(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنو ازادې جرګې

[23.Jan.2017 - 21:07]

تاسو ګران عزتمند ښاغلی/ آغلي 

ته په ډېر درنښت بلنه درکوو ترڅو د پښتنو آزادې جرګې (سپینو خبرو) بحث غوڼډه کی چې د څو تنو ځوانانو په هڅو يې کار پېل کړي، د هیواد اړوند د بېلابېلو ستونزو په اړه علمي او څیړنیز بحث کی برخله واخلی،  راځی چی د راتلونکي خپلواک،هوسا او آباد افغانستان په موخه سره یو ځای شو په خپل راتګ سره دغه پرتمين مجلس ته لاعزت او ښکلا ور په برخه کړې... ناستې ته ډیر مهم شخصیتونه راغوښتل شوې د بحث تر څنګ به د یو بل سره د آشنا کیدلو زمینه هم وی، غونډه کی د چا پر نظر او آند سانسور او بندیز نشته دهر ملګری نظر محترم او د قدر وړده. اسلامی ارزښتونه، ملی ګټی او متقابل احترام د پښتنیزی جرګې اصولو ته ځان ژمن بولو.

اجندا:

۱ قران کریم تلاوت
۲ د غونډې لنډه پیژندنه
۳ د ګدونوالو آندونه او وړاندیزونه
۴ امکانات، ستونزې او حل لاري
۵ ګروپی کار او راټولونه
۶ پریکړی.

یادونه:
که احيانأ ګډون کولای نشی او یا هم ډیر وقت ته اړتیا لری،نو خپلې طرحې او رغنده وړانديزونه مه سپموی، د غونډې نتيجه وروسته درسره شريکوو دا لړی به دوام لري...

پته: شش درک د پل محمود خان له اړخه ايساف مرکز مخامخ
وخت: پنج شنبه ورځ  ساعت:  یوه بجه  نیټه : د روان کال د دلوې(سلواغې ) اوومه (۷) نیټه
اړیکو شمیرې:‍‍      0780508555
غلام مصطفی بیدار

-
بېرته شاته