(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دملکي خدمتونو

[07.Mar.2018 - 21:06]

دملکي خدمتونو ۲۱۰ سوالونه او ځوابونه 

1 سوال : سیاست څه شی ده ؟

ځواب : سیاست له هغو ټولیزو دستورالعملونو څخه عبارت ده چي د سازمان اهدافو ته د رسيدو لپاره د چارو د ترسره کوونکو لخوا د فعاليت حدود او اندازه او الزم تصمیمونه مشخص او تعینوي .

2 سوال : داخلي او خارجي سیاست څه شی ده ؟

ځواب - داخلي سیاست : د قوانینو تطبیق ، اساسي قانون ، له خپلواکي دفاع ، ملي حاکميت ، ارضي تماميت ، او د ملي د ګ ټو ساتنه .

خارجي سیاست : بیطرفانه فعالیتونه ، عدم مداخله ، ښه ګاونډيتوب ، او د نړۍ ټولو هيوادونو ته متقابل احترام .

3 سوال: دولت تعریف کړئ او له څو قواوو تشکيل شوی ؟

ځواب - له حقوقي نظره دولت له هغه سیاسي سازمان څخه عبارت ده چي د جغرافیای ي موقعیت او نړیوالو ټاکلیو سرحدونو لرونکی وي او دیو عالیه قدرت تر ادارې لاندې وي .

دولت له دریو قواوو څخه تشکيل شوی .

۱- مققنه قوه . ۲- اجرایه قوه . ۳- قضایه قوه

4 سوال: د دولت اساسي دندي بیان کړئ ؟

ځواب : له خپلواکي دفاع ، ملي حاکميت ، ارضي تماميت ، د امنيت ټینګښت ، او د هيواد دفاعي وړتیا د دولت له اساسي دندو ګڼل کېږي

5 سوال: حکومت تعریف کړئ ؟

ځواب : حکومت دولت له اجرایوي قوې څخه عبارت ده چي په ټولنه کي د دولت پاليسي تطبیقوي .

6 سوال : حاکميت څه شی ده ؟ 

ځواب: پر داخلي او خارجي قلمرو باندي د دولت د کړنو له نفوذ څخه عبارت ده . او په دوه ډوله ده .

۱- ملي حاکميت : د خلک د ممثلینو لخوا تمثلېږي ، مثل د پارلمان لخوا

۲- دولتي حاکميت : د حاکم دولتي هيئت لخوا د هيواد د داخلي او خارجي سیاست تطبیق ده .

7 سوال : په افغانستان کي حقوقي منابع څه شی دي ؟

ځواب : ۱- دين ، ۲ قانون ، ۳- عرف او عادت ، ۴ – فرامين )فرمانونه( ، ۵ – تعاملي حقوق .

8 سوال : اداره څه شي ده او په څو ډوله ده فقط نومونه يې واخلئ ؟

ځواب : هغه ټولنيز نظام چي په هغه کي یو شمېر اشخاص یو لړ نسبتا مشخصو اهدافو ته د رسېدو په موخه ګډ کار کوي .

یا په بل عبارت : اداره له هغي قوې څخه عبارت ده چي د ټوليزي پالیسي او یو منظم تشکیل په نظر کي نيولو سره د وظایفو ښه ترسره کول يې مسير ټاکلی او مطلوبه اهدافو ته رسېدل ممکنه کوي . اداره په دوه ډوله ده

۱ – رسمي اداره ، ۲ – غير رسمي اداره

9 سوال : رسمي اداره تعریف کړئ ؟

ځواب : رسمي اداره د یو شمېر وګړو له اجتماع څخه عبارت ده چي ټاکلو اهدافو ته د رسېدو په موخه د اداري سلسله مراتبو تر رهبري لاندې یو د بل په همکاري رامنځته شوې وي او دندي او صلاحیتونه پکي مشخصي وي .

10 سوال : غير رسمي اداره تعریف کړئ ؟

ځواب : غير رسمي اداره د وګړو له هغي اجتماع څخه عبارت ده چي د اداري سلسله مراتبو په نظر کي نه نیولو سره د ټاکلو او مشخصو اهدافو لپاره کار کوي.

 

11 سوال : سلسله مراتب څه شی دي ، ګ ټي او نواقص يې ووایاست ؟

ځواب : په اداره کي د رهبري ، توازن او انسجام د رامنځته کولو څخه عبارت ده چي د وظایفو د ښه ترسره کېدو او او تاکلو اهدافو ته د رسېدو په موخه دآامرینو او مامورينو ترمنځ برقرار کيږي .

او یا هم سلسله مراتب له تشکيلتي تسلسل څخه عبارت ده چي له لوړو پوړو څخه ټیټو ته هدایت او اوامر او له ټيتو څخه لوړو ته اطاعت او ګزارش ده .

ګټه يې په اداره کي د نظم سبب او کارونه په ښه توګه پرمخ تلل دي . او نيمګړتیا يې د بې نظمي او په کارونو کي د ځنډ سبب ده .

12 سوال : د لندن توافقات څه شی دي ؟

ځواب : د لندن توافقات د هيواد د اقتصادي پراختیا او اداري اصلاحاتو د تطبیق په اړه دایر شوی وو ، د بن او توکيو توافقات ارزیابي او په ښه توګه پلي کړي .

13 سوال : سازمان یا Organization ؟

ځواب : د ځانګړو اهدافو او مقاصدو د تر السه کولو په موخه د وګړو له سنجول شوي او ځانګړي ترتیب څخه عبارت ده . چي د الاندي مشخصاتو لرونکی ده .

• ځانګړی هدف

• ځانګړی تشکيل

• افراد

14 سوال : سازماندهي څه شی ده ؟

ځواب - سازماندهي هغه جریان ده چي د اداري اهدافو د تر لاسه کولو لپاره د افرادو او کاري ګروپونو ترمنځ د کار ويش او دهغوی ترمنځ د هماهنګي د رامنځته کولو په موخه صورت نيسي .

سازماندهي په یوه موسسه کي د منظمو تشکيلتو له رامنځته کولوڅخه عبارت ده چي د سازمان اهدافو ته د رسېدو په موخه د کارکوونکو د دندو اومسؤليتونو حدود تعين او تثبیتوي .

15 سوال : کاري اصول څه شی دي ؟

ځواب – په ټوله کي کاري اصول له هغو ارزښتونو څخه عبارت دي چي په یوه اداره کي د کارمندانو لخوا په نظر کي نیول کېږي .

کاري اصول د اخلاقو او پرهيزګاري په اساس هم استوار دي .

16 سوال : منجمنټ (مديریت) څه شی ده ؟

ځواب – په کم وخت کي په کم لګښت سره هدف ته د رسېدو په موخه د انساني او مادي ځواکونو له همغږي کولو څخه عبارت ده .

17سوال : د ادارې او منجمنټ مهم عناصر ؟ 

ځواب - ۱- هدف ، ۲- منابع ، ۳- مؤثریت یا Effectivenees ، ۴- مثمریت یا Efficiency ، ۵ – جوانب ذیدخل )ښکیل اړخونه( یا Stakeholders

18 سوال : مدير څوک ده واضح يې کړئ ؟

ځواب – مدير په لغت کي د اداره کوونکي په معنی ده او په اصطلح کي مدير هغه څوک ده چي د خپل ټېم د کړو وړو مسؤلیت په غاړه لري .

19سوال: د منجمنټ مهارتونه څه شی دي ؟ 

ځواب - مسلکي والی • ښه اورېدونکی• ښه تشویق کوونکی • ښه چلند • مذاکره کوونکی • کنترولوونکی • د پرسونل ترمنځ د انګېزې رامنځته کول

20سوال : د منجمنټ خصوصیات څه شی دي ؟ 

ځواب - • سروې

• پلانګذاری

• تخصیص

• استخدام

• هماهنګي

• رهبري

• راپور ورکول

• راپور اخيستل

21 سوال : مفاهمه / اړيکي څه شی دي ؟

ځواب – له مختلفو وسایلو په ګ ټي اخيستو د طرفینو ترمنځ د معلوماتو ، نظریاتو ، پیغامونو ، افکارو ، هدایاتو او احساساتو له لېږدوني څخه عبارت ده .

یا د طرفینو ترمنځ د پیغامونو او مفکورو له پوهاوي او د احساساتو له تبادلې څخه عبارت ده .

22 سوال : بازدهي (فيډبک) څه شی ده ؟

ځواب – بازدهي د پیغام لېږونکي پر وړاندي د پیغام اخیستونکي له غبرګون څخه عبارت ده چي لېږونکی د پیغام د تر السه کولو د څرنګوالي په اړه خبروي .

23 سوال : د ښه امریت اوصاف څه شی دي ؟

ځواب: د تشخيص قدرت

• د تطبیق قدرت

• د اړيکو قدرت ولري

24 سوال : د تعیناتو وروسته د تر الس لاندې مامورینو کړني څرنګه ارزیابي کوئ ؟

ځواب - دآامریت د اوامرو رعایت ، ۲ – په دنده کي جديت ، ۳ صداقت او پشتکار ، ۴- د مساعد سجل اخيستل او د هغه کړني له قوانينو سره همغږې وي .

25 سوال : د یوې ادارې دندي څه شی دي ؟

ځواب - تصمیم نیول

د فعایتونو پلانول او بودیجې تثبیت

د محوله چارو د ترسره کولو لپاره د کارمندانو توظیف کول

د کاري پلان په پلي کولو کي نظارت

د پرسونل رهنمايې

د منابعو او وسایلو مناسب استعمال او کنټرل

د دندو د ښه ترسره کولو لپاره د پرسونل تشویق

د پرسونل شکایاتو ، وړانديزونو او غوښتنو ته غوږ نيول

د ستونزو تشخیص او د حل الري يې لټول

د نیول شويو تصاميمو او سپارل شویو دندو تعقیب

د ترسره شويو کړنو راپور چمتو کول او اړونده څانګو ته يې سپارل

د ترسره شويو کړنو ارزیابي

د کارمندانو ترمنځ د اعتماد او متقابل احترام پراختیا

د روابطو پر ځای له ضوابطو کار اخيستل

د کارمندانو د مهارتونو د پراختیا لپاره زمينه برابرول

26 سوال : کفایت په یوه اداره کي څه شی ده ؟

ځواب – د یو لړ فعالیتونو له ترسره کولو څخه عبارت ده چي د هغه په پایله کي له کمي سرماي ي څخه زیات محصول یا نتیجه السته راځي . یعني محصول نسبت تر سرمايې زیات وي .

