(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دساینس له نظره لمر راختل

[23.Feb.2017 - 11:12]

دساینس له نظره لمر راختل
لیک: اجمل ستانکزی 
آیا د ساینس له نظره دا امکان لري چې لمر دې د غرب لخوا راوخیژي. (دا لیکنه مې څو وخته مخکې لیکلې وه.)  
د خپل محور په شاوخوا د ځمکې حرکت او د هغه اثرات: 
ځمکه د خپل محور شاوخوا په څلرویشتو ساعتو کې یو ځل څرخیږي. دغه حرکت شپه او ورځ جوړوي. پدې مانا چې د څرخیدو په وخت کې یې چې کومې خواته لمر وي هغه خوا ورځ او مقابله خوا کې یې شپه وي. دا داسې ده لکه چې په جوار یا غوښه کې سیخ ننباسې او په اور یې ونیسې او ورو ورو یې تاووې. هغه خوایې چې اور ته وي هغه ګرمه او هغه چې نه وي هغه سړه وي. د ځمکې د همدې حرکت په وجه مونږ ته داسې ښکاري چې لمر له شرقه راخیژي او غرب کې ډوبیږي. خو په حقیقت کې لمر پخپل ځای ولاړ دی (مطلق ولاړ نه دی)، ځمکه د لمر شاوخوا څرخیږي او په عین حال کې د خپل محور شاوخوا هم څرخیږي. خو د سپوږمۍ د کشش په وجه ددغه حرکت سرعت ورو ورو کمیږي. مثلاً سل کاله مخکې ورځ د اوس د ورځې په نسبت ۱.۷ ملي ثانیې (ملي ثانیه د ثانیې زرمه برخه ده) لنډه وه. یا دوه سوه میلیونه کاله مخکې ورځ تر ۲۳ ساعته هم کمه وه. همدارنګه د ځمکې د همدې حرکت په وجه د ځمکې مقناطیسي ساحه فعاله ده. کله چې ځمکه د خپل محور شاوخوا څرخیږي نو د ځمکې دننه چې کومه اوسپنه او مرکبات یې دي هغه لکه د یو غټ مقناطیس په شان کار کوي او داسې ښکاري چې ځمکه دې یوه لویه ډاینمو وي او دغه مقناطیسي ساحه دې تولیدوي چې د ځمکې شاوخوا تر لسګونو زرو کیلومترو پورې رسیږي. د ځمکې دغه مقناطیسي ساحه مونږ له چارج شویو ذراتو (مضره وړانګو) څخه ساتي. دغه چارج شوي ذرات د هر ډول برقي آلاتو (هغه آلات چې سرکټونه لري چې تقریباً ټول الکترونیکي وسایل پکې راځي) د شارت کیدو یا له مینځه تلو سبب کیږي. همدارنګه دغه ذرات د انسان ډي این اې ته هم ضرر رسوي چې د سرطان یا کینسر سبب کیږي. دغه ذرات په دوامداره توګه له لمر او نورو ستورو څخه خارجیږي چې د ځمکې مقناطیسي ساحه یې دفع کوي او نه یې پریږدي چې ځمکې ته راشي. خو کله کله په لمر کې د توپانونو په وجه په یو وار ډیر زیات دغه ډول ذرات ترینه خارج شي. که ځمکه ددغسې توپان مخې ته راشي نو انسانان د شته تکنالوژي په مټ ترینه څو ورځې مخکې خبریږي چې ځینې هیوادونه بیا ځینې احتیاطي تدابیر نیسي تر څو خپل حساس او قیمتي ساحات و ساتي. که څه هم د ځمکې مقناطیسې ساحه دغه توپانونه تر ډیره دفع کوي خو بیا هم کله کله ځینې قوي یې ځمکې ته هم رارسیږي. د ځمکې د مقناطیسي ساحې پواسطه د لمري توپانونو دفع په شمالي او جنوبي نیمه کره کې (قطبونو ته نژدې) د ښکلیو رڼاګانو سبب کیږي (ارورا بوریالیس او ارورا استرالیس بلل کیږي). تاسو کولای شئ د ځمکې مقناطیسي ساحه د قطب نما (پوسلې) پواسطه ووینئ. د مقناطیسي ساحې شمال د ځمکې د شمال قطب ته نژدې او جنوب یې د ځمکې د جنوب قطب خوا ته نژدې دی. ددغې ساحې شدت کله کمیږي او کله ډیریږي او کله هم سرچپه کیږي پدې مانا چې شمال یې د ځمکې د جنوبي قطب خوا ته او جنوب یې د ځمکې د شمالي قطب خوا ته اوړي. چې د دغو اوړیدو په