(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بامیان/بودا

[06.Apr.2021 - 15:20]

تر دوهمي بودايي جرګې روسته، د (مهایانا) باورلاره د هېمالیا له لمنو څخه  خوره او د هېمالیا د ورور (هیندوکوښ) لمنو ته راورسېده.  

مهایانا، له نورو بنیادمانو او ژویو سره د خواخوږۍ او زړه سوي پر بنسټ، ژوند ته ګواښ نه پېښول (نیروانا) یا د روح بشپړې خپلواکۍ ته د رسېدو لار وګڼله

همدا مهال په ټوله پراخه بودايي جغرافیا کې زموږ د هېواد په زړه (بامیان) کې د مهایانا تر ټولو ستر پوهنتون جوړ شو، چې زرګونو کسانو په کې زده کړه او ریاضت کاوه

بامیان ته له درېیو لارو کاروانونه ور روان ول،

۱ـ  له پرښاپوره ( پېښور) یا ژمني باګرام څخه د دوبني باګرام او د (نیلاب) پرغاړه د غوربند و شېبر پر لار

۲ـ د سیکاراما له اړخه د پکتیانا، لوکرانا او چکړي و خوردکابل له لارې مخ په وردیکا بیا د بامیان تر زړه پورې

۳ـ د بګولان (بغلان) له ستر منځي څخه د شمالي هیندوکوښ پر څنډو تر بامیان پورې

بامیان سوړ و او ژمی به د یخنۍ ریاضت په کې تر سره کېده. د بودا دوه سترې، لسګونه منځنۍ او سلګونه وړې پژې (مجسمې) په غره کې وکېندل شوې، په سترو کې درېیمه او تر دوه نورو لویه یې ترمخ پرته وه، چې نیروانا ته رسېدلی بودا یې تمثیلاوه

د مهندسۍ، هنر، موسیقۍ، طبیعي رنګ جوړولو، قیمتي ډبرو د توږلو او غره توږنې هغه پوهنه او کارتوکي، چې هغه مهال کارول شوي، لا تراوسه هم پوهان ورته حیران دي

د بامیان زوړ سترتوب د مصر د اهرامو له ټولې بډايې حوزې سره برابر دی

له (ژوند) سره مینه او ژوند ژغورل پوهنه ګڼل کېدل او د دغې پوهنې تر ټولو لوی پوهنتون په بامیان کې و

پېړۍ پېړۍ روسته د نوې زمانې بنیادمانو  اول د مینې او ژوند پژې راونړولې او بیا یې باروت و بمونه وروړل، چې ژوند په کې په لنبو وسیزي او نیروانا د مرګ و جسماني نیستۍ په لوخړو کې له پرتم څخه راوغورځوي

د بامیان په ګډون د دغو مدنیتونو په ستر هېواد افغانستان کې وینه مه بهوئ، لږ ترلږه له خپل څو زره کلن تاریخي عظمت څخه وشرمیږئ !

عبدالغفور لېوال

 

 

-
بېرته شاته