(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه په ګیانا اوسورینام کې

[01.Mar.2017 - 13:04]

پښتانه د ګیانا او سورینام په هیوادونو کې:

لیک: ډا کټر لطیف یاد 
د ګیانا او سورینام دهیوادونو دنومونو سره به ډیر لوستونکي آشنا نه وي .ګیانا او سورینام دوه ګاونډي هیوادونه دي چې دجنوبي امریکې په شمال ختیزه څنډه کې پراته دي او دکارابین دحوزې دهیوادونو نه شمیرل کیږی. ګیانا په پیل کې دهالنډیانو مستعمره وه ، خو وروسته بیا انګریزانو ونیوله او پر دغه هیواد یې دوه سوکلونه راج او واکمني وکړه.ګیانا د۱۹۶۶زیږدیز کال دمی دمیاشتې په شپږ ویشتمه نیټه خپله خپلواکي ترلاسه کړه . همداراز ګیانا د ۱۹۷۰ زیږدیز کال دفبرورۍ په ۲۳ نیټه یو جمهوری هیواد شو. ګیانا اووه سوه څلویښت زره تنه وګړي لري اورسمي ژبه یې انګریزي ده .پلازمینه ( پایتخت ) یې دجیورج ټاون ښار دی.همداراز سورینام هم دهالنډیانو مستعمره وه چې بیا د۱۹۷۵ کال دنوامبر دمیاشتې په ۲۵ نیټه یې خپله خپلواکي واخیستله .سورینام شپږ لکه او شپیته زره تنه وګړي لري او پلازمیینه یې د پارا ماریبو ښار دی.دګیانا هیواد دبرازیل او وینزویلا سره ګډه پوله لري او دسورینا م هیواد بیا یوازې دبرازیل سره پوله لري .
دګیانا او سورینام هیوادونو ته دپښتنو ور تګ په ۱۸۳۸ زیږدیز کا ل کې پیل شوی دی .وروسته بیا چې په ۱۸۵۷ زیږدیز کال دهند وستان پراخو پرګنو او ولسونو دپیرنګیانو پر خلاف ستر پاڅون وکړ نو ډیر شمیر پښتنو هم په دغه پاڅون کې ګډون کړی ووچې ډیر شمیر پښتانه یا دپیرنګیانو له خوا بندیان او ډیرو ته یې داعدام اوپاڼسۍ سزاګانې ورکړل شوې اوپاتې یې دتورو اوبو خطرناکه جیل ته واستول شول .په دغه وخت کې انګریزانو یو شمیر پښتانه بندیان دګیانا او سورینام هیوادونو ته هم ولیږل.
ګیانا او سورینام ته دغه ورغلي پښتانه دافغانستان ، پښتونخوا او دهند وستان هغه پښتانه وو چې دهند په بیلابیلو ښارونو کې میشته وو.دافغانستان پښتانه چې سورینام او ګیانا ته تللي دي دافغانستان دبیلا بیلو ښارونو پورې یې اړه درلوده ،خو دپښتونخوا پښتانه پکې دپيښور ، نوښار ، مردان ، سوات او کشمیر پښتانه وو.
ګیانا او سورینا م ته ورغلي پښتانه زیاتره دهند دبیلا بیلو ښارونو لکه :بریلي ، مراد آباد ، بدایون ، رامپور ، سلطان پور ،آګره ، لکهنو ، روهتک ، جانهوره ، جونپور ، ګوندا ، شاه جهان پور ، باره بنکي ، دراجستهان ددهولپور ، همیر پور اود ډهلي پښتانه وو.
دغه پشتانه چې ګیانا او سورینام ته لاړل نو دترکاریو او حلالو غوښو دوکانونه یې پرانیستل او غوښې او ترکارۍ(سبزۍ ) به یې خرڅولې .
ویل کیږي چې یو تن پښتون چې ګیانا ته ورغلی وهغه ګل محمد خان و چې دکوینز ټاون په ښار کې یې د جامع جومات دبنسټ ډبره کیښوده او د دغه جامع جومات امام و.نوموړی دهمدې جومات د جوړولو لپاره یو بل پښتون غلام الدین دیته وهڅا وه چې یوه ټوټه ځمکه واخلي او جومات پکې ودان کړي ،خو بیا ګل محمد خان بیرته خپل هیواد ته ستون شو . تر هغه وروسته یو بل پښتون چې بیا ددغه جومات امام شو هغه جیلاني نومید. 
په ۱۸۸۳ زیږدیز کال کې دهند نه یو بل پښتون چې مزار خان نومیده دګیانا هیواد ته ورغی . دی په اصل کې په هنوستان کې دپیرنګیانو پر خلاف یو ملي مبارزو،خو انګریزانو هغه دګنیو یو ې کروندې ته لیرې ولیږه .
د ۱۸۹۸زیږدیز کال داپریل دمیاشتې په ۱۳ نیټه یو ۲۴ کلن ځوان چې پښتون و او رحمان محمد خان نومید او په اصل کې دهند داتهر پردیش دښار دهمیر پور اوسیدونکی و او ډیر پوه او لایق انسان وسورینام ته لاړ او هغه ته هم دکرنې په چارو کې دنده ورکړل شوه .رحمان محمد خان برسیره پردې چې دسپیڅلي قرآن حافظ و دهندوانو مذهبی کتابونه او دهغې نه یې رامیانا ، مهابهارات او بګهود ګیتا هم لو ستلي و او په هندوئیزم کې یې هم ښه مهارت درلود. هغه دکرنې په برخه کې دوه مهم کتابونه هم ولیکل چې دده کتابونه په ۱۹۵۰ زیږدیزکال په هندوستان کې چاپ شول .هغه په سورینام کې ځمکه واخیستله او دسبزیو او ترکاریو بیزنس یې کاوه .دهغه دپوهې او لیاقت له کبله و چې دهالینډ ټولواکمنې (ملکې ) هغه ته دادبیاتواو دکرنې په برخه کې دتحقیقي کتابونو دلیکلو په برخه کې ستاینلیکونه ورکړل او هغه یې ونازاوه .
همدارازپه ګیانا او سورینام کې دځینو نورو مشهورو پښتنو جهانګیر خان ، دلدار خا ن ،چوټه خان ، الله دین اونورو دنو مونو نه هم یادونه کولای شو .
لنډه داچې اوس هم دګیانا او سورینام په هیوادونو کې ډیر شمیر پښتانه اوسیږي او دوی خپل دودونه او مذهبي ورځې لمانځي او تر دیر حده پورې یې خپل پښتني کلچر ساتلی دی. .

-
 بېرته شاته