(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جانېخیل

[31.Mar.2021 - 12:58]

ځانېخیل ( جانېخیل) پرلت

په دې څلور اویا ۷۴ کاله کې د جانخېلو د جنازو احتجاج د پښتنو لومړنی سخت احتجاج وو، دا د شعور برکت وو دا شعور چا خپور کړو پي ټي ايم خپور کړو

د ۱۹۴۸ د بابړې د شهیدانو څخه راواخله بيا تر ننه پورې رياست به پښتانه ووژل خو پښتنو به غږ نه پورته کولو یوازې به يې جنازې پورته کولې، د اویا کالو راهيسي رياست به پښتانه لادرکه کړه تر ۲۰۱۸ پورې يا د پي ټي ايم تر جوړېدو پورې په هيچا کې دا جرأت نه وو چې د خپل ورک پښتون پوښتنه دې وکړي،

کله چې رياستي ادارو د جانيخيلو څلور تنکي ماشومان لومړی شپاړس ورځې لادرکه کړه وروسته يې په ډېره بې رحمي او بې دردي سره شهيدان کړي وو په خاورو کې يې بې کفنه ښخ کړي وو بيا د يؤ سپي په توسط پيدا شو وروسته اته ورځې پرلت پرې جوړ شو ټول قام ورسره ودريدو د اسلام اباد د سفر څپلۍ يې په پښو کړې تر بنو راورسيدل،

تاسو باور وکړئ د اسلام اباد لاسونه او ځنګنونه ورېږدېدل خپل مرګ يې وليدو چې د باچاهۍ تخته مې نسکورېدو ته نږدې ده،

نو په نيمه شپه له اسلام اباد څخه حکومتي چارواکي مخې ته ورته راغلل او ورته وویل چې کومه کومه غوښتنه تاسو لرئ ټولې منو خو فقط د اسلام اباد څخه مخ راوګرځوئ د شهيدانو کورنيو او د پرلت مشرانو پرېکړه او مشوره يې وکړه وروسته پرلت پای ته ورسېدو،

ګورئ حوصلې مه بايلئ

د رياست کار او روزګار د پښتنو وژل دي هسې يې هم پر موږ رحم ندی کړی هره اونۍ مو وژني خير د جانخېلو څخه مو د احتجاج چل زده کړو دا ځل که ونشو بل ځل به وشي بل ځل که ونشو دريم ځل به د ازادۍ چيغه واورو يا به مو د مرګونو او وژنو سلسله ودريږي يا به د خپلواکۍ څښتنان شو،

هو خو په دې شرط

که موږ هر يوه د خپلې خپلې برخې کار وکړو، که موږ هره يوه شعور خپور کړو، که موږ هر يوه له ځانه د قام تبليغيان جوړ کړو، که موږ هر يو د امير يا رهبر د امر تابع شو، که موږ خپلمنځي اختلافاتو ته هوا نه ورکول، که موږ د خپلو د سپکاوي پرځای هغوی ته درناوی ورکولو، که موږ د شهرت له بامه راکښته شو، که موږ د لر او بر افغانانو ترمنځ يووالی او اتحاد راوستو، که موږ عملي کار ته دوام ورکړی، که موږ تر تنګ نظرۍ او بغض راووتلو

(ذولقرنین باچا)

-
بېرته شاته