(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ادې

[03.Jan.2018 - 17:18]

ادې

لیک: دلاور فیضان

ادی و ادی ګلرنګ کاکا او غوټی تینداره راغلل، د اناري ترور هغه یتیم ځوی هم ورسره ده!

ستړي مه سی، ناوخته را روان سوي وي، که څنګه پدي تیاری کی راغلی؟ 

غوټی: ناوخته ډاکتر ته ولاړو، د اناري فقیري ځوی څو میاشتي سوي بیخي نه ښه کیږي، بیا ډاکتر وویل چه پیښور ته یی بوځی دلته یی علاج نه کیږي.

وي، دا چه وړوکی وو، څومره سور او سپین چاغ وو،څومره سپیره ککړ سوي.

بس نو د یتیمی څپیړه دي خدای د چا په مخ نه لږوي، په پلار څومره ګران وو، اوس بیخي ورځ له بلي خواریږي.

هله لوري چای او مړی ورته تیاره کړه،

پلاره نن خو مونږ یو شی ندي پخ کړي، غرمنی سړه ټیکله او لږ ترکاری باندي مو وخت تیر کړ. هګی هم نسته، چرګه میرات مړي کوړکه سوی ده.

مممم، یو شی ورته وکړی، خلک به وږي وي،

ادي، میلمانو ته چی تیار کړو؟

ته ورسه بی نظیري ترور کره که چی پاتي وي.

بی نظیري تروري چی ندي پاتي مونږ کره میلمانه راغلي؟

وي ړنده سم درته، کلیمه جاني، وکلیمه جاني، ته وګوره لږ ټیکله یا ترکاري چی ندي پاتي؟

موري، یو څو ساړه کپوړري ټیکله په شکور کی سته او د ترکاري دیګو کی می اوبه اچولي ولا که یو شی هم وي.

ته ودري د ټیکلي خو به درته یو څه غم وکړم، ورور می لږ جواري راوړي هغه ورته زر زر لامده کړه په تبی واچوه یو دوه دري څوکی ورته پخي کړه ترينه.

بوره مه سي.

ادي جواري راکړل دا به ورته تاوده پاخه کړم، ترکاري خو نسته، مجبور له پیازو، یا چي سره یی وخوري.

خاټولي، راځه راځه زمونږ د مړی غم مکوه، تاسو چیرته ولاړی؟ 

ګلرنګه نیستي دي میراته سي، څومره ستړي ستومانه د لري جایه راغلی یی درته ړنده دي سم، دا خپلي غوښي به می درباندي خوړلي وي، خو اوس هیڅ شی نسته، جواري درته پخوم خیر ده نن شپه یی له چي سره وخوری،صبا ته درته داسي پسته مسته ټیکله پخه کړم چه ګوتی ورسره وخوري.

ښه نور کلی کور کي څه حال وو؟

د کلي کور پخوانی مزه نسته، ګلرنګ هم ټوله ورځ د پزي څوکي ته ګوري، د غاښ خلک یی مړه سول اوس یی هر وخت چورت خراب وي.

ګلرنګ اکا څه وایی غوټی؟

ریښتیا وایی، یو خو اناري ځان لیونی کړی، هره ورځ ږلی ږلی اوښکي په مخ رواني وي. میړه یی مړ سه، هغه بل بدبخته ځوی یی موټر وواهه، لور یی له ما بد تره زاړه ته ورکړی، په سرو سترګو زاړي، دا یو ځوی ته یی سر سپین کړ، دا هم.... څه سو هغه وړکی چه وایی نه وري، لکه چه د ویني سرطان لري، مور بدبخته یی نده خبره.

 

وي سرطان لري؟

هو، اوس مو ډاکتر ته راوستی، ډاکتر وویل که پیسي په ولږوی جوړیږي ډیر خطرناک نده.

صبا یی ډاکتر ته بوځو چه څومره مصرف پري راځي؟ چه راتلو اناري شپاړس نیم سوه کلداري راکړي، دوه نیم سوه غوټی سره وي هغه یی راوخستی، اوه سوه ماسره دي. که پدي باندي علاج کیږي خو وبه یی کړو که نه نو خدای ته به صبر وکړو. په مونږ یی هم حق ده همدا یو لمسی مو ده.

پدي خو یوه معاینه هم نکیږي غوټی خوري.....

زما د ځوی ګړوکی ده، هغه به درته مات کړو، مونږ سره خو ولا که بیخي یوه روپی کور کي وي.

ادي، اناره خو ډیره زړه خوږی ښځه ده، هغه څو روپی دي چه زما چارګل ته ټولي کړي دي که خدای یی دا ځوی ورته بچ کړی زه چارګل نه اخلم دا هم ورکړه.......

دلاور فیضان

-
بېرته شاته