(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه چي زو کابل ته

[10.Feb.2017 - 14:24]

ليک: نذر بړيڅی

پښتو ادب کښي که شاعري ده او که نثر دی د دې يوه لويه برخه د پښتانه په پرديسي، غريبي او د وطن سره د ميني اظهار باندي مشتمله ده حسن او جمال شاعر پر خپل ځای بيان کړی، د خويوه لويه برخه يې په مسافرت او جلا وطني باندي ليکيدي. اوسني او پخواني ټول د خپل پر پرديسي باندي سندري وايي، نن حالت دې ځای ته راغلی دی چي هر شاعر او ليکوال د خپل قلم د څوکي لاندي د خپل قام و وطن حالت د خپلي ليلی په شان د زړه په وينو د خپل خوږ وطن کيسې د ليک په شکل کي خوندي ساتلي دي. ډېر داستانونه او کيسې به وي چي د هغه لپاره په سلګونو ليکوالان او پوهان او په حکومتي توګه تحقيق کول او خوندي ساتل زموږ لپاره په هيس د قام خوندي ساتل ډېر ضروري او لازمي دی. چي ډېر ليکوالانو خوندي ساتلي هم دي. خو د شبرګلي چي د شربت ګلي په نوم دنړۍ په کچه پېژندل کيږي. د پښتو افغان په تاريخ کي يې داسي تاريخ رقم کړی چي په ټوله نړۍ يې افغان په هيس د ملت وپېژندی شبرګله يوه پښتنه ماشومه انجلۍ ده، چي کله په کابل کي کوده تا وشوه. ډاکټر نجيب الله حکومت ختم شو کابل او ورڅرمه علاقو څخه ډېر نازولي په ډېر بد حال کي د خپل کور څخه بې کوره شول، په هغه کي يوه شبرګله هم وه چي د کابل څخه پېښور ته د خپلي کورنۍ سره د مهاجرت په ژوند پيل وکړ. دلته د نړۍ ټوله ميډيا (رسنۍ) هم راغلي وو. خو کله چي شبرګله د ميډيا په کيمرو کي سترګي ښکاره شوې نو ټوله ميډيا ورته په ننداره شوه. چي دا ډول ښکلي سترګي نړۍ دې ته مجبوره کړه چي د شبرګلي په سترګو باندي خپل رپورټونه جوړ کړي. چي په هغه کي يوه انګريز د شبرګلي په ژوند او سترګو باندي باقاعده فلم جوړ کړ او نړۍ ته يې دغه نايابه سترګي ورپه کوته کړې چي کله نړۍ دغه ښکلي پښتني سترګي وليدې او د دې د مهاجرت سره يې موازنه کړې نو ډېر ليکوالانو خپل ليکونو او شاعري کي يې دغه سترګي وستائلې، ډېر شاعرانو خو دغه ښائستو سترګو ته د هيرې او جواهراتو پر خاوره باندي دلمر او سپوږمۍ د تعبير کولو غوندي اعزازات ورکړ. خو د بده مرغه شبر ګله په داسي بې هسي او پښتني مهاجرت ټوله کي د خپل ژوند او ورځي يې سبا کولې چيري چي مسکيني، مهاجرت، درپه دري، علاقايي رسم و رواج کي راګير وه. چي خپل ښائست يې د مهاجرت په خيمه کي د سپيرو خاورو او د سهار ماښام د څښلو د اوبو لپاره د څو کلوميټره سره په خپلو وږو کور ته راوړلې. سهار څخه نيولې تر ماښامه يې په مزدوري محنت او مشقت کي تېرول. په دغه حال کي يې د کور ژوند هم کاوی. دلته يې واده کيږي. اولاد يې هم کيږي. بېرته کونډه ترې جوړېږي. دغه ټول ژوند په مهاجرت کي تېروي دلته په مهاجرت کي په ډېرو سختو حالاتو کي خپل د ژوند شپې او ورځي تېروي.

