(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اصل مرجان

[03.Nov.2017 - 11:14]

اصل مرجان

لیک: ډاکټر محب وزير

 په وړمبى ځل چې مې د روښان يوسفزى سره د کراچۍ په هوائى ډګر دا سپک دسته ښکلے کم عمره مينه ناک زلمے وليدۀ چې څټوکے ئې په تندى د کراچۍ د تندو هواګانو سره لوبې کولې، تورې رڼې سترګې ئې د مينې او خلۀ ئې د نرۍ مُسکا نه ډکه وه. دا "محب وزير" دے روښان راسره د دې زلمى پېژندګلو وکړه جوړ تازه مو وکړل زۀ ورته يو فُټ راښکته شوم او هغه راته د پنجو په سر ډېر په مشکله څلور پينځۀ اېنچه بره شو، بېګ ئې رانه واخستۀ په خپله غاړه کښې يې زوړند کړو او شاته راپسې راروان شۀ.

 

 ځان سره مې سوچ کولو چې دا هم هاغه محب وزير دے چې په جرس کښې ئې کله کله يو کلام نيم چاپ کيږى خو په هغې کښې خو ډېره پختګى وى حالانکې دې خو دومره پوخ نۀ دے. خېر خو په يوڅو ورځو کښې د هغۀ پخڼۍ پخڼۍ خبرو د هغۀ د پوخوالى په راز پوه کړم، د هغۀ د خلې انښتې انښتې يوسفزۍ خبرو به د هغۀ په شخصيت کښې نور هم خوند پېدا کولو خو خېر دا انکشاف راباندې هم ډېر زر وشۀ چې دا زلمے خو د وزيرو (وزيرستان) وسېدونکے دے ځکه نوم سره وزير ليکى ګنى هغه خو "اصل مرجان" دے او کۀ هغه خپلې اصلى اصل مرجانۍ خبرې شوروکړې نو "درياب" به هم څۀ وخت د پاره ودريږى.

 

 دې زلمى سره خپله هم دا غم پېدا شوے دے چې زما خپله وزيرۍ لهجه ولې په يوسفزۍ کښې بدله شوې ده او هغه دا هم وائى چې مانه د خپل وطن خلق هم په دې زيات خفه دى خو څۀ وکړم زما ټول ژوند ژواک اوس د دې خلقو سره دے.

 

 هغه يو تعليم يافته لوستے باشعوره زلمے دے يو طرفته کۀ په کراچۍ کښې د اسپتال نوکرى کوى نو بل پله د خپلې ژبې د ادب روزنه او پالنه هم کوى، يو طرفته کۀ هغه د تنهايۍ ورځې شپې سبا کوى نو بل پله د خپل ژوند د کليوالې ملګرې له د مستقبل د رڼا غم هم کوى، د نوى ژوند څلور سپرلى پرې شنډ تېروتل لا دوه په دوه دى او د درېو په ارمان سترګې په لار دى.

 

 هغه د ډېرو خوبيو او خاميو مالک دے، هغه چې کله هم په وړه خلۀ کښې د نسوارو غټه چونډۍ کېږدى نو ډېره غصه مې ورته پېدا شى او هم دغه وجه ده چې زما په مخالفت ئې د نسوارو ډکه ګوتۍ د بس د کړکۍ نه بهر وغورځوله خو لږ ساعت پس ئې د هغې په بدل کښې د سګرټو وږدۀ وږدۀ کشونه راښکل لکه چې د يو عمل ردِ عمل ئې هم د يو عادت تسلسل لرى. زما ورسره يوڅو ورځې وې خو سړے د نسوارو له کبله ډېر بې چينه وۀ دا خو هغۀ زما خيال ساتلو ګنى نسوار او ږيره پرېښودل لوے زړۀ غواړى.

 

 هغه د خپلې پښتونخوا نه لرې د کراچۍ په شګلوړه زمکه د خپلې ژبې د ګلستان داسې يو تنکے او خواري کښ ماليار دے چې پته ئې د جرس ادبى جرګې د معاون سکترى په حېث د ليکلى رودادونو نه په اسانه لګى، يوې يوې جملې سره زړۀ خورى او چې تيندک وخورى نو خپل استاذِ محترم روښان يوسفزى ته وګورى هغه ورته کله د کټې ګوتې په اشاره ټيک او کله د ژبې په چک غلط ووائى او کله کله خو ورته وچت او راخلاص شى ولې دا بنده د مستقبل په لور روان د هغۀ هر ټپس د ځان د پاره د لارې مشال ګڼى.

-
بېرته شاته