(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسلم بېګ ته

[06.Apr.2021 - 15:23]

جنرال اسلم بېک ته د مولوي صاحب خالص رټه خبره 

کله چې جنرال ضیاءالحق ووژل شو او جنرال اسلم بېک د پوځ مشر شو ټولټاکنې وشوې ' بې نظیر بوټو د پاکستان صدراعظمه شوه او دا هغه وخت و چې د روسانو د وتلو وروستۍ شېبې وې ' یعنې  ۱۳۶۷ هه ش کال ود راولپنډۍ په حاجي کېمپ کې د مشورتي شورا په نوم د مجاهدینو یوه غټه غونډه راوغوښتل شوه چې د هر تنظیم په کې شپېته  تنه غړي وو.

د اروپا او امریکا څخه هم څه افغانان راوغوښتل شول ' د واخان د درې هغه ترکمن قوم چې ترکیې ته مهاجر شوي وو د هغوی مشر رحمان قُل له ترکې څخه راوغوښتل شو ' څو ورځې غونډې دوام وکړ او ددې له پاره چې روسان واوځي نو مجاهدین به مخکې تر مخکې جلا وطنه حکومت ولري ' ترڅو د روسانو تر وتلو وروسته دغه جلا وطنه حکومت د قدرت د ترلاسه کولو تیاری ولري ' د شورا په منځ کې ټاکنې وشوې چې پروفیسور صبغت الله مجددي د مشر په توګه ' پروفیسور سیاف د صدر اعظم په توګه ' مولوي محمد نبي محمدي د سترې محکمې د رئیس په توګه او انجنیر حکمتیار د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ' استاد برهان الدین رباني د بیارغونې د وزیر په توګه 'زه حاجي دین محمد د ملي امنیت د وزیر په توګه ' مولوي خالص د کورنیو چارو د وزیر په توګه ' هدایت امین ارسلا د مالیې د وزیر په توګه ' ډاکتر فاروق اعظم د پوهنې د وزیر وټاکل شول.

د پاکستان حکومت ' د سعودي عربستان حکومت او د مالیزیا حکومت له خوا په راولپنډۍ کې جوړ شوی حکومت په رسمیاتو وپېژندل شو.

د حکومت مرکز په پېښور کې و ' یوه ورځ جنرال اسلم بېک غوښتنه وکړه چې غواړي د مجاهدینو د حکومت د مشرانو سره یوه ګډه غونډه ولري ' په همدې اساس په راولپنډۍ کې د پاکستان پوځ په مرکز ( G.H.Q) کې چې د میرزا اسلم بېک دفتر و راټول شول ' پاکستان د پوځ له خوا تورم وغږول شو او د مجاهدینو د حکومت مشرانو ته سلامی وشوه او بیا د غونډې تالار ته ولاړو.

 یوې خوا ته د مجاهدینو د حکومت مشران کېناستل او بلې خوا ته د پاکستان د پوځ مشران کېناستل ' جنرال اسلم بېک خبرې پیل کړې او په خبرو کې یې وویل چې الحمدلله موږ د امریکا د حکومت سره په نظامي ' سیاسي او اقتصادي برخه کې د افغانستان له پاره موافقې ته ورسېدو ' د پاکستان له خوا جنرال کلو ' جنرال مغُل او جنرال دُرانی موږ امریکې ته لېږلي وو او د موافقې سره په کامیابۍ بېرته راوګرځېدل.

د افغانستان په سیاسي ' نظامي او اقتصادي برخه کې مو موافقه وکړه او په کار دا وه چې د ده له خبرو وروسته حضرت مجددي چې د مجاهدینو د حکومت مشر و خبرې کړې وای ' خو مولوي صاحب خالص بې واره شو او جنرال اسلم بېک ته یې وویل چې ته زموږ وکیل ' ته زموږ وسي ' ته څوک یې او تا ته چا زموږ وکالت درکړی دی ' چې زموږ په سر د امریکا او یا کوم بل چا سره معاملې کوې او زموږ په ځای ته ځان امریکې سره موافقې ته رسوې ؟

ترجمان چې بریګېډر انور و په ډار ډار دا خبره ترجمه کړه ' ټول مجلس د څو شېبو له پاره غلی شو ' زه ( دین محمدچې د استاد رباني په څنګ کې ناست وم استاد رباني په ډېر تشویش سره غلي راته وویل چې مولوي صاحب خو کار خراب کړو چې لا نور یې پسې خراب نه کړي ' که ته ورته اشاره وکړې چې نور څه ونه وایي ' ما استاد رباني ته وویل چې هغه زما مشر دی ' زه یې په خبره کې څه نشم ویلای چې هر څه کیږي هغه به کیږي.

د څو شېبو ځنډ وروسته حکمتیار صاحب خبرې پیل کړې او ویې غوښتل چې فضا بېرته نورمال کړي ' نو ویې ویل موږ مجاهدین چې په جهاد بوخت یوو د جهادي ستونزو له امله مو عصاب ناکراره وي نو کارونه به په شریکه کوو ' جکړه به موږ کوو ' د اکمالاتو او سیاست په برخه کې به تاسې راسره مرستې کوئ.

هغه و چې د جنرال مېرزا اسلم بېک هواس څه نا څه بېرته پر ځای شول او مجلس ته مو ادامه ورکړه په دغه مجلس کې یو شمېر پښتانه پوځیان افسران هم زموږ شاته ناست وو ' په خپلو منځونو کې به یې ورو ورو د مولوي صاحب خالص خبرې تکراره ولې " ته زموږ وسي یې ' ته زموږ وکیل یې ' ته څوک یې " او خوند به یې ترې اخیسته.

#ماخذکتاب د مولوي ژوند ' فن او اند. د کتاب مخونه۱۷۳/۱۷۴/۱۷۵

لیکوال عزیزالله حاجي دین محمد

-
بېرته شاته