(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

معتمد،جنتي شینواری

[19.Feb.2018 - 08:02]

مولوی صیب معتمد محمد اکبر " جنتي " شینواری

لیک: حمزه شمیل

لږ مخکې اسمان کې طیاره وغوریدله، خپل یو انډیوال یې رایاد کړ، هغه انډیوال چې زما د پلار نه هم مشر و ، خو بس څه ریشتې

 وې څه یې  اخلاق و او څه زما طالع وې چې د لنډ وخت دپاره خو تل "یادکې انډیوال مې سو .

 

مولوی صیب معتمد محمد اکبر " جنتي " شینواری مې  انډیوال و، د کابل جنګونو کې مې یو ځای سختې شپې او ورځې ورسره تیرې کړیدي کومې چې مجاهدینو _ کارملي جمعیت شورای نظار، وحدت، جنبش د روس ،ایران په هدایت په کابلیانو راوستې وې ...

مولوی صیب د انسانیت  اخلاقو او سپیڅلتوب نمونه وه، چا چې د نیږدې نه پیژنده هغه پوهیږي چې دغه سړی څوک  و، څومره ساده، څومره عالم ،څومره انډیوال او څومره افغان  پښتون و.

شروع یې د دینی زده کړو نه کړې وه، د کلیوالو مدرسو نه، په لویو لویو علمي موسسو کې یې سر راووت، دیني عالم، لیکوال   او د عربی او روسی ژبو نه پښتو ته ژباړونکی  ،لسګونه او کیدای سي سلګونه علمي مقالې یې په خپل وخت کې لیکلي او د وخت نشراتي ارګانونو چاپ کړیدي

د مولوي صیب محمد یونس خالص " نبیخیل " سره یې تر د ثور د کودتاه پورې ځانګړې انډیوالي لرله، کله چې مجاهدین حاکم سو نو قیصه یې کوله چې خالص ته ورغلم،خالص  د ډیرو قیصو نه وروسته  راته کړل چې مولانا وایه کنه زامن دې چرته دي ،ویل یې ما ورته کړل چې دوه پاکستان کې دي او؛

نو ویل یې چې خالص په خندا کې راته وویل چې که دوه پاکستان کې وي نو دوه خو به حتمآ په روسیه کې وي.

معتمد صیب ویل چې ما ورته کړل چې تا کله د داده پورې پریښودلم، خو دي کنه  ، ویل یې خالص ته مې وویل چې که د بریښنا امر راته واخلي ... مولوی صیب خالص ورته د بریښنا امر اخستی و

مولوي صیب معتمد د کابل سیمټ خانه کې اوسیده، په عاجزانه کور کې یې یوه حجره لرله،  خالص صیب نبیخیل به کله کله د جمعې شپه هلته وه، پخپله مسافر و ....

 

اې ښکاري اشنا درته سلام کوم 

پام کوه ماشې ته ګوتې مه وروړه

 

دغه شعر مې ډیر خوښ سوی و، یوه ورځ د قلع زمان خان نه زړو مکروریانو ته د سرک نه تیریدلو، (سرکونو باندې هغه وخت د کابل سنړي مخلوق په کراچیو او اوږو هغه وخت د کور سامانونه  چا ها خوا وړل او چا دې خوا، ، خړ مخونه ویریدلي زوریدلی وژل سوی بې پته سوی او بې کوره کابلیانو به یو ساعت اوربند کې ځانونه ویستل د یو ځای نه بل ځای ته، د خپلو خپلوانانو حال احوال به یې په منډه اخسته .... او نور نو مسلح د جبلسراج قرارداتیان و چې لکه ځناور به ها خوا دې خوا کیدل.

ډیرو دغو ځناور به چا یخچال او چا تلویزیون او قالینې او چا ... د مظلومو کابلیانو د کورو نه وړل راوړل .... ) ،

ای ښکاری اشنا درته سلام کوم .....

توکلي یو چا غږ کړ؛

مولوي صیب محترمه، چیرته روان یاست .... مولوی صیب ورته کړل، چې؛

وړکیه ننګیاله،  ته دلته څه کوې، ته چرته ځې ..

