(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کابل: باچاخان تلین

[26.Jan.2018 - 13:04]

د افغانستان عدم تشدد مرکز نن کابل کې د باچا خان 30 تلين په شاندارو مراسمو ولمانځو

غونډه کې د افغانستان عدم تشدد مرکز او OSCAR موسسې مشر احمدالله ارچيوال د باچاخان ژوند په اړه درې نا سمو انګېرنې  (Misconceptions) روښانه کړل. نوموړي ووئيل چې  خدايي خدمتګار تحريک په تعقل ولاړه کړنه وه او باچاخان په ستراتېژيکه توګه عدم تشدد غوره کړی وو.

ارچيوال صېب نظر چې ګويا باچا خان له ګاندي مبارزه کاپي کړې وه په کلکه رد کړه. نوموړي د باچا خان مبارزه په ټولنيز, سياسي, اقتصادي, کلتوري او تعليمي ساحو کې تر ډېره بريالۍ وګڼله.

غونډې ته د اولسمشر اشرف غني کلتوري چارو مشاور اسدالله غضنفر ووئيل چې باچا خان د ژوند 80 کلونه مبارزې ته وقف کړې وو او د پښتنو داخلي ستونزو حل له پاره يې نه ستړې کېدونکي مبارزه کړې وه.

د افغانستان سيمه ايزو مطالعاتو مرکز مشر رفيع الله نيازي هم د باچا خان په لاسته راوړنو رڼا واچوله.

 قومي مشر مولوي عقيل هم د باچا خان په شخصيت خپله قيمتي وينا ګډونوالو ته واوروله.

د افغانستان سمون ټولنې معاون عبدالله صافي په دې خپله وينا وکړه چې د باچاخان په شان هستۍ لمانځل ولې ضروري وي. ډاکټر محب الله مشواڼي د شعر په ژبه باچا خان ته خپلې د عقيدت پېرزونې وړاندې کړې

غونډې ته د فرا ولايت پخونی والي روح لامين او په ولسي جرګې کې د کندز خلکو استازي انجينر کمال هم خبرې وکړې. روح لامين د باچا خان پېغام پر ارزښت خبرې وکړې او زياته يې کړه چې د نوموړي پېغام لا هم اړين دی.

په غونډه کې د افغانستان بېلا بېلو برخو څخه په پراخه کچه ځوانانو, ښځو, سپين روبو او عالمانو ګډون کړی وو.

-
بېرته شاته