ارواښاد ډاکتر عبدالله عزیز د PSDPد مشر انو جرګی غړی
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (Pashtoon Social Democratic Party-PSDP) د مشر سلاکار ارواښاد ډاکتر عبدالله عزیز
ډاکتر عبدالله عزیز د مولانا عبدالعزیز خان الکوزي زوی، په کال 1948 م د جنورۍ دمیاشتې په لسمه نېټه په کابل کې زیږیدلی دی.
ارواښاد عزیز په ۱۹۵۵ م کال د کابل د نادريې په لېسه کې شامل او په ۱۹۶۸ م کال کې د دولسم ټولګي له فارغیدو سره سم د یوکال لپاره د نورو زده کړو په پار د امریکا دکلیفورنیا ایالت ته ولیږل شو.
په کال ۱۹۶۸ م کال کې د کابل طب پوهنځي ته بریالی او په ۱۹۷۵ م کال یې بریلیک ترلاسه کړ.
د ۱۹۷۵څخه تر ۱۹۸۰ م کال پورې د ایران په اصفهان او همدان په روغتونونو کې د ډاکتر په توګه دنده ترسره کړه.
په کال ۱۹۸۰ کې المان ته راغی او د المان په بیلابیلو روغتونونوکې يې د مرستیال ډاکتر او د ډاکتر توګه کار وکړ او بیا یې خپل کتنځی پرانست.
ارواښادډاکتر عبدالله عزیز دپښتو، پښتونولۍ سره بې کچه مینه لرله ، چې له همدې امله یې دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو جرګې د غړيتوب ویاړ درلود اود ګوند د مشر د سلاکار په توګه یې دیو طبیب په توګه درنځورو افغانانو/پښتنو د درملنې او چوپړ سره سره د پښتونخوا (احمدشاه بابا افغانستان) دسیاسي ټیکاو، سولې، ابادۍ او د پښتنو د قامي یووالي لپاره د دیادوونې وړ هلې ځلې کړي دي.
د سیاسي هلو ځلو سربیره يې د المان د کولن په ښار کې د پښتنو کولتوري ټولنې د مشرانو جرګې غړي په توګه په کولتوري هلو ځلو کې هم پوره ونډه لرله.
ارواښاد عبدالله عزیز د ۱۹۹۷ م کال د اپریل د میاشتې په پنځمه نېټه د زړه د دریدو له امله د المان د کولن په ښار کې د تل لپاره لدې فاني تړۍ څخه سترګې پټې کړې . روح دې ښاد او یاد دې تل تازه وي.