27 سوال : مؤثریت په یوه اداره کي څه شی ده ؟

ځواب – مؤثریت د یو لړ فعاليتونو له ترسره کولو څخه عبارت ده چي اهدافو ته د رسېدو په موخه له موږ سره مرسته کوي ، یا په بل عبارت مؤثریت د صحیح او درستو فعاليتونو له ترسره کولو څخه عبارت ده .

28 سوال : د افغانستان اداري سیستم په څو ډوله ده ؟

ځواب – په دوه ډوله ده:

• مرکزي سیستم : چي د وزیرانو لخوا رهبري او کنټرولېږي .

• ولایتي سیستم : چي د والیانو لخوا رهبري او کنټرولېږي .

29 سوال : عامه اداره څه شی ده ؟

ځواب – عامه له دوو کلمو )عامه او اداره(څخه ترتیب شوې . اداره یو ټولنيز سازمان ده چي یو لړ اهدافو ته د رسېدو لپاره را ټولېږي . عامه د درې ګونو مقننه ، اجرایه او قضایه قواوو په شمول له ټولو وزارتونو او اداراتو څخه چي په هیواد کي په خدمت بوختي دي عبارت ده .

30 سوال : د افغانستان د عامه ادارې لرليد څه شی ده ؟ ځواب –

• د يوې شفافي ، مؤثري او د خلکو د خدمتګاري عامه ادارې درلودل

• د وزارتونو او سیمه ئيزو ادارو ترمنځ د کاري مشابهتونو د لېري کولو په موخه په مرکز، والیاتو او ولسوالیو کي د منظم اداري تشکیلتو درلودل

• د مصارفو کموالی

• له نایابه استعدادونو څخه اعظمي استفاده کول

13 سوال : د ادارې حقوق څه شی دي ؟

ځواب – د قواعدو او مقرراتو مجموعه ده چي د افرادو اړيکي له ادارې سره او د اداراتو اړيکي پخپل منځ کي تنظيموي .

32 سوال : مؤسسه څه شی ده ؟

ځواب – له یو پلان شوي مرستندوی تشکيل څخه عبارت ده چي اهدافو ته د رسيدو په موخه د افرادو رول ، دندي او اړيکي پکي واضح شوې وي .

33 سوال : د یوې سالمي ادارې مشخصات څه شی دي ؟ ځواب –

• په ادارو کي بايد له ټولو اداري اصولو ، قواعدو او مقرراتو الزمه پیروي وشي .

• د ادارې تشکیل باید د هغې د اړتیاوو پر بنا وي او د اداري له اصلي اهدافو او دندو سره همغږی او له تشکيلتي تورم څخه مخنيوی وشي .

• د کارکوونکو د انتصاب ، تغير ، تبديل او تادياتو کي بايد مهم اداري اصول لکه د تعادل ، تخصص ، مفديت او مثمریت ، انساني اړيکي او اداري سلسله مراتب مراعت کړل شي .

• اداره باید له تقلب کاري ، استفاده جوی ی ، رشوت اخيستو او بیروکراسي څخه پاکه وي . 

• کار اهل کار ته وسپارل شي .

• په اداره کي بايد همغږي ، د کنټرول او رهبري ښه سیستم وجود ولري او د مديریت له اصولو پیروي وشي .

34 سوال : په یوه اداره کي د مهم او اساسي رول ترسره کول څه شی دي ؟

ځواب: د یوې سالمي ادارې د رامنځته کولو لپاره د قوانينو او مقرراتو مراعتول ، د نظم او دسپلین برابرول ، د سلسه مراتبو مراعتول ، دندي ته پابندي ، له همکارانو سره ښې اړيکي ، له مراجعينو سره ښه چلند .

 

35 سوال : پروژه څه شی ده ؟

ځواب – هدف لرونکي فعاليتونه چي د بوديجې ، تشکيل ، کاري پلان او مشخصي مودې لرونکي او د ټاکلو پایلو لرونکي وي . یا په بل عبارت اهدافو ته د رسېدو لپاره له پلانګذاري او طرح شويو فعالیتونو څخه عبارت ده . په پروژه کي د فعالیتونو شروع او ختم او بوديجه مشخصه وي .

36 سوال : پروګرام څه شی ده ؟

ځواب – د یو تشکيلتي واحد د ټولو اهدافو او تثبیت شویو مرامونو له صورت څخه عبارت ده . یا په بل عبارت راتلونکو فعالیتونو ته د رسېدو په موخه له ردیف ، پلانونو او دستورونو څخه عبارت ده .

37 سوال : مقایسه څه شی ده ؟

ځواب – د ورسپارل شوې دندي او کار له اجرا څخه عبارت ده چي د تشکيل په اساس یو شخص ته سپارل شوي وي .

38 سوال : مشاجره څه شی ده ؟

ځواب – مشاجره په لغت کي کشمکش او عدم توافق ته واي ي او په اداري اصطلح کي د کارمندانو ، مراجعينو اوآامرینو ترمنځ هم اختلف واقع کېږي .

39 سوال : انګېزه څه شی ده ؟

ځواب – سبب ، باعث ، علت ، هغه څه چي یو څوک یو کار ته وپاروي .

40 سوال : سیستم څه شی ده تعریف يې کړئ ؟

ځواب – سیستم یو له بل سره د تړلو طریقو له شمېر څخه عبارت ده چي د یادو طریقو په ترسره کولو د سازمان د اهدافو یوه برخه پوره کېږي .

41 سوال : د سیستم تجزیه او تحلیل څه شی ده ؟

ځواب – د چارو د ساده کولو او ښه والي په موخه د سازمان د روشونو او سیستمونو د بشپړي او ټوليزي مطالعې څخه عبارت ده .

42 سوال : پلان څه شی ده او کوم ټکي پکي په نظر کي ونيول شي ؟

ځواب – ټاکلي او مشخص هدف ته د رسېدو په موخه د اساسي فعاليت لپاره د له مخکي پيشبیني شوې طرحي څخه عبارت ده . مهم ټکي يې عبارت دي له : ۱- بوديجې ، ۲- هدف ، ۳- بشري منابع ، ۴- وسایل

43 سوال : پلانګذاري څه شی ده ؟

ځواب – پلانګذاري د اهدافو د تشخيص او تعریف له پروسې ، د فعالیتونو تعين د هغو د تطبیق له مهال ويش سره ، د مطلوب وضعیت طراحي ، اهدافو ته د رسېدو په موخه د وسایلو تدارک او مصارفو د دقیق سنجش او مصارفو د ترتیب له شرحي څخه عبارت ده .

44 سوال : د پلانګذاري هدف ؟

ځواب: د فعالیتونو د تنظیم له طریق هدف ته د رسېدو د امکان زیاتوالی

د فعالیتونو په ترسره کولو کي د سپما له الري د اقتصادي منابعو زیاتوالی

اهدافو او مقاصدو ته د رسېدو په الرو تمرکز او له مسير څخه د اوښتو ډډه کول

د کنټرول لپاره د وسایلو چمتو کول

45 سوال : استخدام یا Staffing ؟

ځواب – د سازمان یا ادارې په تشکيل کي د خالي بستونو له ډکولو څخه عبارت ده .

46 سوال : رهبري یا Leading ؟

ځواب – رهبري په ډله يېزو فعالیتونو د افرادو د تاثير اچوني له پروسې څخه عبارت ده چي په ټاکلي وخت کي اهدافو ته د رسېدو لباره یو بل سره مرسته کوي . په رهبري کي پداسي ډول په نورو نفوذ درلودل چي هغوی اهدافو ته د رسېدو لپاره را کش کړي د ډېر اهمیت لرونکي ده.

47 سوال: کاري پلان د کومو موضوعاتو لرونکی ده ؟

ځواب

۱ – عنوان ، ۲- کاري اهداف ، ۳- ترسره کېدونکې دندي . ۴- د ترسره کېدو نېټه ، ۵ ترسره کوونکی ، ۶ – تقریبي لګښتونه ، ۷-ترالسه کېدونکې پایلي ، ۸- د وړاندي کوونکي کس لاسلیک ، ۹- د منظوروونکي کس لاسلیک

48 سوال : پالیسي تعريف کړئ ؟

ځواب پالیسي په حقیقت کي معقولو او منطقي پایلو ته د رسېدو او تصاميمو د الرښووني په موخه د اجرااتو یو محتاطانه پلان ده

. په دولتي ، خصوصي او داوطلب سک تورونو )NGOS( کي دا اصطلاح کارولی شو . د جمهوري ریاست اجرايې فرمانونه ، د حقوقي شخصیتونو د محرميت پالیسیاني ، او د پارلماني نظام قواعد د پاليسي نمونې دي . پالیسي له قانون سره توپير لري ، حال دا چي قانون یو څوک یو کار ته مجبوره او یا يې له هغه څخه منع کوالی شي ، مثل دا قانون چي په عوايدو باندي د مالياتو ورکول الزام ګڼي ( . پالیسي یواځي مطلوبو اهدافو ته د رسېدو په برخه کي اجراات رهبري کوي .

49 سوال : ستراتيژي څه شی ده ؟

ځواب – ستراتيژي له هغي بشپړي واحدي برنامې څخه عبارت ده چي د هغې په اساس د سازمان اساسي اهدافو ته رسېدل ټاکل کېږي .

50 سوال : ارزیابي د کومي موخي او هدف لپاره ده ؟

ځواب – ارزیابي اهل کار ته د شخصیت د تحسین او تثبیت ، کاري پلان په موخه د یو کارکوونکي د اهليت اوشایسته ګي د هدف لپاره ده .

 

51 سوال : ارزیابي څه شی ده او هدف يې واضح کړئ ؟

ځواب: ارزیابي د افرادو د کار له برخي څخه عبارت ده چي د هغه له اثره د افرادو کړني له مخکي د تنظیم شویو معیارونو په اساس مقایسه او مثبته پایله يې کارمندانو ته رسول کېږي . او هدف يې په لاندې ډول ده .

۱ د افرادو پېژندل د هغوی د مؤثر ځای پر ځای کولو په موخه ۲ – د بې ک فایته او بيکاره افرادو تشخیص ۳- د هغو افرادو پيژندل چي باید ارتقا ورکړل شي

۴- د افرادو له شخصي خصوصیاتو او استعدادونو سره بلدتیا

52 سوال : نظارت څه شی ده ؟

ځواب: نظارت د ادارې د فعاليت له جریانه مسلسله او دوامداره عملیه ده ، څرنګه چي وویل شول نظارت د کارونو د ترسره کېدو سره تړلی ده او په اداري ، حسابي چارو د اهدافو او پلانونو په تطبیق کي الرښووني برابروي . بنا نظارت په اداره کي د کړنو د ډول او اداري اصولو په برخه کي د کارمندانو او غړو د الرښووني لپاره مهمه وسیله ده . نو نظارت نه یوازي د وخت او شرایطو مطابق د اداري چارو ښه والی ساتي بلکي د ادارې اصول هم په عمل کي تطبیقوي .