وخت کې د ځمکې مقناطیسي ساحه ډیره ضعیفه او یا هم بیخي نه وي. مونږ نه پوهیږو چې دا اوړیدل به څه وخت وي او د اوړیدو دا پروسه به څومره وخت دوام وکړي. ځینې پوهان وايي چې دا کار کیدای شي ژر وشي (ژر په مانا د له راتلونکو سلو کلو نه تر څو زره کلو پورې). که د ځمکې مقناطیسي ساحه نه وای نو کیدای شي په ځمکې هیڅ ژوند نه وای. مریخ مقناطیسي ساحه اوس نلري (ساینسپوهان وايي یو خت یې درلوده) ځکه یې لمري توپانونو ډیری اتموسفیر ترینه وړی او اوس یې اتموسفیر د ځمکې په نسبت یوازې یوه سلنه ډک یا ټینګ دی. 
په کایناتو کې ثابت څه نشته. هر څه د حرکت، لویيدو، کوچني کیدو، جنګیدو او په یو بل د اثر کولو په حال کې دي. راځو موضوع ته: د ځمکې په محوري حرکت د سپوږمۍ د تاثیر له کبله ورځ او شپه په اوږدیدو دي او که دا حالت همداسې دوام وکړي نو شاوخوا ۵۰ ملیارده کاله (د کایناتو عمر ۱۳.۸ ملیادره کاله دی) پس به ځمکه او سپوږمۍ په مداري ریزونانس کې قرار ولري (د ځمکې محوري او د سپوږمۍ میاشتنی حرکت به یو شان شي). پدې مانا چې ځمکه به د خپل محور شاوخوا یو مدار په ۴۷ ورځو کې (شپه او ورځ به ۴۷ ورځې وي) او سپوږمۍ به هم د ځمکې شاوخوا په ۴۷ ورځو کې را څرخي. که څوک لدې موضوعاتو سره ډیر شوق لري او غواړي په تفصیل یې ولولي، نو یو سمستر دې د اوربیټل میکینیکس مضمون ولولي. زمونږ سپوږمۍ هم له ځمکې نه د لرې کیدو په حال کې ده او هر کال ۳.۸ سانتي متره یا یو نیم انچ له ځمکې څخه لرې کیږي. او دا حالت به تر هغه دوام وکړي تر څو چې له ځمکې سره په مداري ریزونانس کې ګیر نشي (۵۰ ملیارده کاله وروسته). کله چې دا حالت واقع شي نو بیا دا امکان هم شته چې سپوږمۍ بیرته ورو ورو ځمکې ته نژدې شي. خو زمونږ لمر هم ورو ورو په پړسیدو او ګرمیدو دی او شاوخوا ۷ ملیارده کاله وروسته به دواړه ځمکه او سپوږمۍ له مینځه یوسي او دا پورته حالت به واقع کیدو ته پرینږدي. لمر چې څومره پړسیږي نو تودوخه یې زیاتیږي. شاوخوا ۱.۱ ملیارد کاله وروسته به د لمر روښنايي او حرارت د اوس په نسبت لس سلنه ډیر شي. چې دا کار به د بحرونو د تبخیر سبب شي. ژوند به هم ورو ورو په ختمیدو پیل وکړي البته که تر دې وخته له مینځه نه وي تللی. خو ساینسپوهان وايي چې ډیر زیات امکان لري چې تردې ډیر مخکې کومه لویه اسماني ډبره له ځمکې سره وجنګیږي او د ځمکې په مخ ژوند له مینځه یوسي. همدارنګه که یو ډیر لوی جسم له یوې خاصې زاویې له ځمکې سره وجنګیږي نو کیدای شي د ځمکې محوري حرکت معکوس کړي. خو دغسې یو ټکر به هر څه له مینځه یوسي حتا د ځمکې جامد قشر به هم ویلې کړي. او ان کیدای شي چې ځمکه له خپل مداره وباسي. خو ددغسې ټکر په نتیجه کې به څوک نه وي پاتې چې له غرب نه د لمر راختل وویني. که د ځمکې له مینځه تګ ته د قیامت نوم ورکړو نو دغه د غرب نه د لمر راختل به له قیامته وروسته هله واقع کیږي چې په ځمکه ژوند له مینځه تللی وي. خو په عادي حالت کې دا امکان نلري چې ځمکه دې جوړه پاتې شي، انسانان دې پرې ژوندي وي او د ځمکې محوري حرکت دې برعکس شي یا په بله مانا لمر دې له غربه راوخیژي. 
لنډه دا چې د ساینس له نظره دا امکان نلري چې لمر دې له غربه راوخیژي.

 

-
بېرته شاته