(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مړز غوښه

[31.Mar.2021 - 13:01]

دمړز [ بودنه] د غوښۍ کالوريک جوړښت 

ژباړه روسيپښتوژباړن ع.خ.ساپی

مړز  __  د وحشي( دشتي) چرګانو د نسل يوه  نه چندان ستره مرغۍ ده . ددې مرغۍ يوه ځانګړتيا د نورو مرغانو په تله دا ده چې, هغه په لږه اندازه په ناروغيو اخته کېږي .

ددغې مرغۍ د ودې لپاره  ځانګړو  هارمونونو ته اړتيا نه ليدل کېږي , د هغې په غوښه کې د ارګانيزم د کارولو لپاره په کافي اندازه لاندی امينو اسيدونه شتون لري

 

1) . ليزيند شحم د ويلي کولو ( تجزيه کولو)  , د واېرسونو څخه د دفاع وړتيا لري, همدا شان د عضلاتو په حجمي  ودهد حافظې او جنسي ميل په ځواکمنولو کې مرسته کوي . ليزين په خپله د هېرپېس د واېروسي ناروغې[ په شونډو د تبخال ] په درملو کې ور ګډوي . ليزين د سپورت کوونکو په انابوليکونو کې هم شتون لري

2). الانين __  د قوت او انرژي سرچينه دهچې د موادو د تبادلې په پروسه کې برخه اخلي

3).سيستين__ د پروتينونو په توليد کې د ارګانيزم سره مرسته کوي. هغه د ايمونوګلوبولين او انسولين په جوړښت  کې شتون لري

4) .مېتيونين __  ددغه امينواسيد   نه شتون په ارګانيزم کې د ډول ډول ناروغيو د رامنځ ته کېدو سبب ګرځي.

5). ګليسين ___  لدې پرته  د عصبي _ رواني سيستم د دندو په فعاليتونو   کې اختلال رامنځ ته کېږي

6). ارګينين __ د ارګانيزم څخه د توکسينوزهرجن مواد) او مضرره ترسباتو په خارجولو او د هارمونو د ترکيب د پروسې په چټکتيا کې برخه اخلي.

7). تيروزين__  د هورمونو د توليد د پروسې په بهترولو کې مرسته کوي او د ملانين د جوړولو لپاره ضرور امينواسيد ګڼل کېږي. هغه د مزاج په ښه کولو ( خوښ خولق) , د ارګانيزم د کسالت په کمولو او د سترېس په رفع کولو کې مرسته کوي.

 

پاملرنه :

د کورني مړزانو غوښه د سپورت کوونکو لپاره ډېره مؤثره ده , پدې خاطر چې [ سل ګرامه د 123-200 کيلوکالوري لري] هغه په ډېره کچه پروتين لري .

په سل ګرامه کې 21,8 پروتين, 4,5 شحم , او کاربوهيدرات پکې شتون نلري

 

د مړز په غوښه کې لاندې ويټامينونه په پوره اندازه شتون لري

1).  دغه ويټامينونه(      В1, В2, В5, В6, В9, В12  )  د عصبي سيستم په ځواکمنتيا کې مرسته او د موادو د تبادلې په ښه کولو کې برخه اخلي

2). ويټامين D _  د هډوکو د ودې لپاره ګټور دی , هغه د ماکروعناصرو په جذبولو او د سرماخوردګي د ناروغيو په وړاندې مبارزه کې د ارګانيزم سره مرسته کويکوي) . 

3) . ويټامين A __  د پوست په ساتنه او ښکلا باندې مثبتې اغېزې کوي, د بدن دفاعي ځواک زياتوي همدا شان هډوکي پياوړي ساتي .

4). ويټامين K__  د وينې لپاره ډېر ګټور دی[ د وينې د لخته کېدو څخه مخنوی] همدا شان د کلسيم په جذبولو کې مرسته کوي

 

پرته له دغو ويټامينو  د مړز غوښه د سوډيم , پوتاشيم , اوسپنې , مګنيزم , فاسفور او مس له لحاظه غني ده .

 

د مړز د غوښې ګټه 

د مړز په غوښه کې په پوره ا ندازه  ويټامينونه , پروتينونه او نور ګټور مواد  شتون لري. ددغو ځانګړتياو په درلودو هغه په اسانه ارګانيزم کې جذبېږي او  په لاندې مناسبت کارول کېږي

 

1).  ماشومانو ته:- 

که چېرې هغه ماشومانو ته ورکړ شي نو هډوکي به سالم او ځواکمن پاته شي , مطلب  د D ويټامين  د لوړې کچې شتون دی په دې غوښه کې. هغه د رېکيټسRickets[ په ماشومانو کې د هډوکو ناروغي , چې د ويټامين ډي له کمبود څخه رامنځ ته کېږي او هډوکي خپله بڼه بدلوي] په مخنيوي کې ډېره ګټوره وسيله شمېرل کېږي

 

2).  مېرمنې د حاملګي په دوران کې

 

د مړز غوښه او هګۍ کولای شي د حاملګي حالت بهتر کړي , د ويټامينو او مينرالي موادو د بيلانس په ساتنه کې په زړه پورې ونډه واخلي.