یا په بل عبارت : نظارت د یوې ادارې د پروګرام د تطبیق او پرمختګ لپاره له منظم او دوامداره علم څخه عبارت ده او په یو ټاکلي وخت کي اجرا کېږي .

53 سوال : بررسي ، نظارت او تفتیش څه شی ده ؟

ځواب – بررسي ، نظارت او تفتیش د فعالیتونو د ترسره کېدو د طرز په اړه متفاوتي دندي دي چي هر یو پخپل ماهيت کي یو له بل څخه توپير لري ، اما په بشپړه توګه د کارونو د ښه والي لپاره کارول کېږي.

54 سوال : بررسي څه شی ده ؟

ځواب: څرنګه چي مخکي یادونه وشوه بررسي د مالي او اداري حساباتي پلانونو او اهدافو د تطبیق او اجرااتو له صورت څخه یو ډول بازرسي ده چي د ادارې دآامر لخوا توظیف او د قانون مطابق بل کس ته د صلاحیت په سپارلو ترسره کېږي .

55 سوال : د بررسي ډولونه

ځواب څېړونکو بررسي او نظارت په دوو برخو وېشلي دي .

۱ – په کار کي نظارت او بررسي

۲ – بررسي او په پروګرام )پلان( باندي د هغه تاثيرات

56 سوال : ولي نظارت او بررسي ته اړتیا ده ؟ 

ځواب ددې لپاره چي د ادارې د کړنو په اړه وپوهېږو او د ادارې د فعاليتونو په اړه چمتو شويو معلوماتوسره سم قضاوت وکړو بايد بررسي او نظارت ترسره شي چي د هغه په واسطه مؤثره پایله السته راځي . پروګرامونه په ښه توګه تطبیق او اصلح کوي ، له هغو کړنو چي نظارت ترسره کېږي مؤثره پایله لاسته راځي . په عمومي توګه نظارت او بررسي یو ضروري امر ده چي په اداره باندي ژور تاثيرات لري .

57 سوال : د نظارت او بررسي اصول څه شی دي ؟

ځواب – بررسي او نظارت بايد په یوه اداره کي منظم او دواداره وي ځکه چي د پروګرام یوه مهمه برخه تشکيلوي ، همدارنګه د بررسي لګښتونه بايد د امکان تر حده مناسب او کم وي .

دنظارت او بررسي په پروسه کي بايد له ابتدایه مراحلو استفاده وشي او له مناسبو طریقو شروع شي تر څو ګ ټه اخيستونکی ترې ښه ګ ټه واخلي او د اپروسه د پروګرام د اصلي فعالیتونو په صفت ومني او پدې توګه نظارت او بررسي د ادارې د کار د ښه والي د یوې وسیلې په توګه ومني .

58 سوال : بازرسي څه شی ده ؟

ځواب بازرسي هغه عمليه ده چي د هغې په اساس د تفتیش پایلي تحقق مومي

 

59 سوال : تفتیش څه شی ده ؟

ځواب – تفتیش د منظمي بازرسي عملیه ، د معاملتو اوحساباتو تحلیل ، د دولتي او غير دولتي بنسټونو راپورنه او ګزارشات دي چي د فعالیتونو او مالي کال په پای ته رسېدو اسنادو ته په ک تو ترسره کېږي .

60 سوال : داخلي تفتیش څه شی ده ؟

ځواب داخلي تفتیش د کال په اوږدو کي په دوامداره توګه د مالي او حسابي فعالیتونو ارزیابي ، بررسي او رهنمايې

61 سوال : خارجي تفتیش څه شی ده ؟

ځواب: خارجي تفتیش د تر تفتیش لاندې مرجع په مالي مسایلو باندي نظر څرګندوي او د داخلي تفتیش په فعالیتونو تکیه کوي او هغه بررسي د نړیوال تفتیش )انتوسای( د معیارونو په اساس ده او د دولت ریس او پارلمان ته راپور ورکوونکی ده .

62 سوال : کنټرول څه شی ده او په څو ډوله ده ؟

ځواب – کنټرول له هغې پروسې څخه عبارت ده چي له پلانګذاري شویو فعالیتونو سره د ترسره شویو فعالیتونو مطابقت تر غور او بررسي لاندې نیسي . کنټرول په دوه ډوله ده

۱ – مخکنی (قبلي) کنټرول : د ماليې وزارت د استازي لخوا په دوامداره توګه ترسره کېږي .

۲- وروستی (بعدي) کنټرول : د هر مالي کال په پای ته رسېدو د پلان مطابق د کنټرول او تفتیش ادارې لخوا ترسره کېږي .

63 سوال : تشکیل څه شی ده ؟

ځواب تشکیل د دندو له وېشلو ، دندو د تثبیت ، صلاحیت د تفویض او اداري واحدونو ترمنځ د منطقي اړيکو له رامنځته کولو څخه عبارت ده

 

64 سوال : بست څه شی ده ؟

ځواب – بست د تشکیل برخه ده چي د هغه په اساس کارکوونکی خپله ورسپارل شوې دنده ترسره کوي.

یا بست هغه درجه ده چي یو مامور يې د خپل لياقت ، پوهي ، استعداد ، او تحصيلي اسنادو له مخي ترلاسه کوي

65 سوال : د وظیفي تحليل څه شی ده ؟

ځواب د وظیفې تحليل په یوه وظیفه کي د اجرااتو د بریاليتوب لپاره الزمو معیارونو ته د ګوتنیوني له پروسې څخه عبارت ده .

66 سوال : د وظیفې د تحليل اهداف څه شی دي ؟

ځواب د انتخاب پروسه حقوقي او قانوني موارد ، د اجرااتو ارزیابي ، د خدمت دورې (کیرير دیولپمنټ) پرمختګ او ارتقا لپاره ، تربیه او ترنينګ .

67 سوال: قرارداد څه شی ده ؟

ځواب قرارداد له دوه اړخيز حقوقي عمل څخه عبارت ده د طرفينو د ارادې په توافق صورت نيسي ، او دهغه د عقد او فسخ (لغوه) کولو لپاره د طرفینو رضایت اړين ده .

68 سوال : د قرارداد اجزا څه شی دي ؟

ځواب – د قرارداد ډول (شفاهي او تحريري) ، د قرارداد د طرفينو ظرفیت ، د نظر توافق ، مشروعيت ، د خسارې د جبران غوښتلو حق ، او د طرفينو مکلفیتونه .

69 سوال : د قرارداد شرایط څه شی دي ؟

ځواب د طرفینو هویت ، د قرارداد د موضوع مشخص والی ، تادیات او د هغو ټاکلی وخت ، د خدماتو مشخصات (وخت او مسؤل اشخاص) ، محرميت ، د اړخونو له لوري د قرارداد د لغوه کولو حق ، د هيواد تر قوانينو لاندې قرارداد اود قرارداد موده .

 

70 سوال : د حاضري دفتر څه شی ده ؟

ځواب د حاضري دفتر هغه سند ده چي د کار په وختونو کي په اداره کي د کارکوونکي شتون تثبیتوي او اداره د هغه په تنظیم ، ترتیب او ساتلو مکلفه ده .

۷۱ سوال : د دفتر داري اساسي مهارتونه څه شی دي ؟

د دفتر داري اساسي مهارتونه د دفتر د داخلي وسایلو او اسبابو د تنظیم او د یوې ادارې د مختلفو داخلي او خارجي واحدونو ترمنځ د رسمي او منطقي اړيکو د رامنځته کولو له پروسې څخه عبارت ده چي د هغه په پایله کي د دفتر دننه ښه کاري فضا برابرېږي .

72 سوال : د ادارې اساسي اصول کوم دي ؟

ځواب – ۱ – د هماهنګي اصل او هدف یووالی

۲ – د سلسله مراتبو اصل

۳ – د تخصص اصل

۴ – د امر ورکولو د وحدت اصل ۵ – د نظارت اصل ۶ – د صلاحیت او مسؤلیت اصل ۷ – د تعادل اصل

۸ – د انعطاف پذیري اصل ۹ – د وړتیا اصل

73 سوال : د کار په وېش کي کوم مهم ټکي په نظر کي نیول کېږي ؟ 

ځواب: د کار په ويش کي لاندې دوه ټکي په نظر کي نیول کېږي ۱ – مختلفو واحدونو ته د دندو وېش ۲ د مختلفو افرادو ترمنځ د کار وېش

74 سوال : مسؤلیت څه شی ده ؟

ځواب: هر هغه کاري اجراات چي د کارمند لپاره توظیف شوي وي او هغه ته سپارل کېږي مسؤلیت بلل کېږي .

75 سوال : صلاحیت څه شی ده او په څو ډوله ده ؟

ځواب – صلاحیت د هغو واکونو له مجموعې څخه عبارت ده چي د قانون په اساس د ټاکلو اعمالو د ترسره کولو لپاره د دولت مامور ته ورکړل شوي دي . صلاحیت په دوه ډوله ده .

۱ قانوني صلاحیت ، ۲ – اداري صلاحیت

76 سوال : دغه پوسټ ته د کانديد کيدو هدف او علت واضح کړئ ؟

ځواب: ۱. د مسلک او تخصص په برخه کي کار

۲ – د هيواد په بیا جوړونه کي ګډون کول

۳ – په اداره کي د دندي د ترسره کولو له الري هیواد والو ته د عامه خدماتو وړاندي کول

۴ – په اکاډميک محیط کي د دندي ترسره کول او د بافکره اشخاصو لرل

۵ – د خلکو او ټولني اړوند کار سره علاقه مندي

۶- په راتلونکي کي د داسي کارکوونکي په حیث جوړېدل چي په کاري برخه کي د هیواد اوخلکو د ستونزو حل کوونکی و اوسم

77 سوال : ښه کارمند د کومو اوصافو لرونکی وي واضح يې کړئ ؟

ځواب –

• صادق وي

• د قانون او مقرراتو په رڼا کي خپله دنده ترسره کړي

• په دنده پسي ولاړ وي

• د ادارې اسرار وساتي

• حاضري ته پابند وي

• له همکارانو او مراجعينو سره نېک چلند وکړي

78 سوال : هدف څه شی ده ؟

ځواب

79 سوال : منابع څه شی دي واضح يې کړئ ؟

ځواب منابع د یوې ادارې له مادي او معنوي پانګي څخه عبارت ده . او په څلور ډوله ده

۱ – فزیکي منابع ، ۲ – مالي منابع ، ۳ – بشري منابع ، ۴ – غيرمحسوس منابع

80 سوال : بشري منابع څه شی دي ؟

ځواب بشري منابع د ادارې اهدافو ته د رسېدو په موخه د شایسته او الیقو کادرونو له جذب ، روزني ، پراخوالي او ساتني څخه عبارت ده ږ

81 سوال : پلانګذاري واضح کړئ ؟

ځواب له مهال ويش سره د اهدافو او فعالیتونو له تعين ، د فعالیتونو ارزیابي او انتخاب او باالخره د فعالیتونو د لګښتونو د ترتیب تشریح ده .

