(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

متلونه

[10.Nov.2017 - 23:44]

متلونه

لیک: انجنیر عبدالقادر مسعود

متلونه زموږ د ولسونو ارزښتناک،ویاړلي ادبي او فرهنګي میراث :  

متلونه او نقلونه  د پښتو ژبې په شفاهي اولسي ادب یا فولکلور کې هغه  غوره او په زړه پورې برخه ده، چې په لنډو خوندورو جملو، پاکو اوسپیڅلو ویناوو، افکارو او خوږوالفاظو او حکمتونو کې د پښتني، ټولنیز  او انساني ژوند بیلابیل  اړخونو په  ډیر عالي او جامعی ډول  د عوامو خلکو په  ژبه  تشریح  او توضیح کوي، تر څو اوریدونکي  اولوستونکي وکولای شي ترینه پوهه او خپل هدف او مقصدتر لاسه کړي

متلونه دهرې   ژبې یوه لویه  او خوندوره  ادبي برخه ده، او د پښتو د ژبې یوه  بډایه  زیرمه او شتمني ده . متلونه د اولسي ادب  په بڼ کې د عوامو وګړو ږغ  دی ، چې په اولسي خبرواترو کې د پاخه او قوي استدلال، منطق او کلام  ښکلا په کې نغښتې ده ، او هر متل ځانته یو ټاکلې  پیغام لري، او ستونزمنو او کړکیچنوحالاتو ته داسی لاره غوره کوي، چې د خلکو لپاره د قناعت او منلو وړ  وي او څوک د شک او تردید په ګمان ورته  و نه ګوري . همدا وجه ده چې متلونه  د اولسي او ټولنیزو د تجربو له عمله جوړ شوې دي او په عمل کې تطبیق شوې دي چې شمیر یې خورا زیات دی

ارواښاد عبدالروف بینوا چې زموږ په ټولنه کې یو نامتولیکوال ، وتلې شاعر اوپیژندل شوې ادبي او فرهنګي شخصیت دی، د پښتو متلونو په اړه په خپله یوه لیکنه کې داسی وایي

 (متلونه د اولسي ادب په بڼ کې یوه په زړه پورې برخه تشکیلوي چې د یوه نسل نه بل نسل ته، دیوه اولس نه بل اولس ته ور باندې افکار ، کلتور او دودونه  د هماغه اولس د عامه ذهنیت په منلي شوي چوکاټ کې لیږدول کیږي . ) 

د خدای بخښلي بینوا صاحب د خبرو پر لاسوند، په رښتیا سره متلونه زموږ  د ټولنې او اولسونو هغه  ارزښتناکې با مفهومه ساده ویناوې دي چې د لنډیو په  شان  د مضمون ، شکل او موضوع  له پلوه ډیر غني او ځانګړې پیغام ، مقصد او مطلب لري  او د خلکو په منځ کې  په  خپل  وخت  او زمان کې د یوې خولې نه بلې خولې ته د ادبیاتو د تاریخ  په  پاڼو کې تر ننه  پورې  رسیدلې دي ،  تاریخ او ویونکي یې معلوم نه دي . په متلونو کې د یو قوم او ولس فرهنګ او کلتور، دودونه، علم او پوهه، تجربه  او د لوړوفکري  اړتیاوو اندازه معلومیږي، همدا وجه ده چې متلونه هغه په زړه پورې او پخې ویناوې دي، چې اولسونو له  ډیرو اوږدو تجربو وروسته تر لاسه کړې دي

د متلونو ویونکي په ټولنه کې د ټولنیز او انساني عملي ژوند اوتفکر هر اړخیز تصویرونه دخپلې پوهې او حکمت په وسیله په لنډو ګټورو او خوندورو جملو او الفاظو کې د خپلو تیروتجربو او ازمیښتونو د  لاسته  راوړنو په  نتیجه کې زموږ  او نورو خلکو مخکې ایښې دي

ما یو شمیر متلونه انتخاب  او  د انځوریز په بڼه ترتیب کړې دي ، تاسو د ادب مینه والو ته یې ډالۍ کوم . هیله من یم په لوستلو او لیدلو او اوریدلو  یې ستاسو ادبي تنده پرې خړوبه شي

انتخابي متلونه   :

ـ  پوهه تر سرو  زرو  زیات  ارزښت لري .