دغه غوښه په بدن کې مسموميت کچه راټيټوي  . 

 

3). شېدې ورکوونکې مېرمنې:-

هغو مېندو ته چې ماشومانو ته له تيونو شدې ورکوي , د شېدو د توليد بهير  لا تقويه کوي

 

4) . زړو انسانانو  ته :-

په دغو کسانو کې د مړز غوښه او هګۍ د ارګانيزم  انساج پياوړي کټي , د نوکانو او وېښتو حالت بهتروي, د زړښت د ناروغيو په اسانه تېرولو کې مرسته کوي

 

سپورتي انسانانو ته:-

پدغو انسانانو کې د عضلاتو وده مهمه مسله شمېرل کېږي , ددې لپاره چې دا غوښه په ډېره کچه پروتين لري د هغه په کارولو عضلات ډېر ژر وده کوي او کومه انرژي چې د تمرين په جريان کې مصرفېږي هغه بېرته تر لاسه کېږي

 

له جراحي عملياتو وروسته :-

د مړز غوښه او هګۍ  دا رژيمي( پرهېزي) محصولات دي, چې وروسته له ناروغۍ د بدن د بېرته ژر رغېدو او جوړېدو امکان برابروي.

د لاندې ناروغيو د اخته کسانو په غذايي رژيم کې بايد د مړز غذايي محصولات شامل وي :

Anemia( وينې کمښت)).1 

2.( د هډوکو يا غاښونو تورېدل )  Carise 

apathy and irritability.(    (3;

• arrhythmia(  .(4; 

• diseases of an oncological nature . (5 

• diseases of the thyroid gland. (6; 

• radiation sickness;. (7

د غذايي رژيم کارپوهان  وايي چې د مړز غوښه د معدې د زخم , ګاستريت , کوليت او د هاضمې د سيستم نورو نارغيو په صورت کې بايد وخوړل شي .

پدغه غوښه کې د کلوسترين لږ موجود مقدار په اسانه جذب او د معدې د اذيت سبب نه ګرځي .

د فاسفور او سلفر شتون پدغه غوښه کې د بدن د موادو د تبادلې جريان په خپل نورمال حد کې ساتي , د همدې وجی د هاظمې د سيستم  فعاليت ښه کېږي او انسان ځان ډېر ښه  احساسوي.

د عصبي سيستم لپاره :-

د بدن د غړو ناروغي , په مغز کې د عمر د ډېريدو  سره  بدلونونه  او همدا شان  زيات بوج   د عصابو مرکزي سيستم  فعاليت مختلوي . کله چې حافظه خرابه شي دا پدې معنی چې انسان کې د تائېرويډ د غدې ناروغي وده کړيده چې, درملنه يې د طبي درملو پکارولو سره تر سره کېږيپه هر حال  غذايي رژيم , د ويټامينو د اندازې  او منرالي موادو انډول  ارګانيزم لپاره ډېر مهم دی

 

د مړز په غوښه کې هغه ګټور مواد شتون لري , کوم چې عصبي حجرات پياوړي او د مغز د فعاليت په بيا رغونه کې مرسته کوي.

ددغې غوښې کارونه د حافظې په بهترولو , په فکري وده

 

د دغی غوښې په جوړښت کې د B د ګروپ ويټامينو شتون په ارګانيزم کې د سرطاني ناروغۍ په وړاندې مثبت او رغنده رول لوبوي.

فاسفور او مس د وينې جوړونکو حجرو په جوړولو کې مرسته کوي.

د مړز د غوښې خوړل په بدن کې د هوموګلوبين کچه لوړي , د رګونو جدار پياوړی ساتي , د وينې ميکروسرکلوشن( دوران) بهتروي او په دا شان د ترمبوز ( وينه لخته کېدود پېښېدو کچه راټيټوي .

 

د وزن په کمولو کې د مړز د غوښې رول

د وزن کمولو بنستيزه چاره د لوړو پروتين لرونکو او ټيټو شحمي پرامترو لرونکي خواړه دي, پدې صورت کې د ارګانيزم د موادو د تبادلې بهير ډېر ښه تره سره کېږي

 

عملا ښودل شوې  , همدا شان څېړنو ښودلې چې په غذايي رژيم کې د مړز د غوښې شاملو دا په ډاګه کړه چې هغه د وزن په کمولو کې درې برابره برخه اخلي , که څه هم چې ; د سوی( خرګوش) او چرګ غوښه د غذايي رژيم برخه ده , خو د مړز غوښه تر هغو بهتره ده .

 

د مړز د غوښې زيان او منفي اغېزې 

د مړز غوښه د خپلو مثبتو ځانګړتياو تر څنګ يو لړ نيمګړتياو هم لري , چې البته د جانبي زيانونو او د هغه نه  کارولو سره   تړاو نلري , دغه موارد قطعا شتون

-
بېرته شاته