هغه وخت اصف ننګیال د لیکوالانو اتحادیه کې شپې او ورځې تیرولې،ماشومان یې لغمان ته کړي و،  اصف ننګیال مې اول او اخر ځل هماغه ولیده، د وضعې نه یې معلومیده چې ننګیال صیب د اقتصادي مشکلاتو سره سره حالاتو هم نور لیونتوب ته رسولی و، نری نسبتآ په ونه دنګ اصف ننګیال نور په ملا راټول سوی و ....

د حالاتو نه یې زړه وخوړ  ....، د یو چا نوم یې ورته واخست چې هلته ورځي.

په مخه ښه کې مولوی صیب دومره ورته وویل چې، وړکیه په ځان په کوه ..

 

مولوی صیب د طالبانو په امارت کې چرته کومه موسسه کې دنده پیدا کړی وه، په کوم علت به و خو کندهار هوایي ډګر د ناستې اجازه نه وه ورکړې، طیاره د کویټې په طرف تللی وه، رانسکوره سوی وه او د مولوی صیب معتمد په شمول ټول په شهادت رسیدلی و.

مولوی صیب د علومو اکاډمۍ کې  دنده لرله، کله چې خبره جهادۍ سوه نو د علومو اکاډمي د پنجچر مینانو په نظامي پوسته بدله سوه، د قلم ځای ټوپک ونیو او د علمي قدرونو ځای کوڅه ډبو او اشرارو ،همدا شان د لیکوالو اتحادیه ....

د مولوي صیب په نوم یې ملګرو ( زلمی هیواد مل ... ) یو شوخ  شعر هم ویلی و، ما د مولوی صیب نه ډیره پوښتنه وکړله چې دغه شعر خو به په رښتیا ستاسو نه وي، ویل یې نه وړکیه ، دا  خدای وهلو  زلمي  .... زما د نوم نه ویلی دی، د شعر څه   بیتونه یې؛

........

متن ویل نغمې ته زه دې کړم ستي وتي

متن چکرورتي 

...........

 

نغمې ویل متن ته خله دې کیږده زما په تي _

متن چکرورتي 

 

نغمه ګل  خندانه، د  هند په  لور روانه 

د ځان سره به وایي ښکلی شعر د جنتي_

 

متن چکرورتي 

( بخښنه غواړم شعر شوخ دی، خو دا  ژوندیو قومونو کې وي  ، خوشحال خان مطالعه کړې ..._ د رحمان بابا هغه چې وایي؛

ښکلی مخ ته په کتو کې ګناه نسته ...په دغه نیت اوسئ نور خدای مهربان دی ) .

 

هغه وخت نغمې په دې بهانه د افغانستان نه د منګل سره پښې سپکې کړلې چې ګواکې د متن سره کوم فلم جوړوي، لاړله هند ته، د هند نه دوبۍ ته او د دوبۍ نه راسآ پاکستان ته، د هغه ځایه یې د اوه ګونو جهادي مشرانو د یو مشر د زوي، د نبی محمدی د زوی د تخرګ نه سر راووت، هم یې افغانستان پریشود او هم منګل، ځان یې د جهاد د برکتونو سلسله وګڼله او غنیمت سوه ....

 

.........

نور رانه هیر دی خو باوري چې اینجینر صیب محترم " ستانه میر زهیر ،" هیواد مل صیب محترم او نورو انډیوالانو او همکارانو ته به یې یاد وي.

زه چې د اوس وخت ځوانانو او خلکو ته ګورم نو پدې مطمئن سم چې د غرب،شرق  او ګاونډ په پیسو او دسیسو کې رالوي سوو افغانانو کې خدای خبر که موږ بیا هغه خلک راپیدا کړو، هغه پاک خلک، هغه صادق او مینه ناک خلک هغه ریښتیني خلک ، ځکه چې هغه خلک نه د استعمار په ګټه دی، نه د اشرارو ....

 

ځکه چې هغه خلک د سوچه افغاني ټولنې زیږنده وه، ریښینې ټولنه د معتمد صیب په څیر ریښتینې خلک رامیدان ته کولای سي  . 

د ټولو نیکو، صالحو  په پښتو او افغانانو مئنو  افغانانو دې روح ښاد وي!

-
بېرته شاته