|
|
هلمنده |
آی هلمنده مست هلمنده *** پر تا ویاړمه تر ژونده
ته مو نښه د ژوندون يي *** له آونۍ تر کمال بنده
ته دبست کلا واکمن یي *** منډیګک سستان تر زنده
ته لوي باب دسترتاریخ یی *** ته خبر د ژوند له خونده
ته زمونږ دننګ شمله يي *** آي زمونږ په درد دردمنده
خو هلمنده مست هلمنده
نن پارچاو ده زمونږ ژرنده
ستا څلور لوروته اور دئ *** ژوند وتلئ دئ له خونده
سره اوتور،زورازمائیل کړي *** لار ه هر لوري ته بنده
څوک چې تا څوځل مات کړي *** بیا راغلي دي بې خونده
ستا بچي سره یو نه دي *** دنفاق ده جوړه کنده
نوهلمنده مست هلمنده
مونږه یو کړه عزتمنده
په څپو شه په غوزنګ شه *** له کونړه تر غوربنده
په امو اباسین غږ کړه *** چې دوښمن کړي کلا بنده
پښتون پا څوه چې ویښ شي *** چغه وکړه ترمیونده
د ا پیغام د خدمتګار د ئ *** هلمند وا لو ته له پنده
ناروې |
| - محمد یوسف خدمتګار مزدورزوې - |
بېرته شاته |
|
|
|
|