(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تيښته....

[04.Jan.2017 - 12:27]

تيښته....
لیک:ممتاز اورکزی
چي کار مي خلاص کړو ،نو په منډه منډه خپل ګاډي ته داسي روان شوم لکه په چا پسې چې ليوني سپي ورپسې وي .چي د ګاډي ور مي خلاص کړو .نو هغه راته په بل سيټ ناست وو .دوباره مي د ګاډي دروازه بنده کړه . او په سړک اودريدم .ما وييل په ټيکسي کښې ځم .خو چې څنګه مې خپل ښي اړخ ته اوکتل نو هغه راسره اوږه په اوږه ولاړ وو. منډه مې کړه د سړک بلې خوا ته واوړيدم . او دا مې کلکه اراده اوکړه .چي هر خوا وي ځم .خو چې د دۀ نه ٰځان بې غمه کړم .ښه شوه .تيکسي زر راغے .اودريدو او زه په تلوار ور اوختم . او په ډيره بيړه وروستو سيت کښي کښيناستم .تيکسي وان وييل چرته ځې ؟؟ ما وييل وروره .هر چرته چې دي يوړم .احسان به دې وي .خو د دي ځاے نه مې زر زر اوباسه .د ځوان بچے وو .پښه يې ورکړه .او ما د سکون ساه راښکله. چې لږ مزل مو اوکړو نو تيکسي وان او وييل .وروره .ډير پريشان يې .ما وييل .هو ،يم .وييل يې ولي وروره ؟؟ ما وييل .....ما هيڅ هم او نه وييل ولې چي تيکسي وان مخ را واړولو نو هم هغه وو .د چا نه چې زه تښتيدم . زما وار خطا شو .او په وارخطايي کښې مې د  روان  تيکسي دروازه خلاصه کړه .چې ځان اوغورځوم .خو تيکسي اودريدو.او زه روغ رمټ کوز شوم او په منډه شوم . يوه کوڅه .بله کوڅه . يوه لاره .بله لاره . يو چوک ،بل چوک .اخر چي ساه مې په لنډيدو شوه .نو د فالودي په دکان ور ننوتم . کښيناستم .ما د فالودې آرډر ورکړو .هلک فالوده راوړه . يو دوه کاشوغي مې نه وې خوړلي چي په مخامخ ميز مې نظر پريوتو ..څه ګورم چې هغه ناست دے .فالوده خوري ما ته ګوري او خاندي..ما هر څه په ځاے پريښول او بيا مې منډه کړه ...دا ځل نه پوهيږم چي څنګه اوشول ؟ خو زه د خپل کور دروازې ته اورسيدم .په ور مي راباندي کړل . کغ چې ور خلاص شو .زه په وارخظايي په ور ننوتم چي چا کلک د لاسه اونيوم . زه هسې هم وارخطاوم .نور هم وارخطا شوم .چې ور او مي کتل هم هغه وو .دا ځل که زه هر څومره وارخطا وم خو په خپل کور کښي وم . نو زړه مې کلک کړو ،او  په سترګو کښي مي سترګي ورښخې کړې ..او ورته وييل مې غوښتل چې ته ما ولې نه پريږدې؟؟ خو زما خبره زما په ستوني کښې اوچه شوه
ولې چي هغه خو زه په خپله وم..............

 

-
بېرته شاته