(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملاله, لنډه کیسه

[21.Feb.2017 - 23:23]

لیک: وصال ولسمل
د ملالۍ مېړه جانباز نومېده  او درې کاله کېده چي له دې سره يې واده کړی و. جانباز په دوبی کي کار کاوه، په کال کي به يو وار کور ته راغی او يوه اوونۍ وروسته به بيرته ولاړ، خو ملالۍ د جانباز له مسافرۍ او بېلتون سره عادت سوې او خوشاله ښکارېده، نه يې ګيله کوله او نه يې په تندي کي د خفګان نښي نښانې ليدل کېدې، په همدې  صبر  يې د خسرخېلو خواخوږي هم خپله کړې وه، په تېره بيا پر خسر ډېره ګرانه وه، خو درې کاله وروسته يې ژوند بدلون وموند او د بخت کاسه يې چپه سوه، خواښې يې ورته بلا سوه او ورځ په ورځ يې کرکه ځني کوله، هره ورځ به يې پېغورونه ورکول،  ويل وچه لښته يې، شاړه مځکه يې، نرهډې يې ...  د واده دي درې کاله کېږي خو د کوچني درک دي نسته. ملالۍ چي به دا پېغورونه واورېدل، نو خپلي خوني ته به يې منډه کړه، هلته به يې له ځان سره وژړل، نه پوهېده چي څه وکړي او چېري پناه يوسي، بس همدا اوښکي وې چي د هغې زړه به يې لږ تش کړ او لږ سکون به يې پيدا کړ، اخير ژړا د دې يو عادت وګرځېد، وروسته يې همدې غمونو خوبونو ته هم لاره وکړه، په خوب کي به يې هم ژړله، اخير يې خوب او ويښه سره ګډ سول، نه پوهېده چي خوب ويني او که  ويښه ده، کله چي به له خوبه راويښه سوه، نو بالښت به يې په اوښکو لوند خيشت سوی  و. یوه ورځ يې د کور غولی جارو کاوه چي دروازه په زوره زوره وټکېده.  د ملالۍ زړه په دربا سو، ويل خدايه فضل وکړې. د ملالۍ خسر دروازې ته ورغی، له يو چا سره يې لنډي خبري وکړې او بيرته کور ته راوګرځېد، ملالۍ چي ورته وکتل نو د خسر د مخ بڼه يې الوتې او سترګي يې له اوښکو ډکي دي. ملالۍ ورمخکي سوه، ويل باباجانه خيريت دی؟ خسر يې ځان ټينګ نه کړای سوای، په چيغو يې پيل وکړ، ويل لوري ملا مي ماته سوه، جانباز زوی مي وخوړ، جانباز خو ځوانيمرګ سو، وايي چي په دوبی کي يې موټر ټکر کړی دی. له دې خبري سره سم د ملالۍ خواښې، لېورونه او د کور نور غړي راووتل، په يوه شيبه کي کور چيغو او ژړاوو پر سر واخيست. درې ورځي وروسته يې د جانباز  مړی کور ته  راوړ، کله چي ملالۍ ورنژدې سوه، نو خواښي يې سترګي پر رابره ګي  کړې، ويل توري پيشي، سوی پلي، سياه بختي، بدمرغي! ليري سه چي زما زوی ته لاس ور نه وړې. زه  له لومړۍ ورځي لا پوهېدم چي ته بدمرغه او توره پيشي به زما د ګل غوندي نازک زوی وڅټې. د جنازې او فاتحې په مراسمو کي ملالي چا و نه ليده، په خپله خونه کي يې له ځان سره ژړل.  