82 سوال: د پلانګذاري مراحل واضح کړئ ؟

ځواب – د پلانګذاري مراحل د معلوماتو له راټولولو ، د معلوماتو له تحليل او تجزی ي ، د عمل تصمیم نیونه ، د حاصل اخیستني یا نتیجه اخیستني د فعالیت له ارزیابي څخه عبارت ده .

83 سوال : پلانګذاري تعریف او ۳ عمده اصلونه چي بايد په پلانګذاري کي په نظر کي ونیول شي کوم دي ؟

ځواب – پلانګذاري د تحلیل او تفکر له پروسې څخه عبارت ده چي اهدافو ته الر نږدې کوي . او ۳ عمده اصلونه لري .

• – د پلانګذاري اهداف ،

• هغه فعالیتونه چي دا اهداف پلي کوي ،

• هغه منابع چي د اهدافو په پوره کولو کي کارول کېږي .

84 سوال : د پلان اساسي عناصر واضح کړئ ؟

ځواب – د پلان اساسي عناصر عبارت دي له !

۱ – اهداف او مقاصد ، ۲ – بشري منابع ، ۳ – مالي منابع ، ۴- طرح ، ۵ – تطبیق ، ۶ – ارزیابي ، ۷ – وخت )زمان( .

85 سوال : مامور څوک ده واضح یې کړئ ؟

ځواب: مامور دآامر د قانوني اوامرو اجرا کوونکی ده چي د رسمي چارو د اجرا په خاطر توظیف شوی وي او د رسمي دندي په مقابل کي له ادارې معاش اخلي .

86 سوال : د مامور دنده د کومو معیارونو په اساس ټاکل کېږي ؟

ځواب: د یو مامور دنده پوست ته په ک تو چي هغه پکي ټاکل شوی ورکول کېږي ، ولي الزم ده چي په بست کي د مامور په ټاکل کېدو باید تحصیلي اسناد ، کاري تجربه ، کاري اهليت ، صداقت او د شخص نوري ځانګړتیاوي په نظر کي ونيول شي .

87 سوال : ددې لپاره چي د ریاست اداري چاري په سمه توګه تنظیمي شي او د وخت د ضایع کېدو پرته اسناد د غوښتونکو په واک کي ورکړل شي د چارو د سم تنظیم لپاره له کومو ميتودونو او طریقو استفاده کوئ .

ځواب:

۱ – په جل جل فایلونو کي د اسنادو تنظیم

۲ – د ورځنیو فعالیتونو لپاره د کاري پلان ترتیب

۳ – اړونده مرجعو ته د احکامو ، هدایاتو او مکاتبو لېږل

۴ – له اړونده ریس سره نږدې همکاري او د اسنادو او راپورنو تفکیک او تنظیم

88 سوال : د کاري ستونزو د حل په اړه له کومو مېتودونو استفاده کوالی شو ؟

ځواب – د کاري ستونزو د حل لپاره د قوانینو او مقرراتو له الرښوونو استفاده کوالی شو.

دا معلومات د win scholarship پاڼې له خوا راټول او برابر شوي دي.

89 سوال : د ملکي خدمتونو مامور کوم شخص ته ویل کېږي ؟

ځواب: د ملکي خدمتونو مامور هغه څوک ده چي د قانون د احکامو په رعایت سره د خدماتو د وړاندي کولو په موخه په دولتي اداره کي استخدامېږي .

90 سوال : کارشناس )کارپوه( څوک ده ؟

ځواب – څوک چي د یو متخصص کس په توګه پخپله کاري برخه کي وارد او د کارشناس په توګه دنده ترسره کوي .

91 سوال : تاسو د یوې سالمي ادارې په رامنځته کولو کي څنګه خپل رول ادا کوئ ؟

ځواب – د یوې سالمي ادارې د درلودلو په خاطر باید له ټولو مخکي یو منظم کاري پلان ولرو ، ښه چلند ، د ډله ئيز کار روحیه ، له خپل پرسونل سره د نظریاتو تبادله ، د انتخاب په برخه کي د لیاقت او شایسته ګي په نظر کي نیول ، نوي او عصري سیستم ته د ابتدای ې سیستم بدلول ........ او نور

92 سوال : د نوي اداري ریفورم پیغامونه ؟

ځواب – – د پخواني او غير مؤثر تشکيلتو لغوه کول ۲ - د مخفي بیکاریو له منځه وړل ۳ – د معصري عامه ادارې د سیستم پراختیا ۴ – د کار موندني د ډولونو پراخوالی – د بشري منابعو د کاري وړتیاوو درلودل

۶ – د ظرفیتونو د پراختیا په موخه دآازادي سیالۍ له الري استخدام ترسره کول ۷ – د اداري فساد له منځه وړل ۸ – له تبعیض پرته ادارې رامنځته کول ۹ – د ټولني وګړو ته د ټوليزي اسوده ګي رامنځته کول

 

93 سوال : د اساسي قانون د کومي مادې په اساس د هيواد په اداري سیستم کي اصلاحات واضح شوي ؟

ځواب – د هیواد په اداري نظام کي د اصلحاتو سیستم د اساسي قانون په۵۰مه ماده کي د سالمي ادارې د رامنځته کولو او ملکي خدمتونو ادارې د فعاليت د طرز په اړه وضع شوي ده چي متن يې په لاندې ډول ده .

دولت مکلف ده چي د سالمي ادارې د رامنځته کولو او د هيواد په اداري سیستم کي د اصلحاتو د تحقق په موخه الزم تدابیر ونيسي ، اداره خپلي کړني په بشپړه بېطرفي او د قانون د احکامو مطابق عملي کړي .

د افغانستان اتباع له دولتي ادارو څخه د قانون د احکامو په چوکاټ کي معلوماتو ته د الس رسي حق لري ، دا حق د نورو حقوقو او عام امنيت ته د زیان پرته حدود نلري .

د افغانستان اتباع د اهليت پر اساس د هر ډول تبعیض پرته د قانون د احکامو په رڼا کي د دولت د خدمت په توګه منل کېږي .

94 سوال : د کمېسیون اهداف واضح کړئ ؟

۱ – په هیواد کي د عامه اداري سیستم رهبري . ۲ – د دولت د اداري تشکيلتو انسجام . ۳ – د دولت د مامورینو د چارو تنظیم او اصلح . ۴ – په دولتي دستګاه کي د اداري چارو د ښه والي تنظیم او اصلح .

95 سوال : ملکي خدمتونه څه شی دي ؟

ځواب ملکي خدمتونه د ټولو اجرایوي او اداري فعالیتونو له ترسره کولو څخه عبارت دي چي د قانون په اساس د دولت لخوا ترسره کېږي .

96 سوال : د اداري اصلحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون له کومو ادارو تشکيل شوی ؟ ځواب – د اداري اصلحاتو او ملکي خدمتونو کميسیون له لاندې ادارو تشکيل شوی ! 

۱ – د ملکي خدمتونو اداره . ۲ – د ملکي خدمتونو د تعیناتو بورد . ۳ – د ملکي خدمتونو شکایاتو ته د رسيدو بورد . ۴ – د اداري اصلاحاتو دار الانشاء

97 سوال : د اداري اصلحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون اهداف څه شی دي ؟ 

ځواب –

۱ – د هيواد په اداري سیستم کي د اصلحاتو د تطبیق او طرحي له الري د اصلحاتو رامنځته کول . ۲ – د ملکي خدمتونو د دندو تثبیت . ۳ – د لیاقت او شایسته ګي په اساس د ملکي خدمتونو د مامورينو استخدام . ۴ – د ذاتي چارو د اساستو تنظیم .

98 سوال : د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېیسیون دندي څه شی دي ؟ 

ځواب: ۱ – د سالمي ، بېطرفه ، له سیاسي مداخلوپاکي او کار ته د اهل کار سپارلو ادارې د رامنځته کولو په موخه د دولت د اداري پاليسي طرح او تطبیق .

۲ – د دولت په مشرۍ د لیاقت او ک فایت د معیارونو په اساس د لوړ پوړیو مامورینو تشخيص ، پیشنهاد او ځای پر ځای کول . ۳ – د لیاقت او شایسته ګي پر اساس د ټیټ رتبه ملکي مامورینو له تعیناتو نظارت .

۴ – په وزارتونو او دولتي ادارو کي د اداري اصلحاتو د پروګرام له تطبیق څخه نظارت ۵ – له وزارتونو او دولتي ادارو سره د سالمي ادارې د جوړولو په موخه همکاري کول .

99 سوال : کمېیسون د کومي پرېکړي په اساس رامنځته او د کوم فرمان په اساس تاسیس شو ؟

ځواب – د کمېسیون جوړول د نړيوالي ټولني د پريکړي او بن د توافقاتو په اساس تصویب او ) ۷۵۲( ګڼه ۲/۳/۱۸۳۱ فرمان په اساس منظور شو .

100 سوال : د بن توافقات د کومو مطالبو لرونکي وو ؟ 

ځواب – – د مؤقتي ادارې جوړول او د ټاکنو د پروسې په الره اچولو لپاره کار کول

۲ – د اداري اصلحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون جوړول ۳ – د بشر حقوقو خپلواک کمېسیون جوړول ۴ – د ملي پولیسو جوړول ۵ – د ملي اردو جوړول ډونرانو او نړيوالي ټولني د یادو مواردو لپاره د خپلو مرستو تعهد کړی دی .

101 سوال : ) Priority Reformand Recoustructin( PRR څه شی ده ؟

ځواب د ادارې د اصلح ، د ادارې د مؤثریت د سطحي لوړولو ، د مشابه دندو مدغم کولو ، د مامورینو د کاري وړتیاوو لوړولو ، د آازادي سیالۍ له الري د لياقت او شایسته ګي په اساس د مامورینو ګمارلو ، کار اهل کار ته د سپارلو په موخه مؤقته برنامه ده چي د دوو مرحلو لرونکې ده .

