي وايي دا هلک ګستاخ دی، مشران نه پرېږدي
په ما د زړه له کومې ګران دي، د دوی حق به منو

دوي د پښتو د يو يو ټکي اُجرتونه اخلي
دوي د خدمت په لار روان دي، د دوي حق به منو

چي د رښتيا ډګر ته راشي د خپل ځان منکر شي
خو د شعرونو اتلان دي، د دوي حق به منو


- خان زمان کاکړ -

 بېرته شاته
پښتو ، پښتونولي د پښتنو ښکلا ده      Pokhto Pakhtoonwali De Pakhtano Khkula Da

  For Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts   From Khost Web Net Dedicated to Stori => khost-web-stori    © February 1981 - 2009  => PSDP 

Pashtoonkhwa   ||    Mahmood Khan Achackzai   ||    Bacha Khan   ||    Ajmal Khatak   ||    Mohammad Afzal Khan Lala   ||