(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دننګرهار دطب

[10.Feb.2017 - 22:58]

دننګرهار دطب پوهنځی

ننګرهارطب پوهنځى د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې لومړنى پوهنځى دى، چې په (١٣٤٢) کال کې تاسيس شو، د لومړي ځل لپاره پکې پنځو امريکايي او درېو افغان استادانو (٤٨) تنو محصلانو ته تدريس کاوه، اوسمهال ياد پوهنځى (٢٤) څانګې لري، چې د (١١٢) تنو استادانو له خوا پکې (١٠٥٣) تنو محصلانو ته تدريس کېږي.
څانګې
د زړه او هضمي سيستم ناروغيو څانګه
اندوکراين او هيماتولوژي څانګه
تنفسي او روماتېزم څانګه
انتان او توبرکلوز څانګه
جراحي څانګه
يورولوژي څانګه
اورتوپيدي او د عصابو جراحي څانګه
د کوچنيانو جراحي او انستيزي څانګه
کوچنيانو څانګه
غوږ او ستوني څانګه
سترګو څانګه
ولادي نسايي څانګه
راديولوژي څانګه
عقلي- عصبي څانګه
پوستکي څانګه
اناتومي څانګه
عامې روغتيا څانګه
وقايوي طب څانګه
فارمکالوژي څانګه
هستوپتالوژي او بيوشيمي څانګه
فزيالوژي څانګه
مايکروبيالوژي څانګه
عدلي طب څانګه
بيزيک ساينس څانګه
د طب پوهنځي محصلانو د ښې روزنې په موخه په (١٣٤٨) کال کې د ياد پوهنځي په چوکاټ کې يو تدريسي روغتون هم رامنځته شو، چې د عمومي جراحي، ولادي- نسايي، عمومي داخله، کوچنيانو، سترګو، پوستکي، غوږ، ستوني، راديولوژي، عقلي او عصبي څانګو او دغه راز د مجهزو لابراتوارونو په لرلو سره لاهم د ختيزې سيمې د ولسونو په خدمت کې دى.
د ګڼو نورو اسانتياوو ترڅنګ طب پوهنځى يو غني کتابتون هم لري، چې (١٠٠٠٠) ټوکه مسلکي کتابونه پکې د محصلانو د مطالعې لپاره اېښودل شوي دي. د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي تر دې دمه( ۴۸) دورې فارغان ورکړي، چې شمېر يی ( ٣۷۷۶) تنه دى، چې له دې ډلې( ۲۵۱) تنه يې نجونې دي.

-
بېرته شاته