د پاکستاني شناخت په تور کي يې پاکستاني عسکر يې نسي او و زندان ته يې اچوي. عجيبه ملک او وحاشي نظام دی چي په پکښي ګرځي د ګرځلاو لپاره هم شناختي کارډ غواړي او چي شناختي کارډ نه بيا هره ورځ رښوت،ظلم او زياتي به برداښته وي. دورځي به پنځه شوه مزدوري کوي هغه به هم پوليس ته رشوت ورکوې چي کله دغه د هري ورځي رشوت څخه ځان خلاصوي نو بيا په زرګونو روپۍ ورکوي چي پاکستاني شناختي کارډ جوړ کړي. هغه هم هغه شناختي کارډ چي صرف د پوليس څخه د بچاو لپاره وي. چي پر هغه باندي هيڅ نوکري يا نور مراعات نه وي. بيا چي کله د امن او امان مسئله پيشه شي. بيا دغه شناختي کارډ واله هم زورول کيږي. هر ږيري والا شناختي کارډ بلاک وي. بيا به د تصديق لپاره د پنځوس زره څخه زياتي روپۍ ورکوي. چي خپل شناختي کارډ خلاص کړي. دغه واقعه شبرګله دپاکستان زندان ته ورسوله. څومره بې هسي او نامردي ده چي يوه پښتنه کونډه بېماره زنانه د پښتو عسکر د لاسه د پنجابي حکمران په حکم او قانون زندان کي بنديږي. او پښتانه وش وش لري. يا د پرويز خټک او عمران غوندي ناوړه پښتانه په اسلام آباد کي د پنجابي په مسئله رخسيږي. او خپل بادار خوښاله وي. په يوه هفته کي دننه د پاکستان عدالت سزا ورکوي او جرمانه کوي يې. افرين سدافرين د افغانستان په اوسني حکومت چي کله په پاکستان کي د افغانستان سفير په دغه واقعه خبر شو په خپل افغاني غيرت راپورته کيږي او دغه ټوله کيس په خپله اخلي. دلته نړۍ خبريږي، هغه جنرلسټ چاچي په شبرګلي دستاويزي فلم جوړ کړي و. هغه د پېښور يو صحافي ته هغه پيسې را استوي کوم چي د پاکستان عدالت شبرګله جرمانه کړېوه. او ورته وايي چي ورسه دغه پيسې جرمانه جمع کړه چي شبرګله د بند څخه راخلاسه شي. دغه جنرلسټ د انګريز دغه پيسې هم پټوي. افغان حکومت دغه جرمانه جمع کړه. شبرګله د زندان څخه راغلاسه کړه. د افغان په دولتي درنښت کي يې کابل ته ورسوله.افغان اولس مشر ښاغلي اشرف غني په صدارتي ماڼۍ کي يې هرکلی کوي. يتيم بچيان په خپل غېږ کي نشي او اعلان کوي چي په کابل کي به دولت شبرګلي ته يو اعلي شان کور ورکوي. په صدارتي محل کي يې د خپل کور چاپي ورکړه. او د بچيانو د تعليم او روزني ټول خرست افغان حکومت کوي. بله ورځ بيا د هيند حکومت اعلان کوي چي شبرګله ډېره سخته ناروغه ده چي د علاج دپاره به هندوستان ليږل کيږي. او ټول علان به يې په دولتي توګه کيږي. د شبرګلي کيس دومره ساده هم نه دی. لکه د پنجابي ميډيا چي يې بيانيوي بلکې دشبرګلي کيس افغان حکومت ونړۍ ته ور وښوي چي افغان حکومت اوس هغه پخوانی حکومت نه دی چي په نړۍ کي به د افغان د سر او مال به هيس قدر او قيمت نه وي. بلکې اوس به منتخب اولسي حکومت په نړۍ کي به د خپل اولس  د سر او مال د روزني لپاره د هر حکومت څخه به پوښتنه کوي نړۍ يې خبرداره کړه چي پښتون افغان لاوارثه نه دئ. نن هر افغان د خپل عزت د سر او مال خاوند او قيمت لري خصوصاً پنجابی، عربی او ايراني ته يې دغه وارننګ ورکړ چي افغانان به هيڅوک نه زوري دغه خيال او خوب دي د خپلو مغزو څخه اوباسي چي افغان وارث نه لري پنجابي او پاکستان هر ډول هڅي وکړې چي افغانان تنګ کړي د افغان سره تعلق د غلام او د بادار په شان وساتي خو افغانانو د خپل ټاکلي اولسي حکومت په رهبري کي دا ور ثابته کړه چي افغان به سيال وي افغانانو ته به هيڅوک په سپکه نه ګوري. يوې خواته د شبرګلي په شکل کي نړۍ ته دا پېغام ورکړی چي افغان هم په دې نړۍ کي د يو انسان په هيڅ خپل حيثيت لري.