الف – د وزارتونو د کليدي بستونو اماده کول ، د تشکيل ، بستونو او لایحه وظایفو ترتیب .

ب – له مؤقت اضافي معاش ورکولو سره له لایحه وظایف سره یو ځای د پیشنهاد شویو بستونو تشخيص .

102 سوال : د تعیناتو د بورډ دندي او صلاحیتونه واضح کړئ ؟

ځواب – – جمهور ریس ته د منظوري په موخه د ملکي خدمتونو د لوړ پوړیو مامورینو د استخدام ، ترفیع ، تبديلي ، تقاعد ، رفع تقاعد او نورو ذاتي چارو تشخیص او پیشنهاد .

۲ – له دولتي ادارو او وزارتونو څخه د خالي بستونو په اړه د معلوماتو غوښتل .

۳ – د انتخاب د معيارونو تصویب او د لنډ فهرست ترتیب او د کانديدانو نهايې انتخاب . ۴ – د انتخاب ، مختصر فهرست د ترتیب او نهايې انتخاب د کمېټو د کار رهبري . ۵ – جمهور ریس ته د منظوري د اخيستلو په موخه د منتخبو کانديدانو پیشنهاد .

103 سوال : د تعیناتو بورډ له څو غړو تشکيل شوی او د بورد ریس څرنګه ټاکل کېږي ؟

ځواب - د تعیناتو بورد د قانون مطابق له پنځو غړو تشکیل شوی چي د بورد غړي له خپله منځه یو تن د یو کال لپاره د بورد د ریس په توګه ټاکي .

104 سوال : شکایاتو ته د رسېدو د بورد دندي او صلاحیتونه واضح کړئ ؟

ځواب ۱ – د غير مؤجه تادیبي جزا په اړه د مامورينو شکایاتو ته رسیدګي کول

۲ – غير قانوني اوامرو او هدایاتو ته رسیدګي

۳ – د ملکي خدمتونو مامورینود طرز سلوک د مقررې د مندرجو احکامو څخه سرغړوني ته رسيدګي

۴ – له معقولو دالیلو پرته د غوښتنو له منلو څخه د پرهيز په صورت کي د ملکي خدمتونو د مامورینو شکایاتو ته رسيدګي . ۵ – د سوانح دفتر ته د نه السرسي شکایاتو ته رسيدګي .

۶ – د وزارتونو د استخدام کمېټې یا تعيناتو د بورد لخوا د استخدام په مرحله کي د کرکجن او غيرعادالنه چلند شکایاتو ته رسيدګي

۷ – د کرکجن او غير عادالنه تعیناتو په اړه تصمیم نیول .

۸ ټولو هغو شکایاتو ته رسيدګي چي شکایاتو ته د رسیدګي بورد لخوا د ارزوني وړ وبلل شي .

۹ – د کمېسیون د ریس له الري د جمهوري ریاست مقام ته د ربعوار ، او کلنیو کړنو راپورونو وړاندي کول .

105 سوال : شکایاتو ته د رسېدو بورد له څو غړو تشکیل شوی او د بورد ریس څنګه ټاکل کېږي ؟

ځواب: شکایاتو ته د رسېدو بورد د قانون مطابق له دریو تنو څخه تشکيل شوی چي د بورد غړي له خپله منځه یو تن د یو کال لپاره د بورد د ریس په توګه ټاکي .

 

106 سوال : کوم فعاليتونه په ملکي خدمتونو کي شاملېږي ؟

ځواب:۱ – د ملکي خدمتونو وړاندي کول ، اداره او تنظیم .

۲- د ملکي خدمتونو د پاليسي طرح کول او مسلکي مشورو وړاندي کول .

۳ – د قوانینو ، فرامينو ، او اړونده مقررو طرح او ترتیب او د هغو تثبیت .

107 سوال : د درالانشاء ریاست دندي واضح کړئ ؟

ځواب –۱ – د اداري اصلحاتو د دارالنشا ریاست د خپلي لایحه وظایف په اساس د کمېسیون په مالي او اداري اجرایوي چارو کي د کمېسیون د ریس تر اثر لاندې فعالیت کوي .

۲ – دار الانشاء د برنامو ، پروژو او اداري اصلحاتو فعالیتونه ارزیابي او نظارت کوي او د کمېسیون ریس ته يې راپور وړاندي کوي .

108 سوال : د اداري اصلحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون غړي د کومو اوصافو لرونکي دي ؟

ځواب: ۱ – د افغانستان تابعیت ولري

۲ – حد اقل د ۳۰ کلنۍ عمر يې پوره کړی وي

۳ – د لوړو زده کړو او کافي تجربې لرونکی وي

۴ – د ښه شهرت او ښه چلند لرونکی وي

۵ – د بشر ضد جنایت او جرایمو نه وي محکوم شوی

109 سوال : د کمېسیون غړي په کوم حالت کي د جمهور ریس له لوري عزل کېدای شي ؟

ځواب: ۱ – په ورسپارل شوې دنده کي نه بریالیتوب ۲ – له وظیفوي صلاحیتونو سؤ استفاده

۳ – د دندي د اجرا پر مهال په جنای ې جرمونو یا د بشر ضد جرمونو محکوميت

110 سوال : کوم کس د ملي خدمتونو د مامور په توګه منل کېږي ؟

ځواب – ۱ – د ۱۸کلنۍ عمر يې پوره کړی وي

۲ – د افغانستان تابعيت ولري ۳ – د فراغت تحصیلي سند ولري ۴ – په صعب العلاجه )سخته( ناروغۍ نه وي اخته ۵ – په جنايې جرم نه وي تورن.

111 سوال : د ملکي خدمتونو مامور د کومو حقوقو لرونکی ده ؟ 

ځواب – ۱ – له ضمایمو سره معاش ۲– رخصتي ۳ – ترفیع ۴ – تقاعد ۵ – ټوليز تامینات

112 سوال : کارکوونکي د تقنيني اسنادو مطابق د څه ډول حقوقو لرونکي دي ؟ 

ځواب: ۱ – د استراحت حق ، ۲ – د صحي شرایطو د تامین او کاري خونديتوب حق ، ۳ – وړیا ښوونيز حق ، ۴ – د ارتقا ظرفیت حق ، ۵ – له ټولنيزو تامیناتو د ګټي اخيستو حق

113 سوال : د کار قرارداد څه شی ده ؟

ځواب: د کار قرارداد د کارکوونکي او ادارې یا کار فرما ترمنځ له ک تبي توافق څخه عبارت ده چي د هغه په اساس کارکوونکی د لایحه وظایف مطابق د کار د دورې مزد او نورو حقوقو اوامتیازاتو په مقابل کي د معين یا غير معين وخت لپاره خدمت ترسره کوي .

114 سوال : د کار قرارداد څه وخت ځنډول کېږي ؟

ځواب: ۱ – د عسکري خدمت د ترسره کولو پرمهال په انتخاباتي دندو کي مصروفيت ۳ – د کار د مؤقت درېدلو پر وخت

۴ – په جرم تورنېدل تر توقیف او تحقیق لاندې نيول کېدل ۵ - غيرمترقبه پيښې ۶ – تعلیم او تحصیل

115 سوال : د کار قرارداد په کومو حاالتو کي فسخ کيږي ؟

ځواب – ۱ – د طرفینو په هوکړه ، ۲ – د کار د ټاکلي قرارداد ختمېدل ، ۳ – تقاعد ، ۴ – وفات ، ۵ – معلولیت چي د کار د ترسره کېدو خنډ شي ، ۶ – له شپږو میاشتو د زیات کار درېدل ، ۷ – په جزا باندي نهای ي محکومیت چي د کار مانع شي ، ۸ – د تادیبي مواردو

د تطبیق وروسته پرلپسې سرغړوني ، ۹ – په مخکني کار باندي د بیا ټاکل کېدو وروسته د کارکوونکي د نه کولو هوډ ، ۰۱ – د ازمایشي دورې نه قناعت والی .

116 سوال : هغه کارکوونکي چي قرارداد ی ې فسخ کېږي د کارموندني د مرستي په نوم د کوم امتیاز مستحق کېږي ؟

ځواب – ۱ – په هغه صورت کي چي د کار موده يې تر یو کار پوري وي له ضمایمو سره د یوه میاشت مزد مستحق

۲ – په هغه صورت کي چي د کار موده يې له ۱- ۵ کلونو پوري وي له ضمایمو سره د دوه میاشتي مزد مستحق

۳ – په هغه صورت کي چي د کارکوونکي د د خدمت موده له ۵-۰۱ کلونو زیاته وي له ضمایمو سره د څلورو میاشتو مزد مستحق ۴ – په هغه صورت کي چي د کارکوونکي د خدمت موده له لسو کلونو څخه زیاته وي له ضمایمو سره د ۶ میاشتي معاش مستحق

117 سوال : د مامور ترفیع څه شی ده ؟ 

ځواب - له موجوده رتبې څخه لوړي رتبې ته د مامور له ارتقا څخه عبارت ده .

118 سوال : مامور څه وخت د ترفیع مستحق ګڼل کېږي ؟

ځواب مامور په لاندې حالتو کي د ترفیع مستحق ګڼل کېږي .

۱ – د ۳ ګاله بالفعل خدمت بشپړول ، ۲ – د ارزیابي د فورمې شتون ، ۳ – د لمړۍ درجه تقديرنامې اخيستل

119 سوال : بامعاش منتظر مامور څوک ده ؟

ځواب هغه مامور چي بالفعل متصدي نده او د انتظار په حالت کي وي چي د قانون په اساس يې بايد تر ۶ مياشتو سرنوشت وټاکل شي ، هر کله چي په اداره کي بست نه وي د مامور تقرر صورت نه نیسي .

120 سوال : انتظار کوم حالت ته وايي ؟ 

ځواب هر کله چي د مامور بست لېري او یا په تشکيل کي له منځه ځي مامور د انتظار په حالت کي واقع کېږي .

121 سوال : د ملکي خدمتونو د مامورينو وجایب څه شی دي ؟ 

ځواب – ۱– د قانون مطابق خپله دنده ترسره کړي ۲ – مامور له صلاحیته مسؤليت لري ۳ – د سلسله مراتبو په رعایت مکلف ده ۴ - د امر له اوامرو اطاعت ۵ – د ادارې د اسرارو په ساتني مکلف ۶ – په شخصي چارو کي له رسمي صلاحیت څخه په نه ګ ټي اخيستو مکلف ده ۷ – د قانون خلف عمل ترسره نکړي

122 سوال: مامور د ندي په جریان کي څو موقفه لري ؟

ځواب مامور د دندي په جریان کي لاندې موقفه لري !

