(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

علم ظاهر

[08.Jan.2018 - 14:38]

علم ظاهر

لېک: خېام یوسفزی

محترم سید چراغ حسین شاه صېب  پۀ خپله مقاله (درې میاشتنې مجله، پښتو اکیډمي کوټه ، ګڼه اتمه،  ۲۰۱۵کښې لیکي چې ما باندې یو ځل محترم استاد تقویم الحق صاحب پۀ يؤ خط کښې سوال اوکړو چې علمِ ظاهر اؤ علمِ باطن کښې څۀ فرق دے؟ نو پۀ جواب کښې شاه صېب رقمطراز دے چې "د ظاهري علم خاوندان اؤ عالمان د شرعي حکمونو ګذار پۀ فرعون اؤ منصور داوړو کوي،  اؤ پۀ "انا الحق" اؤ " انا ربکم الاعلیٰ" پۀ دعوو کښې هیڅ فرق نۀ کوي"

 

دې سره اتفاق کول ځکه ګران دي چې اهلِ تصوف دغې علومو ته علمِ شریعت اؤ علمِ حقیقت هم وائي. ابنِ عجیبه فاطمي پۀ خپل کتاب "الهمم في شرح الحکمجلد ۱ کښې لیکي چې د علمِ حقیقت مؤسس بذات خود نبي کریم صلی الله علیه وسلم وۀ،  خو د علم شریعت نه ټول خلق بهرمند شو اؤ د علمِ حقیقت نه فقط حضرت علي کرم الله وجهه مستفید شو اؤ دغسې دغه علم بیا نورو صوفیانو ته بتدریج منتقل شو

 

اوس کۀ چرې مونږ دا خبره د لږ ساعت د پاره اومنو هم نو د قران اؤ احادیثو پۀ رڼا کښې دا پۀ نبي کریم (ص) اتهام لګول دي چې علمِ حقیقت ئې د عوامو نه پټ ساتلے حالانکې پۀ ابو داؤد،  ترمذي اؤ ابنِ حبان کښې د ابو هرېرة نه روایت دے چې " من کتمَ عِلماً یَعلَمه ايّاه ألجم یوم القیامة بلجام مِن نَار"  ( یعنې چې څوک علم پټوي نو د قیامت پۀ ورځ به ئې خلو ته د اور لګامونه وي). 

 

دغسې اهلِ تصوف دا هم وائي چې نور صحابه د حق اؤ معرفت نه نا اشنا وۀ حالانکې د بخاري شریف یؤ حدیث دے چې د الله رسول فرمائيلي " ما پۀ خوب کښې د شودو د پیالۍ نه د سېرابۍ اغېزه تر خپلو نوکانو محسوس کړه نو بیا مې دغه پیالۀ حضرت عمر له ورکړه" صحابه کرامو ترې تپوس اوکړو چې یا رسول الله پۀ دې خوب کښې د شودو پیاله څۀ تعبیر ورکوي نو د الله رسول ورته اوفرمائيل چې "علم" .  (حدیث ۸۷۷)

 

دغسې ګران طائر ځلاند صېب پۀ خپل يؤ لیکنه کښې (تصوف اؤ پښتو غزل، دویمه برخه) کښې وائي چې "د وحدة الوجود نظریه د ځینې عالمانو د تشریحاتو له امله ډېره کړکېچنه شوې،  خو پۀ حقیقت کښې د وحدة الوجود نظریه د توحید غوره نمونه ده"  (چې اتفاق ورسره ګران دے).

 

ابنِ فارض د وحدة الوجود پېشوا پۀ خپل کتاب "تائیه" کښې وائي:

 

ولولاي لم يُوجد وجودٌ ولم یکن

شهودٌ ولم تُعهد عهدٌ بذمة 

فلا حيّ الا من حیاتي حیاته

وطوع مرادي کل نفس مریدة

(ژباړهکۀ چرې زۀ نۀ وے نو يؤ وجود به نۀ وۀ،  اؤ نۀ به څۀ ښکاره وو ،  اؤ نۀ به وعدې اؤ ارادې وے. هر ذي روح زما لۀ فیضه ژوندے دے اؤ د کائینات هر څیز زما د حکم پابند دے)

 

ابنِ عربي د وحدة الوجود قائل پۀ خپل کتاب "فصوص الحکم، وړومبي جلد" کښې وائي "مکمل عارف هغه دے چې پۀ هر معبود کښې اله اوویني".

 

عبد الکریم جيلي د وحدة الوجود بل پېشوا داسې وائي 

لي الملک في الدارین،  لم ار فیهما

سوای فأرجو فضله او فأخشاه

(پۀ دواړه جهان کښې زما بادشاهي ده، ماته پۀ دواړه جهان کښې له ځانه سېوا بل څوک پۀ نظر نۀ راځي نو ځکه زۀ له ځانه وېرېږم اؤ له ځانه د فضل و کرم طلبګار یم)

 

د وحدة الوجود سرخېل اؤ مؤسس امام غزالي وائي چې د هر څیز باطني حقیقت د الله ذات دے نو چې تۀ څۀ ته اشاره کوے نو دا به بعینه الله ته اشاره وي کۀ خواه هغه بُت هم ولې نۀ وي ځکه چې د بُت باطني حقیقت به د غزالي د رب وي اؤ د دې ماخيت به د الله ماهیت وي

 

دغسې د اهلِ تصوف د رسول الله متعلق دا عقیده ده چې "محمد نۀ بشر دے،  اؤ نۀ رسول بلکې د خپل اعليٰ مراتب پۀ لحاظ ذات د الله دے" (جامع الاصول في الآولیا، مصنفضياء الدين أحمد بن مصطفى الكمشخانوي)

 

د خپل کتاب "د تصوف انتقادي جاج" نه اقتباس

خیام یوسفزے

-
بېرته شاته