ـ  کوم کار چې تُوره  نه شي کولای  قلم  یې  کولای  شي .

ـ  قلم د افکارو ترجمان  دی .

ـ  د ژبې اعتبار د قوم اعتبار دی .

ـ  ادب  له  بې  ادبه  زده کيږي .

ـ  بې عمله علم ،د بې مېوې ونې   پۀ څېر وي .

ـ  تر بې عقل دوست  هوښيار دښمن  ښه  دى .

ـ  بې عقل دونه  په بل نه کوي  لکه په ځان .

ـ  خپله خوله  هم کلا ده  هم  بلا.

ـ  د توُرې  زخم جوړیږي ، خو د ژبې زخم نه جوړیږي .

 ـ  توُره سره  ښه  ده ، خو نه  د  ورور په  وینو .

  ـ  ښه عمل به دې  سلطان کړي ، بد عمل به دې  په ځان پورې حيران کړي .

ـ  مه دومره خوږ شه  چې څوک دې وخوري ، مه دومره تريخ شه چې څوک دې و غورځوي .

ـ  اصيل خطا نه لري ، کم اصل  وفا نه  لري

ـ  انسان تابع  د احسان دی

ـ  انسان تر کاڼي سخت  تر ګل نازک دی .

ـ  سره  زر  په  اور کې پخیږي  او سړی په سختیو کې .

ـ چي ښۀ کوې ، ښه به مومې

ـ  بد مه کوه بد به  نه  وينئ .

ـ  سيالي د نېکو ښه  ده  نه  د بدو.

ـ  رښتیا ویل  ترخه دي،  خو میوه یې خوږه  ده .

ـ  رښتیا خبره  تیږه  ماتوي  او  ورانه خبره سر ماتوي .

ـ  د درواغو مزل  لنډ وي

ـ  وروري  به کوُ، خو حساب  تر مينځه .

ـ  مه کوه  په  چا  وبه  شي په  تا.

ـ  بل ته کوهي مه کينه ، چې خپله پکښې لوېږې .

ـ  اور له خپلې لمنې بليږي .

ـ  نن  پر ما ، سبا پر تا ده .

ـ  دکبرکاسه نسکوره ده .

ـ  کبرجن د خدای دښمن دی  . 

ـ  بې قامه  مقام  نشته

ـ  بې زحمته  راحت  نشته .

ـ  که غر جګ  دی په  سر یې لاره  ده .

ـ چي خان يې ، په يارانو  ېئ  چې ياران نه وي توري خاورې د بيا بان ېئ

ـ که تا ويل چې زه يم  ما ويل چې زه يم ، نه به ته يې نه به زه يم که تا ويل چې ته يې او ما ويل چې ته يې، هم به ته يې هم به زه يم

ـ  خپل عمل، د لارې مل .

ـ  له پېښې ، تيېښته  نشته .

ـ  د صبر مېوه خوږه  وي

ـ  مال خپل ساته ، همسايه غل مه نيسه

ـ  مخ ته ځه ، شاته گوره

ـ  د پخلا دښمنه   ځان  ساته

ـ  چاړه چې د سرو زرو شي ، په نس کې نه وهل کېږي .

ـ  چې تنگ شي ، نو په جنگ شي .

ـ  مار ته په لستوڼي کې ځاى مه ورکوه .

ـ  مار خوړلى  د پړي  بيرېږي .

ـ  سپى چې لېونى شي خپل خاوند هم خوري

ـ  ځنگل چې اور واخلي  وچ  او لانده  دواړه  سوځي .

ـ  اوبه  په  ډانګ نه بېليږي .

ـ  ژرنده که د پلار ده  هم  په  وار ده .

ـ  له ښاره  ووځه  خو له  نرخه  مه  وځه .

ـ  مېړونه  مري او نومونه  يې پاتې کېږي .

ـ  مال تر سر جار ، سر تر ناموس .

په ډیر درنښت  او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود

-
بېرته شاته