۱ – اصلي موقف ، ۲ – خدمتي موقف ، ۳ – عسکري موقف ، ۴ – تحصیلي موقف ، ۵ – د مؤقت انفصال موقف

123 سوال : تقديرنامه څه شی او په څو ډوله ده ؟

ځواب تقديرنامه په ښه توګه په ټاکلي وخت کي د رسمي چارو له ترسره کولو څخه عبارت ده . او تقديرنامه په ۳ ډوله ده. ۱ – دریمه درجه ، ۲ – دوهمه درجه ، ۳ – لمړۍ درجه

124 سوال : د تقديرنامو امتیازات تشریح کړئ ؟

ځواب: ۱ – دریمه درجه : یو کال قدم او د مافوق رتبه مامور لپاره دوه میاشتي معاش ۲ – دوهمه درجه : دوه کاله قدم او د مافوق رتبه مامور لپاره ۳ میاشتي معاش ۳ – لمړۍ درجه : یوه ترفیع او د مافوق رتبه مامور لپاره ۴ میاشتي معاش

125 سوال : کارکوونکی په ښه توګه د کار په ترسره کولو ، د محصوالتو د کیفیت ښه والي او نوښتونو په ترسره کولو تشويقېږي ؟

ځواب: ۱ – د تحسین نامې اعطا کول ۲ – د تقديرنامې اعطا کول ۳ – د مالي مکافاتو ورکول ۴ – د مډال ، نښان او لقب ورکول

126 سوال : د ادارې د سرغړونو پر وړاندي د ملکي خدمتونو د کارکوونکي تاديبي موارد توضیح کړئ ؟

ځواب: ۱ – توصیه ، ۲ – اخطار ، ۳ – کسرمعاش ، ۴ – تبديلي ، ۵ – د قرارداد فسخ کول

127 سوال : تعليق څه شی د ه او مامور په کوم حالت کي د تتعليق په موقف کي واقع کېږي ؟

ځواب – تعليق له دندي څخه د مامور له مؤقت انفصال څخه عبارت ده . او په لاندې حاالتو کي د تعليق په حالت کي واقع کېږي .

۱ – کله چي مامور تورن او ونيول شي

۲ – هر کله چي د محاکمې او تحقیق د اجرا په موخه مامور له دندي پاتي شي .

128 سوال : هر کله چي کارکوونکی د دندي په تړاو تر نظارت لاندې ونيول شي او په نتېجه کي تحقیق بریالي پای ته ورسېږيآایا د تحقیق ورځي د معاش مستحق کېږي ؟

ځواب: هو کله چي د تحقیق په پایله کي کارکوونکی بری الذمه وپيژندل شي د تعليق ورځي له ضمایمو سره د معاش مستحق کېږي .

129 سوال : یو کارکوونکی د کال په اوږدو کي د عمومي رخصتي سربېره د نورو کومو رخصتیو مستحق کېږي ؟

ځواب: ۱ – شل ورځي تفریحي رخصتي ، ۲ – لس ورځي ضروري رخصتي ، ۳ – شل ورځي د ناروغۍ رخصتي

 

130 سوال : نوی کارکوونکی د خپل کار په لمړي کال د څو ورځي رخصتي مستحق کېږي ؟

ځواب کارکوونکی کله چي پرلپسې )۱۱( میاشتي په اړونده اداره کي کار کړی وي د )۰۲( ورځو لپاره له خپلي تفریحي رخصتي څخه استفاده کولای شي .

131 سوال : کارکوونکی په کوم حالت کي د سفری ې مستحق کېدالی شي ؟

ځواب: کارکوونکی د تقنیني سند په واسطه د تنظیم شویو معیارونو په اساس د خدمتي ، تبديلي ، احضار سفرونو او بل ځای ته د لېږلو په اساس د کرايې او سفريې مستحق کېږي .

132 سوال : یو کارکوونکی په کومو حاالتو کي تقاعد ته سوق کېږي ؟

ځواب: ۱ – د ۶۵کلو عمر پوره وروسته ، ۲ د څلوېښت کاله باالفعل خدمت پوره کولو وروسته ، ۳ – کارکوو نکی چي د محکمې د حکم په اساس له دوو کالو په زیات بند محکوم شي تقاعد کېږي .

133 سوال : د وفات شوي کارکوونکي کورنۍ ته د هغه د تدفین او تک فين په موخه مالي مرسته )اکراميه( او تقاعد څومره اندازه ده ؟

ځواب هر کله چي کارکوونکی د دندي په اوږدو کي وفات / تقاعد شي د بست یا اخيري رتبې په حیث له ضمایمو سره د لس میاشتي معاش مستحق ده .

134 سوال : کارکوونکی د څو کلنۍ په بشپړولو سره تقاعد کيږي او تر څو نورو کلونو کولای شي هغه تمديد کړي ؟

ځواب کارکوونکی د ۶۵کلنۍ عمر په پوره کولو سره تقاعد کېږي او د ادارې د مبرم ضرورت په اساس د کارکوونکي په موافقه چي د کار وړتیا ولري د کارکوونککي د کار دوره تر لسو کلونو پوري تمديدېدالی شي .

135 سوال : ایا مستعفي مامور کوالی شي چي بیا په کار کي شامل او یا تقاعد واخلي ؟

ځواب: هو مستعفي مامور کوالی شي چي د بیا لپاره د رتبې په ساتلو سره په کار کي شامل شي او یا خپل تقاعد وغواړي ، البته د استعفا موده يې د خدمت په دوره کي نه ګنل کېږي او تقاعد يې د استعفا د منظوري له نېټې ګڼل کېږي .

136 سوال : کوم کولای شي د استعفا غوښتنه وکړي او په کومو حاالتو کي د مامور استعفا جواز نلري ؟

ځواب هغه مامور چي حد اقل لس کاله کاري سابقه ولري کوالی شي د استعفا غوښتنه وکړي ، په بېړنیو حاالتو کي د استعفا غوښتنه نشي کولای .

137 سوال : ایا د دندي ترک کوونکی مامور مستعفي ګڼل کېږي او کنه ؟

ځواب هو د دندي ترک کوونکی مامور هم مستعفي پېژندل کېږي او د استعفا ټول موارد ورباندي د تطبیق وړ دي .

138 سوال : د کمېسیون یا کمېټې اصطلاح واضح کړئ ؟

ځواب – کمېسیون )کمېټه( د وګړو ګروپ ده او معموال د ادارې د باتجربه اشخاصو لخوا جوړېږي چي د مربوطه امر لخوا تعينېږي تر څو د ادارې اړوند ځیني چاري اجرا او تر بررسي لاندې ونيسي .

139 سوال : کنوانسیون څه شی ده ؟

ځواب کنوانسیون هغو جلسو ته ويل کېږي چي په مختلفو مودو کي په ټاکلي وخت دايرېږي . په کنوانسیون کي غالبا ډول ډول موضوعات لکه د هيواد په اساسي قانون تجديد نظر او یا د یو ګوند رایه ورکوونکي تر بحث لاندې نيول کېږي .

140 سوال : ورکشاپ څه شی ده واضح يې کړئ ؟

ځواب: په یوه ناسته کي په یوه موضوع علمي او عملي مباحثه دورې ته ويل کېږي چي یوه ډله اشخاص خپلي تجربې پخپل منځ کي سره مطرح کوي او دا مباحثه څو ورځي دوام مومي او هر یو ګډون وال له مخکي ليکل شوي مواد په مجلس کي وړاندي کوي .

141 سوال : سمینار څه شی ده واضح يې کړئ ؟

ځواب – علمي ، ښوونيزه او تخصصي جلسه ده چي حد اک ثر تر یوې اونۍ دايرېږي .

یا په بل عبارت : د شاګردانو یا استادانو وړوکي ګروپ ته ويل کېږي چي په یو ټولګي یا پوهنتون کي یوه ځانګړې موضوع او له مخکي د اماده شوې څېړني پایلي وړاندي کوي .

142 سوال : ګنفرانس څه شی ده واضح يې کړئ ؟

ځواب: کنفرانس هغي جلسې ته ویل کېږي چي پر سیاسي ، اقتصادي ، ټولنيزو او فرهنګي مسايلو دايرېږي او په راس کي کمېټې لري او مشخص زماني معیاد لري .

143 سوال : ترنینګ څه شی ده واضح يې کړئ ؟

ځواب تیوریکي او میتوديکي معلوماتو او مهارتونو ترالسه کولو ته الس رسی ده چي په عملي او نظري بڼه د ظرفیت د لوړولو په موخه په لنډ وخت کي دايرېږي .

144 سوال : ارتقا ظرفیت څه شی ده ؟

ځواب د ترنینګونو ، ورکشاپونو ، کورسونو ، سمينارونو او ورځنیو همکاریو له الري د کارمندانو د کاري سوی ې له لوړولو او د کارمندانو د ارتقا په موخه د هغوی د قوي او ضعيفو ټکیو له تشخیص څخه عبارت ده .

145 سوال : قانون تعریف کړئ او ووایاست چي قانون په څو ډوله ده ؟

ځواب – قانون له صريح او معقول تجويز څخه عبارت ده چي په ټولنه کي د نظم په موخه د با صلاحیته مقاماتو لخوا برابرېږي او تطبیق يې اجباري وي .

یا په بل عبارت : قانون د ملي شورا د دواړو مجلسو )ولسي جرګې او مشرانو جرګې( له مصوبې څخه عبارت ده چي د جمهور ریس لخوا توشیح شوی وي .

قانون په دوه ډوله ده : ۱ – اساسي قانون ، ۲ – عادي قانون

 

146 سوال : د قانون طی مراحل تشريح کړئ ؟

ځواب: قانون له لمړنۍ تر وروستۍ مرحلې لاندې مراحل طی کوي !

۱ – لمړۍ مرحله : د وزارت / خپلواکي ادارې لخوا تسويد

۲ – دوهمه مرحله : د ارزیابي د تدقیق او څېړني په موخه د عدلیې وزارت د تقنين ریاست ته

۳ – دریمه مرحله : د عدلی ې وزارت له تدقیق وروسته د وزيرانو شورا عالي مجلس ته د تائيد په موخه لېږل کېږي .

۴ – څلورمه مرحله : د وزيرانو شورا له تائيد وروسته ملي شورا ته لېږل کېږي او د ملي شورا لخوا تصویبېږي .

۵ – پنځمه مرحله : د ملي شورا له تصويب وروسته د توشيح لپاره جمهور ریس ته لېږل کېږي .