تر دې وروسته ورځ په ورځ کور ورته سره تبۍ کېده، يو وار يې وغوښته چي د پلار کره ولاړه سي، خو زړه يې نه سوای کولای او بيرته پاته سوه. څو مياشتي وروسته يوه ورځ ملالۍ په خپله خونه کي په زوره زوره ژړله، خواښي چي يې ورغله، نو ګوري چي ملالۍ د جانباز عکس ته ګوري او ورته ژاړي، خواښي چي يې د جانباز عکس وليد، نو ملالۍ يې تر کوڅۍ ونيوله، ويل توري پيشي، بدمرغي، سوی پلي، زما د ګل غوندي نازک زوی دي وخوړ  اوس  بيا ژاړې  هم؟ دا عکس ستا وړ  نه دی،  راکه عکس. عکس يې ځني واخيست، له خوني ووته او په درب يې د خوني دروازه په ځان پسي وتړله. تر دې وروسته به ملالۍ له خپلي خوني نه وتله، يوازي به هغه وخت وتله چي خواښي به يې د چوپړ ورته وويل. يوه ورځ د ملالۍ کوچني لېوره جبار کور ته وريجي او غوښي راوړې. خواښي يې ملالۍ ته  په لوړ اواز وويل: ورسه دا شيان پاخه کړه چي  ماښام ته مېلمانه لرو. ملالۍ اوس د خواښي د هري ورځي د ښکنځلو سره عادت سوې وه، نن  هم بې له دې چي څه ووايي سمدلاسه پخلنځي ته ولاړه او په خپل کار  لګيا سوه. کله چي ماښام مېلمنو ډوډۍ وخوړه، نو خواښي يې ملالۍ وروغوښته، ملالۍ سخته وارخطا وه، نه پوهېده چي څه خبره ده؟ په کوټه کي څو مشران خلک ناست وه چي دې تر اوسه پوري نه وه ليدلي، سلام يې ووايه او د خسر څنګ ته کښېناسته، خسر يې غاړه تازه کړه او په مهربانه لهجه يې وويل: لوري ستا کونډتون موږ هم ځوروي،بس نو د خدای پېښي دي، زموږ او ستاسي قسمت خدای دغسي ليکلی و.   کتاب وايي چي  د ځواني ښځي پر کور ناسته ښه  نه وي، خدای دي مېړه حق کړی دی، بايد اوس نو بل مېړه وکړې، تر څو پوري به همداسي ناسته يې.  د ملالۍ زبون وهل سوی و، خبري يې نه سوای کولای، خو يوه سپين ږيري ورته وويل چي لوري ووايه! دا خو ستا د ژوند خبره ده. ملالۍ په رېږدېدلي اواز  وويل: بابا جانه زه بل مېړه نه کوم، بس همدا به مي قسمت و، که تاسي ډوډۍ راکوئ، نو ستاسي سره کښېنم  او که تاسي مي نه ساتئ، نو د پلار کره ځم. د خسر تندی يې تريو سو او په جدي ډول يې وويل: هر څوک يو رواج لري، موږ هم دا رواج لرو چي بايد کونډه د خسرګنۍ په خوښه واده وکړي، موږ اوس فيصله کړې ده چي ته بايد له جبار سره واده وکړې. د جبار د نوم په اورېدو سره ملالۍ هيښه پاته سوه، په بنده بنده ژبه يې وويل: څه شي! جبار؟ -  هو جبار يادوم، زما زوی -  باباجانه جبار خو د لسو کالو دی او زه؟ -  څه پروا لري چي د لسو کالو دی، خدای به يې ځوان کړي.    په دې وخت کي د ملالۍ تر خوله  يوه لويه چيغه ووته او له دې سره سم بې سده سوه، يو وخت چي په سد کي راغله،  نو ګوري چي په خپله خونه کي يوازي پرته ده. د کور په غولي کي يې د خواښي دا خبره تر غوږ سوه: دا بدمرغه لا  له تر خدای نه جارېږي چي د جبار سره واده کوي، توري پيشي ته بايد پر جبار  شکر وکاږې، که نه نو تا توره پيشي او سياه بخته څوک څه کوي؟ سبا سهار وختي د ملالۍ خسر له دباندي څخه کور ته راغی،  ويل ایسته سئ مېلمانه راځي، له دې سره سم د مسجد ملا صاحب او دوه نور سپين ږيري د ملالۍ د خسر خوني ته ننوتل. خسر له خوني راووت او ملالۍ ته يې په تريو تندي وويل:  وکيل دي څوک دی؟ ملالۍ په چيغو شروع وکړه، خو خسر يې چيغو ته و نه کتل او بيرته د مېلمنو خوني ته ننووت. يوه شېبه وروسه د مېلمنو له خوني څخه  د نکاح خطبه او دوعا واورېدل سوه او تر دې وروسته ملا  صاحب او سپين ږيري  له کوره ووتل. جبار يو بدخويه ماشوم و، په لومړۍ شپه يې له ملالۍ څخه کوڅۍ وشکوله، ملالۍ به له ناچاريه ډېر ناز ورکاوه او د هغه هره خبره به يې منله، خو هغه به بيا هم دا پر کوچنۍ خبره وهله، ملالۍ نه پوهېده چي جبار ولي له دې سره داسي بد چلند کوي؟ ملالۍ ورځ په ورځ ډنګرېدله، اکثره وخت به وږې تږې ويده کېده، ويل شی مي خوا ته نه کېږي، وروسته ټوخی ورته پيدا سو، سينې يې چيغه هاری کاوه. يوه ورځ يې خسر ورته وويل چي لوري ناروغه ښکارې، راځه چي ډاکټر ته دي بوزم،  خو دې ځان ناګاره واچاوه،  ويل نه باباجانه ډاکټر ته  ضرورت نسته، زه ښه يم، بس يوازي  لږ  زکام  يم.   پر ملالۍ اخير  داسي ورځي هم راغلې چي له چوپړ پرته به له خوني نه راوتله. وروسته چي خواښې يې په ناروغۍ خبره سوه د چوپړ يې هم نه ورته ويل، ويل داسي  نه وي چي خسر يې له ناروغۍ څخه  خبر سي او ډاکټر ته يې بوزي او يا ګاونډيان خبر سي چي دا ناروغه ده.   يوه ورځ يې د کور په غولي کي  د خواښي اواز واورېد چي خپل زوی ته يې ويل: دا خيرن زړوکی دی  اور نه اخلي، هيڅ بلا نه ده وهلې، ډاکټر ماکټر نه غواړي. بله ورځ يې د کور په غولي کي خواښي د خپلي لور سره د دې په اړه خبري کولې، خبري ډېري وې، خو ملالۍ يوازي دا جملې واورېدې:  خدای دي يې دا نن مړه کړي، ښه دی چي دا نوغی ورک سي، وېرېږم  چي د بل زوی سر مي و نه خوري. يوه  ورځ د ملالۍ خسر جبار ته وويل چي ورسه ملالۍ  ډوډۍ ته راوبوله، جبار چي ورغی، نو د خوني دروازه د شا له خوا بنده ده، هر څومره چي يې  وټکوله، نو چا نه ور خلاصوله. په دې وخت کي يې خواښې هم راغله،  د کړکۍ کړپ سو او د ملالۍ له خوني څخه توره پيشي راووته.  خواښي يې تر کړکۍ خوني ته سر وردننه کړ، ويل اوفففف دا څنګه بد بوی دی، دا لټه  او بې کاره ښځه خپله خونه هم نه سي پاکولای، ته ورته وګوره په پالنګ کي داسي په درانه خوب ويده ده لکه ټوله ورځ چي يې د کور کارونه  کړي وي. په دې وخت کي يې بيا ور نارې کړې چي دروازه خلاصه کړه، خو چا جواب ور نه کړ.  په دې وخت کي يې خسر  هم په ښکنځلو خوله پوري کړه، له درده سور او شين واوښت،  دروازه يې په لغته ووهله چي دوې پلې سوه، له دې سره سم ټول په ګډه خوني ته ورننوتل، خو ناببره ټول هيښ ودرېدل، ګوري چي ملالۍ مخکي لا مړه سوې او پيشي يې پزه ځني خوړلې ده.

 

-
بېرته شاته