               هيڅوک به افغانانو ته په سپکه نه ګوري بلي خواته د هند په امرت سر کي ښاغلي اشرف غني ور ثابته کړه چي څوک دي ماته خيرات نه راکوي زه هم يو سيال قام يم، زه خپل ازاد حيثيت لرم خپل حکومتي،سياسي،انتظامي او اقتصادي چارو باندي ښه پوهېږم ماته دي څوک د درواغو لاري نه راشوي. چي د چا سره به تعلق ساتم او د چا سره به يې نه ساتم. پنجابی چي کوم خيرات ماته راکوي. په هغه باندي دي، خپل سپي وتړي دغه دواړو خبرو پنجابی او د هغه تالی څټي دې تل مجبور کړل هغه په خپلو کړو باندي څه سوچ وکړي. پنجابي خو دلته دغه ټول حرکتونه د خپل استعمالي پنجابي رياست د وجود د ساتلو لپاره کول او نړۍ سر نه په خلاسوئ. دغه استعماري ريات د مځکي په سر د يو ناسور شکل اخستی دی. خو افسوس پر هغو پښتنوباندي بيا هم هيڅ کردار نه اداکوي. نه يې شبرګله دلاسه کړه، نه يې مرسته ورسره وکړه نه يې د خپلي خاوري د دفاع په هکله څه رول ادا کړ بلکې په دغه ټول جريان کي يې ځانونه پټ کړ. په دغه ټول حال باندي قام خبر شو خپل نظر يې وړاندي کړ. خو سياسي او قامي رهبرانو د ورکي رنګ ورکړ. د پيښو په ليدلو د کوتري سترګي پټولو باندي کوتره د مرګه نه شي خلاسېدلای. بلکې پېښو دمخه د ځان بندوبست کول لازمي دی. هغه خبري او سندري څه شوې چي لويه خدايه دغه غر راسوری کړې چي را ښکاره شي د افغان سره بېروغونه، کابل ته ځمه بيا نه راځمه دغه مشران او سياسي دکانداران د خپلي خور او د مور په دغه بېعزتي هم نه شرمېږي نن هم په دېوالو باندي خوږې خوږې جزباتي نعرې ليکلي دي. په دغه خبرو باندي به قام دغه نام نهاد انقلابيان هيڅ کله معاف نه کړي. صرف دانه چي په دغه نمونه واقعاتو باندي خپلي سترګي پوټي کړي دي. بلکې په ډېره چالکي د پنجابي وکلات هم کوي. کله چي د کابل له خوا پنجابي ته ماته ورکول کيږي. بېرته دغه پښتانه په اسلام آباد کي را جمعه شي او د پنجابي د خلاسون لپاره په کابل باندي مرکې کوي. نن زه په خپل ليک کي پښتانه مشران دغه يوې پيشي ته متوجه کول غواړم چي کله د ډاکټر نجيب الله حکومت اشرار (مجاهد) ته ماته ورکړه. د جلال آباد په ډګر کي يې د شانواز تڼي کوتاته پس د کابل دفاع وکړه او خپل حکومت يې خوندي کړه د پېښوره پښتنو سياسي مشرانو د پنجابي په وينا ډاکټر نجيب الله غلط کړ او استعفا ته يې مجبوره کړه چي ستا په استعفی باندي په افغانستان کي امن راځي ډاکټر نجيب الله دې خبري ته هم تيار وو که په افغانستان کي زما د سر په قيمت امن راځي زه خپل سر د افغانستانه قربانومه دې غلطي مشورې ډاکټر نجيب الله دې ته مجبوره کړل چي استعفی ورکړي. خو افرين په هغه يواځني سياسي او انقلابي مبارز ارواښاد شير علي باچا چي کابل ته ورغلی ډاکټر نجيب الله ته يې وويل، چي جنګ دي ګټلی دی پنجابي ماته خوړېله ده خپل حکومت مضبوطه کړه او د ځان ملګري يې کړه. چي حکومت ته استعفا ور نه کړې خو د ډاکټرنجيب دا وينا وه چي زما په استعفی په افغانستان کي امن راځي زه دغه کار کوم. خو شير علي باچا دغه خبره په ټينګار سره وکړه چي ستا د استعفی څخه به په افغانستان کي انارکي راځي او دغه استعفی به اول ستا سر خوري په دغه خبرو شيرعلي باچا ځيني خوابدی شو او بې رخصته ځيني را روان شو. خو تر څنګه يې د پنجابي وکلان، دلالان د پښتنو په جامع کي ورته پټ په لاس کي سور بېرغ نيولي دغه سپېڅلی پښتون ډاکټر نجيب الله يې و استعفی ته مجبوره کړ. د ډاکټر صاحب د استعفا پس ټولي نړۍ وليدل چي په کابل باندي څه تېر شو دغه يوه معمولي استعفی روغ حکومت او ټولي ادارې يې تباه کړې. بيا هم پښتانه ځيني سبق نه واخست کله چي طالبان کابل ته د پنجابي آرمي ور ورسوله. د کابل ملل متحد دفتر کي بندي ډاکټر نجيب الله د کابل څخه ايستلو لپاره هڅه وکړه. بلکې داسي پښتنو انقلابيانو بيا ډاکټر صاحب دهوکه کړ چي طالبان خو پښتانه دي تا د افغانستان را روان باچا کوي. ډاکټر سره بيا دهوکه وشوه. ډاکټر نجيب الله يې دار ته وخيژوی او په خپله يې ټول تاريخې مواد را چور کړ. او پېښورته ځانونه راورسول. نن يو ځل بيا پنجابی هغه کارونه کوي. خپل سکرپټ يې ليکلی دی، کردار يې تيار کړی دی خو دا ځل يې اداکاران نور ټاکلي دي. نن هم پښتون ليډر شپ دپخوا په شان خپلي غلطياني کوي. په دې وسني حالات کي هم چي کله د افغانستان له خوا د پنجابي په مرۍ باندي پښه کښېږدي. بيا پنجابی چيغي کړي او پښتو ليډر شپ په کابل باندي مرکه کړي. او پښتون د پنجابي مرۍ بېرته خلاسه کړي. په دغه شانواقعات او روان حالت باندي څه ليک کول. خو بهر حال روان حالت کي د پښتون ليډر شپ کردار د افغانستان په هکله هغه ډول نه دی کوم چي په کار و.