۶ – شپږمه مرحله : د جمهور ریس د توشیح وروسته نافذ او د نشر لپاره د عدليې وزارت رسمي جريدې ته لېږل کېږي .

147 سوال : مقرره څه شی ده ؟

ځواب مقرره د قانون له تشريح کوونکې څخه عبارت ده ، هر هغه څه چي په قانون کي وضاحت ونلري د هغو د وضع په خاطر مقرره جوړېږي . څرنګه چي نړۍ د بدلون په حال کي ده قانون د وخت ټولو پېښو ته ځواب نشي ویلی فلهذا همدا مقرره ده چي قانون توضیح کوي . باید وویل شي هر هغه څه چي په قانون کي وضاحت ونلري مقرره هغه روښانه او واضح کوي .

148 سوال : د مقررې طی مراحل بیان کړئ ؟

ځواب مقرره په وزارت / خپلواکه اداره کي طرح له هغه وروسته عدليې وزارت ته استول کېږي او باالخره د تصويب په موخه د وزيرانو شورا ته او د توشیح لپاره د حکومت ریس ته لېږل کېږي .

149 سوال : د قانون او مقررې ترمنځ توپير وليکئ ؟

ځواب – قانون عام ده د هيواد په کچه پلی کېږي چي د جمهور ریس لخوا توشیح او په رسمي جريده کي نشر او نافذ کېږي. مقرره خاصه ده چي یوه اداره يې د خپلو چارو د پرمخ وړلو لپاره وضع کوي .

150 سوال : د قانون جوړوني سلسله مراتب واضح کړئ ؟ 

ځواب – په یو سلسله مراتب کي د الزام د قدرت او د هغه د تنفيذ د پراختیا په نظر کي نیولو سره د قوانينو او د دولت ټول حقوقي اسنادو موقعیت عمودي ده .

۱ – اساسي قانون ۲ - مجمع القوانين ۳ – قوانين ۴ – مقررات ۵ – لوایح ، طرزالعملونه ، دستوورنه ، الرښووني او نوروماتيفونه

151 سوال : طرزالعمل څه شی ده ، انضباطي طرزالعمل او لایحه تعریف کړئ ؟

ځواب: طرزالعمل : یو تخنيکي او اداري سند ده چي په یوه مشخصه ساحه کي وضع کېږي او د هغه په اساس چاري ترسره کېږي.

انضباطي طرزالعمل : له هغه طرزالعمل څخه عبارت ده چي د کار محیط هغه وخت تطبیق کېږي چي د یو کارمند عملیه د استخدام د تعهد نامي له شرایطو سره په ټکر کي وي .

لایحه : د یو لړ وظيفوي معیارونو له وضع څخه عبارت ده چي په قوانينو او مقرراتو متکي وي 

. 152 سوال : دساتير څه شی ده ؟

ځواب: عاجل هدایت ده چي په یو ټاکلې موده کي بايد ترسره شي .

153 سوال : رهنمود څه شی ده ؟

ځواب: د کار د یوې ټکلې برخي د اجرا اصول دي چي د اړونده ذیصلح چارواکو د منظوري وروسته د هغې ادارې پرسونل ته ورکول کېږي او د هغه د اجرا وخت معين نه وي .

154 سوال : نورماتيف څه شی ده ؟

ځواب: د وزارتونو د واحدونو لپاره د اساسي قانون په رڼا کي د هدایاتو ، قوانينو او مقرراتو چوکاټ بندي ته نورماتیف وايې چي د طرزالعملونو ، لوایحو ، دساتيرو او رهنمودونو په مرسته پلي کېږي .

155 سوال : جلسه څه شی ده ؟

ځواب: جلسه له یو ډول راټولېدني څخه عبارت ده چي په بيل بېلو ادارو کي د بیل بېلو مقاصدو )د چارو د انسجام څرنګوالی ، اهدافو ته د رسېدو الري ، په نظر وړ مسایلو بحث ، د تصاميمو نیول او نور مسايل ...( لپاره ترسره کېږي .

156 سوال : اجنډا څه شی ده ؟

ځواب: د یوې جلسې د ټولو بحث وړ اهدافو او موضوعاتو له مخکنۍ طرحي څخه عبارت ده ، چي د جلسې کاري پروسه د هغې مطابق مرحله په مرحله مخکي ځي .

157 سوال : د اجنډا اساسي ټکي څه شی دي ؟

ځواب – د بحث وړ مسایلو ټاکل )تصمیم نیونه( ، د اجنډا لېږل )۷۲ ساعته مخکي( ، مشخصه نمونه ، د ټولو ګډون والو لپاره اجنډا او د معلومو او نامعلومو مسایلو تفکيک ده .

158 سوال : مجلس څه شی ده ؟

ځواب: د یو ګروپ وګړو ترمنځ له مباحثې څخه عبارت ده چي غواړي یو له بل سره نظریات تبادله کړي او تصمیم ونيسي . یو ښه مجلس یوه بریالۍ مفاهمه ده .

159 سوال : ګروپي کار څه شی ده ؟

ځواب د یو شمېر افرادو له فعاليت څخه عبارت ده چي په ګډه یا ډله ئيزه توګه په یوې ځانګړې او مشخصي موضوع اجرا کېږي .

 

160 سوال : تصمیم ګيري (تصمیم نیونه) څه شی ده ؟

ځواب هغه جریان تشریح کوي چي د هغه له طریقه د معیني مسالې حل الره ټاکل کېږي . ۱ – عادي تصمیم ګيري ، ۲ – عاجله تصمیم ګيري ، ۳ – بحث طلبه تصمیم ګيري

161 سوال : د تصمیم ګيري د مراحلو نومونه واخلئ ؟

ځواب:۱– د مشکل تعریف او تشخيص ، ۲– د مشکل د حل الرو لټول ، ۳– د ښې حل الري ارزیابي او انتخاب ، ۴– د تصميم اجرا

162 سوال : تقنیني اسناد څه شی دي ؟

ځواب تقنيني اسناد د (قانون ، فرمان ، مقررې او لایحې) څخه عبارت دي .

162 سوال : فرمان څه شی او په څو ډوله ده ؟

ځواب فرمان د جمهور ریس له لیکلي هدایت څخه عبارت ده چي د مشخصو موضوعاتو په اړه د جمهور ریس لخوا صادرېږي .

لکه د قوانينو د توشیح ، یو شمېر اشخاصو مقرري ، د محبوسینو )زندانیانو( د عفوي په اړه فرمان . فرمان په دوه ډوله ده .

۱ – تقنیني فرمان ، ۲ – عادي فرمان

164 سوال : حکم څه شی ده ؟

ځواب حکم په یوه موضوع کي په خاص شکل سره د امر له اجرا څخه عبارت ده . فرمان عام او حکم خاص ده .

165 سوال : مصوبه څه شی ده ؟

ځواب: د دولت د ریاست مقام او کابينې غړو د جلسې د راپور کاپي ده .

166 سوال : پیشنهاد څه شی ده ؟

ځواب پیشنهاد هغه رسمي تحريري)ليکلی( سند ده چي د احکامو او هدایت د اخيستلو په موخه د اړونده مرجع لخوا لوړ پوړو چارواکو ته ليکل کېږي . پیشنهاد د لاسلیک وروسته اړونده ادارې ته لېږل کېږي .

167 سوال : مکتوب څه شی ده ؟

ځواب مکتوب هغه رسمي کتبي سند ده چي د یوې ادارې لخوا د مطلب د ښودلو په موخه بلي ادارې یا مرجع ته په رسمي توګه لېږل کېږي . د مکتوب محتویات له : سريزه /مبدا )شروع او عنوان ښيئ ( ، اصل متن او مطلب ، پای ، مهر )ټاپه( او لاسلیک .

168 سوال : مینوټ څه شی ده ؟

ځواب – د صادر شوي مکتوب له کاپي څخه عبارت ده چي د اجرااتو د اثبات په خاطر د دفتر په اړونده فایل کي ساتل کيږي.

169 سوال : د ثبت او راجستر دفتر څه شی ده ؟

ځواب: هغه کتاب ته ويل کېږي چي په هغه کي د اړونده ادارې د باصلاحیته چارواکي په لاسلیک سره د )پیشنهادونو ، عرایضو ، هدایاتو او رهنمودونو ( اسنادو احکام درج او ثبتيږي .

170 سوال : د مکتوب په صادرولو کي کوم ټکي په نظر کي نیول کېږي ؟

ځواب – د مکتوب په صادرولو کي باید لاندې ټکي په نظر کي ونیول شي !

۱ – مکاتیب بايد د پرلپسې ګڼې ، نېټې او اړونده مرجع د عنوان لرونکي وي . ۲ – د مکتوب مينوټ او کاپ ي بايد وساتل شي .

۳ – د مکتوب د تسليمولو په وخت کي بايد د رسيداتو په دفتر کي د تسليموونکي لاسلیک واخيستل شي . 

۴ – مکتوب بايد محفوظ ولېږل شي او متن يې عام فهمه او له قلم خورده ګي پرته وي . ۵ – اړونده مرجع ته د رسېدو په صورت کي د الزمو کړنو ترسره کول .۶ – د مکتوب الفاظ باید ادبي او متن يې صراحت ولري ، او د ادارې موقف په نظر کي ونيول شي .

171 سوال : متحدالمال څه شی ده ؟

ځواب متحدالمال د چارواکو له مکاتیبو او هدایاتو څخه عبارت ده چي ټيټو مرجعو ته د یو لړ موضوعاتو په موخه لېږل کېږي .

172 سوال : استعلام څه شی ده ؟

ځواب استعلام د ادارې رسمي سند ده چي له ادارو او مراجعو څخه د معلوماتو د لاسته راوړلو په موخه ترې استفاده کېږي .

173 سوال : لایحه وظایف (د دندو لایحه) څه شی ده ؟

ځواب: لایحه وظایف د یو کارمند د دندي له مختصري شرحي څخه عبارت ده چي په هغه کي د کارمند دندي ، کاري استقامت او وروستي مسؤليتونه درج وي .

174 سوال : د لایحه وظایف محتویات تشريح کړئ ؟

ځواب – ۱ – ټول اړين معلومات وښيئ ۲ – په لایحه وظایف کي تاریخ ذکر شي ۳ – د دندي تفصيل د لایحه وظایف تر ټولو مهمه برخه ده چي په مفصله توګه ذکر شي ۴ – هره لایحه وظایف بايد بيطرفه او د ادارې د اهدافو مطابق ترتیب شي .

