(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتونستان تحرېک

[16.Jan.2018 - 16:46]

د نړیوال سازمان نه راغلی هیات د پام وړ!

مطبوعاتی اعلامیه.

لکه څرنګه چی تاسو ته معلومه ده ، په سیمه کی پښتو د زندان او ګورستان ژبه ده، تاسو د تشریفاتی لیدنو په ځای زندان ته لاړ شی، د پښتنو په سیمه کی قبرونه او ړنګ کورونه وګوری، له کوندو، رندو او میندو او خویندو سره وګوری، د یتیمانو حال وپوښتی، ړنګ مسجدونه، ویجاړ ښوونځی او خراب اقتصاد وګوری

تاسو د ارګ د میلمستیا په ځای دحکومتی تروریزم، د امریکا لخوا د پښتنو پرضد د تروریزم ترعنوان لاندی مصنوعی جګړی مخه ونیسی، تاسو د پښتنو بشری حقوقو د خوندیتوب په هکله، د پښتنو د عام وژنی او نسل ورکونی په هکله تراوسه څه اقدام کړی،
تاسو د ډیورند کرښه چی عظیم پښتون ملت یی په دوه برخه ویشلی تراوسه څه اقدام کړی؟
تاسو د ارګ نه به غیر د امریکا او ناتو، روسیی د ازمایښت شویو اسلحو نتایج د پښتنو پر بچو وګوری، تاسو د بمبونو او جنګی جرایمو قضیی وڅیړی، تاسو د پښتنو مشرانو په مرموز ډول وژنه او ترور وڅیړی، تاسو د پښتون قام د رواجونو د بدنامولو قضیی وڅیړی.
تاسو د نړیوالو او خاصتا د ملل متحد ارګانونو لخوا په سیمه د پروژو د تطبیق تعصبی او تبعیضی کړنی وڅیړی، حقایق په تشریفاتو او ارګ کی په میلمستیا لاسته نه راځی، تاسو کلیو، بانډو کی ړنګ کورونه، ویجاړ سړکونه، قتل عام ولسونه، بیسوادی کچه، د تعلیم نشتون، دناروغتیا کچه او طبی امکاناتو ته لاسرسی او د پښتون حالت وګوری.
د نړیوال سازمان د امنیت شوری له استازو، د نړیوال سازمان مشرتابه را استول شوی هیات نه په درنښت هیله کوو ترڅو د پښتنو اوسنی حالت او تاریخی ارزښتونو ته په کتو سره د نړیوالو استعماری ملکونو په خاصتا د روسیی، امریکی او انګریزی استعمار په وخت کی د پښتنو قتل عام ته وګوری او بیا وروسته قضاوت وکړی،

پښتنو!

نن ارګ د نړیوال سازمان د هیات کوربه ده، تاسو احتجاج وکړو، تاسو کی پښتو چیرته ایمان چیرته دی؟

که نور څه نشی کولای لیکنه خپره او شریکه کړی ترڅو مسؤلینو ته زمونږ پیغام ورسی اویاهم خپل غږ په خپله ژبه پورته کړی.

په درنښت

پښتونستان تحریک

غلام مصطفی بیدار

-
بېرته شاته