(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټالسټایۍ

[03.Jan.2018 - 13:20]

"پاڅون" (ستمبر / اکتوبر 2017ءلولم  او  دا خط  ليکم.

ټالسټائۍ  به ارومرو يخنۍ نه  مړکېدۀ  چې  مال  يې  تالا  والا  کړو. معلومېږى چې د پټوارى او کچرۍ  په  چل  نۀ  پوهيدۀ  نو ځان  يې  بې  غمه  کړۀ  نن  خو  هوښيار "حلال  خور" کۀ د پير دسنګر فرزند ارجمند وى  نو  هم  پردۍ  برخه  د سخات  ګوړه  ګنى. د چين  ماچين  "چوچى پاچا" د سپو د غوښو  شوقى  وۀپرون  مې  د يو  مزدور نه  تپوس  وکړو.   په  تا زوره  وره  ده؟   وې  "او جى" "چې  رانه  خفه  شى  بيا  زۀ  هم  خفه  شم. "  ما وې  خفه  کېږې  ولې  ؟وې  مړه هسې  بيسه  درېم  پکښې  را اودانګل  "پېسې  ورکوه  نو خوشاله  به  وى. "

 

ټالسټائۍ  بوډا  ليکونکى  سره  څۀ  وو نو ګوريده  به  ورته  نا  او  د هغه  بې  د تېښتې  نه  بله کومه  لار  وه__ ماشومان   لکه  د شادوګى  پېښې  کوى  کۀ  مشرانو يې  کتاب  پېژندې  نو دوى  به  هم  کتاب  ليدۀ__  زما  لاس  رپى  املا  مې  هم  سمه  نۀ  ده  نو کمپوزر ته  ګناه  نشته که  په  مخد "الشمال  النبويهدا  آخرى   ټکے  "التوبه" کړى  او  د 502  او 5.2  تميز  اونۀ کړى.__  حضرت زبېر زبېر  ته علم دے کۀ  ټولنه د استاذانو د قدر مقام  ته  اورسى  نو دا به د اولس  معراج  وىپاتې  شو  حاکمان  نو دوى  خو د پېسو  په  زور  بره  ځى  طمع  ترېنه   مۀ کوئ. (ما  لهُ  زَبر  هُوَ  زبېره) او د امتحان  نګرانۍ  کښې  کمال  وى  نتيجه  ښه  شى. حضرت زبېر زبېر ډېر محنتى  او د ښو اخلاقو ځوان  دے  د پاک نبى صلى الله عليه واله وسلم  د يو اُمتى  په  حېث  بنيادم  ته  د نفغ  د رسولو وېنا  کوى  دغه  مضمون  دې  لوستونکى  د هغۀ  په جذبه  اولولي.__  ډاکټر روتهه فاؤ د رنځورانو  مور  وه  د انسانى  دنيا  د زړۀ  سواندو بنى آدمو  په  نظر کښې  د جنت  حوره  وه.__ اندېش  شمس القمر  او رحمت شاه سائل  زمونږ غوندې  بلا  اواره  ګرد  په  ځان  مئين  کړى  دى.__  جوګندر ناتهه  منډل  استعفى  ولې ورکړې  وه؟  دا قابل  قانون دان  د پاکستان  نه  ولې  لاړ..___ د بابا  احمد شاه  ابدالى  په  شان مشر  ته  نن  ډېر  ضرورت  دے  چې  د پيرنګى  کرخې  ورانې  کړى.___  د ډاک  نظام  دے د نظره  نه  شى  د عام  و خاص  خدمت  کوى.__  لېونتوب  ( راشه  لېونے  شه  چې  دې  نور  عالم غم خور  شىخوشحال خان بابا رائې  ده  فارسى خوان  هم  داسې  وائى.__  شېر على باچا د بدلون  د مبارزې  دپاره  نن  هم  ستاسو تعاون  غواړى  د باچا روح  دغه   دے   په   بام  ولاړ دے  قام  ته  نعرې  وهى.

 

کلثوم  بى بى  د قام  په  سر د علم  و هنر  د "ريښمين " بېرغ   سايه  غواړى  چې  په  سوى  لوى  اننګو  يې  غوښه  راشى.__  ساجده بى بى  چې  دعا  کوى  نو مونږ  توان  مومو. لور خور  نعمت  دے  او  دعا يې  ثروت.__ يوسفزي  د حضرت يوسف عليه السلام  د نوم  په نسبت  ښائست  لرى  د اجمل  يوسفزى  خبره  ښائسته  ده  خو  د چا په  سر کښې  دې  ډز  نۀ  کيږى  مورنۍ  ژبه  د زړۀ  په  تختۍ د نور په  قلم  ليکلى  وى ،اسانى  پېدا  کوى   د وړو بچو تعليم  سهل  شىپه  ماشومانو  شفقت  پيغمبرى  خصلت  دے   زياتې  پرې  مۀ  کوئ.

 

شيرين  زاده  د خود  غرضَ  مشر په...... رګى  ګوته  اېښې  ده...___ طبقاتي  نظام  به  غندو خان  خو د پښتنو  مشر وى  زبر  زير په  طريقه  استعمالول  عبارت  خشته  کړى  کنى  نو  مطلب  زير و زبر شىد پښتو  يو  دوه  حرفى  لفظ  به  د نفر يا د يو  کلى  نوم  وى  او  يا  به د اکوړ  وال په  ژبه   زيړې   شى  دغه  شان  غل  په  زبر  هم  راځى  او  په  زير هم  خو  په  ضم چې  راشى  نو  بيا به   دې  د تشناب  تکل  په  غاړه  وى.__  مغل  اورنګ  پرېږده  دلته  په  دې  اويا کاله  کښې  څومره  قتلونه  اوشو.__  چا اوکړل  او  ولې  د ختيز  او لويديز  قيصۍ  په  وينو چا رنګ  بنګ  کړه.؟.__ په  تنقيد تنقيد  مزيد  محاسن او عېبونه  ښکاره  کړى  حساس  دا احساس  پېدا  کوى.__ اتۀ  سوه  روپۍ  به  هميشه  کمې  وى  او  ماهر سوال  ګري  به  د رنځور  انو د نفسياتو نه  فائده  اخلى.__ مير ګاټے خان  دے  د خان  غندنه  به  نۀ  کوؤ  مشر  دے  "نظام به  ستائيو"، په  ميرګاټى د چا څۀ  په  ګرګاډى  يې  خفګان  دے  کنى  نو  "فن  پارهخو  د "ميرګاټىغېبت  ممکن  کړه.__  مامون الرشيد باچا اول  نمبر ايماندار  دے، په  لاس  ( او ډنډه ) د منکر دفاع  د چارواک  او حکومت  کار  دے ،په  ژبه  هم  هر کس  د ناکاره  کار مخ نيوې  نه  شى  کولې. په  ډګډګى  دوه  تنه  ترهګر  ښکارى  د پوليس  الزام  ته  چې  باچا  غاړه کېښوده  نو احسان  به  يې  منے  بل  هغه  کۀ   "ګل  څانګهيادوى  کۀ  "په  جاړو   کښې  ګلونه" ګورى  ورسره  ګرځه  مامون  به  يې  بنده  د رشيد  او  باچا دے،  سيد افضل شاه   يې  ښۀ پيژنى.__  کاغذ ختم  شو بيا د ټالسټائۍ   ذکر کوؤ  په  مخ 60 دا يو لفظ  نقطه  چينى  نا  نکته چينى  دے

                                                                           والسلام           

 اسرار  د طورو

-
بېرته شاته