175 سوال :کاري پلان څه شی ده ؟

ځواب: د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د فعالیتونو ترتیبول دي چي د متوقعه اهدافو د السته راوړلو په موخه د وظایفو د لایحې په اساس تنظمېږي .

176 سوال : ګزارش څه شی ده ؟

ځواب: ګزارش په یوه مشخصه او ټاکلې دوره کي د مامور یا ادارې د کړنو له پایلي څخه عبارت ده . چي لاندي ټکي رعایت شي .

۱ – په واقعیتونو ولاړ وي ۲ – خل او نيمګړتیاوي څرګندي شي ۳ – قلم خوردګي ونلري ۴ – د خل او نيمګړتیاوو حل الره ۵ – نېټه او لاسلیک ولري

177 سوال : راپور څه شی ده ؟

ځواب: راپور لوړو مقاماتو ته د نظریاتو او وړانديزونو او یا د ترسره شویو کړنو له لېږدولو څخه عبارت ده . په راپور ليکنه کي څلور اساسي ټکي وجود لري .

۱ – د معلوماتو راټولول ، ۲ – ليکنه ، ۳ – د مطالبو د انتخاب طرز ، ۴ – تصحیح او اصلاح یې

178 سوال : ارشیف څه شی ده ؟

ځواب: ارشیف له هغي کلمې څخه عبارت ده چي زموږ له اړتیا اضافه اجراات په یو دفتر کي د راپور په شکل راټولوي .

179 سوال : رسيدات څه شی ده ؟

ځواب: رسيدات هغه دفتر ده چي د هغه له مخي د واردې او صادرې د ک تاب صادر شوي مکتوب نمبر ، تاریخ ، مرسل او مرسل اليه مرجع رسېږي . د مرسل مرجع په مقابل کي له شخص یا تسليموونکې ادارې څخه لاسلیک اخيستل کېږي .

180 سوال : صادره څه شی ده ؟

ځواب: هغه مکتوب چي په اداره / ریاست کي ترتیبېږي هغه ته د صادرې د ک تاب شمېره ، د مرسل په ستون کي تاریخ ، د اړونده شعبې نوم او د مرسل اليه په ستون کي د تسليمېدونکې ادارې نوم او په خلصه ستون کي د مکتوب خلصه ليکل کېږي .

181 سوال : وارده څه شی ده ؟

ځواب: هغه مکتوب چي له ادارې بهر را رسېږي چي په صفحه کي يې د مکتوب وارده نمبر ، د مکتوب تاریخ ، د را رسېدو تاریخ ، او مرجع او په خلصه ستون کي د مکتوب مطلب لیکل کېږي او تر مکتوب لاندې د واردې شمېره رسوو .

182 سوال : د انديکاتور دفتر څه شی ده ؟

ځواب: هغه اسناد چي د مرکز یا ادارې بهر یا د مخصوص دفتر له لارې ثبت او راجستر کېږي د انديکاتور دفتر بلل کېږي .

183 سوال : بودیجه تعریف او څرنګه طی مراحل کېږي او همدارنګه په څو ډوله ده ؟

ځواب: بوديجه له هغه قانوني سند څخه عبارت ده چي د یو کال لپاره د یوې ادارې ټول عواید او مصارف پیشبیني کوي .

بودیجه په اداره کي ترتیبېږي ، وروسته ماليې وزارت ته ځي ، وروسته د وزيرانو شورا ته وړاندي کېږي ، وروسته د تصویب په موخه پارلمان ته وړاندي کېږي او باالخره د جمهور ریس لخوا توشیح کېږي .

بوديجه په دوه ډوله ده :

عادي بودیجه : له هغي بوديجې څخه عبارت ده چي د یو وخت لپاره ترتیب شوې وي او د عوايدو مخارج او منابع لع ځان سره لري .۲ – انکشافي بوديجه : له هغي بوديجې څخه عبارت ده چي د پراختیاي ي فعاليتونو د پلان د تمويل مصارف ښيئ .

184 سوال : د عادي او انکشافي بوديجې ترمنځ توپير څه شی ده ؟

ځواب عادي بودیجه د ورځنیو فعاليتونو لپاره استفاده کېږي ، لکه د مامورینو معاشات ، د تعميراتو د اړتیاو وړ لوازمو اخيستل

او انکشافي بوديجه د انکشافي پلانونو د تطبیق لپاره په کار وړل کېږي لکه د بندونو جوړول ، د مکاتیبو جوړول ، د کلينیکونو او تعميراتو جوړول .

185 سوال : بوديجه کوم مراحل طی کوي او مراحل يې په کوم نوم یادوي او بوديجه د تصویب وروسته د څه حیثیت لري ؟

ځواب: بوديجه لاندې ۴ مراحل طی کوي !

۱ – د بوديجې ترتیب ، ۲ – د بوديجې تصويب ، ۳ – د بودیجې کنټرول ، ۴ – د بوديجې اجرا دبوديجې مراحل د بوديجې د دوران په نوم یادوي . دبوديجې د تصويب وروسته بوديجه د قانوني سند حیثیت لري .

186 سوال : کوم اهداف په بوديجه کي شاملېږي ؟

ځواب سیاسي ، اقتصادي ، ټولنيز او نور اهداف په بودیجه کي شاملېږي .

187 سوال : د بودیجې په اجرا کي مهم او اساسي عامل څه شی ده ؟

ځواب د بوديجې په اجرا کي مهم او اساسي عامل له کنټرول او نظارت څخه عبارت ده . چي په لاندې توګه صورت نیسي .

اداري کنټرول : مقدماتي کنټرول ده چي د بوديجې د اجرا په سر کي صورت نیسي .

پارلماني کنټرول : دا ډول کنټرول د مالي کال په وروستیو کي صورت نیسي چي مقننه قوه يې د اجرایه قوې د استیضاح له الري بررسي کوي .

قضايې کنټرول : د بودیجې د مؤثریت د لوړولو لپاره مهمه وسیله تشکيلوي .

188 سوال : د دولت د قطعیه حساب څه شی ده ؟

ځواب د بودیجې په مقایسه د دولت د مالي کال د مصارفو او عوايدو اخېري نتېجې ته قطعیه وايې .

189 سوال : بودیجه څه وخت ترتېبېږي ؟

ځواب بوديجه د اړتیاوو مطابق ترتیبېږي .

190 سوال : د لمړي ځل لپاره د بوديجې نظام په کوم کال او کوم مفهوم منځته راغی ؟

ځواب د لمړي ځل لپاره بودیجه په ننني مفهوم د عوايدو او مصارفو د پيشبیني په نوم په ۹۹۲۱ کال کي منځته راغله .

 

191 سوال : تخصیص څه شی ده ؟

ځواب په ټاکلي وخت ) مياشت ، ربع او کال (کي د مالي پلان د تطبیق په موخه د اسنادو د صدور او پیسو د اندازې له اجرا څخه عبارت ده . د باصلاحیته مالي ادارې لخوا اړوندو ادارو ته لېږل کېږي او د اجرا وړ ده ، د هغې په ختمولو سره مصرفوونکې ادارې د هيواد د تقنیني اسنادو په اساسد حصرفي راپور په جوړولو مکلفي دي

192 سوال : په یو هيواد کي د دولت بوديجه د څه شي تابع ده ؟

ځواب: د دولت بوديجه په یو هيواد کي د ملي عوايدو تابع ده ، د اقتصادي اوضاع د تغيراتو د تقاضا د زیاتوالي تابع ده .

193 سوال : د بوديجې طرح او ترتیب د کومو چارواکو لخوا ترسره کېږي ؟

ځواب: د بوديجې طرح او ترتیب د ټيټو چارواکو له لوري لوړو چارواکو ته صورت نیسي .

194 سوال : د دولت عوايد له کومي الري السته راځي او د کومو شرایطو تابع دي ؟

ځواب د دولت عوايد د مستقيمو او غير مستقيمو مالیاتو له الري السته راځي . او د راتلونکو اقتصادي او مالي شرایطو تابع وي .

195 سوال : محاسبه څه شی ده ؟

ځواب – محاسبه د تصنیف ، تخليص ، توحيد ، راپوردهي او حقایقو د تفسیر یا د دولت د مالي معاملتو د ثبت له جریان څخه عبارت ده .

196 سوال : خدمت څه شی ده ؟

ځواب – د ټولني د اړتیاوو رفع کولو ته خدمت وای ي او د ټولني هر وګړی چي د خلکو او ټولني په ګټه هر کار ترسره کړي خدمت ده .

 

197 سوال : استهلاک تعریف کړئ ؟

ځواب استهلک د اقتصادي شیانو له مصرفولو او له منځه تلو څخه عبارت ده .

198 سوال : موجوديه شی ده ؟

ځواب: موجودي د اجناسو له مستقیم شمېر او دهغوی د اسنادو له ساتلو څخه عبارت ده ، چي دا عملیه د دولت دارای ې تعين او پیشبیني او د بودجوي اجناسو د سند برابرول اسانوي .

199 سوال : مصرفي اجناس واضح کړئ ؟

ځواب - مصرفي اجناس له هغو اجناسو څخه عبارت دي چي د استفادې او استعمال موده يې تر یو کال وي .

200 سوال : غير مصرفي اجناسو واضح کړئ ؟

ځواب غیر مصرفي اجناس له هغو اجناسو څخه عبارت دي چي د استفادې او استعمال موده يې تر یو زیاته وي او بیه يې له افغانیو ټيته وي .

201 سوال : آمر اعطا څوک ده ؟

ځواب –آامر اعطا صلاحیت لرونکی کس ده چي په حواله شویو تخصیصاتو کي د مقرراتو مطابق د دولت د مصارفو قطعي یا مؤقتي تاديه قبوله او منظوره کړي .

202سوال : بیجک څه شی ده ؟

ځواب – د مالونو لېست ده چي د درج شویو شیانو بی ې او اندازې ښی ې ، دغه سند یا )بل( د پلورونکي لخوا ترتیب کېږي او یو اخيستونکي )مشتري( ته ورکول کېږي .

203 سوال : اقتصاد څه شی ده ؟

ځواب: په یو هيواد کي د موليد ، تجارت او پيسو برابرولو تر منځ له اړيکي څخه عبارت ده ، یا د ګټي وړ سرچينو څخه پداسي توګه ګ ټه اخيستل چي د پیسو د ساتلو او ارزښت سبب شي او د وخت د ضایع کېدو مخه ونیسي .

یا اقتصاد هغه علم ده چي په حال او راتلونکي کي د ډول ډول اجناسو د توليد ، توضیع او مصرف په موخه د توليدي منابعو د تخصیص په اړه بحث او خبري

 Bashir hashimi

-
بېرته شاته