نن په ټول پاکستان کي افغانان خو پرېږده دالته ځايي پښتانه ډېر زورول کيږي. افغانان خو د ځنګل د هغه حيوانانو په شان وژل کيږي کوم چي دنړۍ په وحشي ځنګل کي ځنګلايان يې دخپل ځان د ژوندي ساتلو دپاره ښکار کوي. د توک په شان مرګونه کيږي. پښتون سياسي کوتونه نن هم خاموشه دي. خوله يې په اخور کي ده څوک د اقتدار په تمه د شيخ چيلي په خوبو ويده دي چي را روان وار به اقتدار ماته راکول کيږي. اوس په پاکستان کي اقتدار په سياسي نظريه او فکر نه بلکې د پنجابي په زيات خدمت باندي ورکول کيږي. خو دغه حال به په نړيواله کچه پښتانه راپورته کړي. د غلط سياست او سياسي ليډر شپ و ګريوان ته به لاس ور اچوي. ځکه اولس دغه ځای ته را رسېدلای دی. چي د خپل بقا لپاره به د خپل ليډر شپ سره په جنګ وي. پنجابي استعماري سوچ و فکر ته دوام ورکول پنجابي لباس او کلچر خپله ول. د دغو پښتنو انجام به په تاريخ کي پښتانه ښه نه يادوي. د پنجابي د اقتدار په نښه کي مست نن د پښتون دغه حالت ته نه ګوري ، د اقتدار لپاره دپښتو سندري وايي، چي اقتدار تر لاسه کړي بيا د پنجابي لپاره پر افغانانو مرکې کوي. ځکه خو وايي:

زه چي زو کابل ته کوټه او پېښور خو اوس د اوسېدو نه دي

دلته پښتانه پنجابيان شول دغه ښارونه اوس د پښتنو نه دي

د پښتون موجوده سياسي او قامي مشرانو لپاره دغه يو شعر بس دی

څومره جونګړو ته دي اوور ورته کړ

چي خپل محل ته دي رڼا راوستله

 

-
بېرته شاته