دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ
       
که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لغمانی به شم

څه له راته ګوری ليونی به شم
خاوری او ايری به شم لوګی به شم

خپل دا طوفانی نظر ته و وايه
رحم خو لږ وکړه ليونی به شم

بيابه می ايری هم درنه باد يوسی
ګرځم به په دشتو صحرانی به شم

مه می وهه ګرانی په دا زلفو دی
يو عاجز انسان يم پيريانی به شم

ستا د شوخو سترګو طاقت څوک لری ؟
وبه می شپيلی جوټه ګنی به شم

زه حفيظ مليار که د مجبور کړمه
شونډی به د ښکل کړم لغمانی به شم

دوه هايکو ګانې

ځان چغوه
له رشوتخور نه چا پوښتنه وکړه
چې خپل وطن ته خو خدمت پکار دی
ويل يې څه يې کوې خپل ځان چاغوه
رشوت
زما په زخم مالګې مه دوړوۍ
ما خو اوس چور بس کړی
رشوت عادي خبر ده



عبدالحفيظ مليار ويانا داتريش ښار
- عبدالحفيظ مليار -

 بېرته شاته
پښتو ، پښتونولي د پښتنو ښکلا ده      Pokhto Pakhtoonwali De Pakhtano Khkula Da

  For Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts   From Khost Web Net Dedicated to Stori => khost-web-stori    © February 1981 - 2009  => PSDP 

Pashtoonkhwa   ||    Mahmood Khan Achackzai   ||    Bacha Khan   ||    Ajmal Khatak   ||    Mohammad Afzal Khan Lala   ||