(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سبزۍ

[06.Apr.2021 - 15:30]

د سبزی دوکان 

لیک:

مور خپل زوی په څپړه ووهلو او د ماشوم سره ئې خپله هم ژړل. ما چې دا هر څه ولیدل سخت خفه شوم او د دې کړني د پوښتنې لپاره وروړاندې شوم ، ورته ومې ویل چې خورجانې ولې دا ماشوم وهي ، څه ګناه ئې کړي . په داسې حال کې چې ماشوم په سترګو خپله څنګل نیولي او ژړل ئې ،  له مانه څنګ ته شو ، مخ ئې بل لورته واړولو او ودریدو ...

زما ورته پام وو چې رڼې اوښکې ئې لکه سپینې ملغلرې په چاود مخ د سیند په څیر رابهیدلې خو هیڅ یې هم نه ویل . زما د پوښتنې په ځواب کې په ژړه غوني غږ هغې وویل ، "وروره ، څه درته ووایم ، تاسو به خبر نه یاست ، چې د زمري پلار څه موده وړاندې په یوه ځانمرګې برید کې په حق رسیدلی او موږ ډیر بېوزله یو . زه د خلکو په کورونو کې له مجبورئ نه کار کوم او یوازې د دغه زوی ، د زده کړو لپاره خواري مزدوري کومه خو دا بدبخت هره ورځ ښوونځي ته په ځنډ ځي او له ښوونځي څخه کورته ناوخته  راځي ، کالي یي هم په خاورو ککړ پکړ وي. په لاره کې هغه په ​​لوبو ښکیل وي او خپلو زده کړو ته هیڅ پام نکوي

له همدې امله هغه هره ورځ ما ژړوي. زه دومره پیسې له کومه کړم چې هره ورځ د ده کالې ورپرې مینځم ، زه د خلکو مزدوري کوم تر څو یوه ګوله وچه ډوډی ده ته او ځانته برابره کړم . میوه ، پلو ، غوښه ، چیني ( بوره ) او داسې نور څه خو په میاشتو میاشتو وینو هم نه.

 وه وروره ته ووایه ،

 زه څه وکړم ،

له دغه یوه زوی او خدایه پرته بل څوک لرم 

نور خو ټول دې بدبخته جګړو خوړلې.

خو دا ځوانیمرګ هم په خبره نه پوهیږي 

په چیغه ئې وویل 

وو خدایه کاش زه هم مړه شوي وای دا بدبخته ورځ خو به مې نه لیدله 

ورپسې سلګیو واخیسته 

خدای شته چې زه هم غمجن شوم خو له شرمه مې اوښکې سترګو کې ټینګې کړې او ګلالی ماشوم مې په غیږ کې نیولو سره لږ شانته نصیحت هم ورته وکړو

چې ګوره حالات خراب دي 

مور دې ښه وائي ، سبق وایه ، بیکاره خلکو سره مه ګرځه

زمري په لمندو سترګو د سر په خوځولو د ښه ځواب راکړو .

ما هم د هغه مورته وویل 

خورې مه ژاړه 

هر څه به سم شي

خیر ده

ماشوم دی

پوئ به شي

خو دا پيښه مې په ذهن کې بیخې میخ شوه 

یو سهار کله چې زه د سبزیو اخیستو لپاره د سبزیجاتو مارکیټ ته لاړم ، ناڅاپه مې په یوه لس ، یولس ، کلن ماشوم سترګې ولږیدې ، چې هره ورځ به له کوره وختي د ښوونځي په لور روان شو خو په ځنډ به ښونځي ته رسيدو .

 ناڅاپه مې ولیدل چې هماغه ماشوم په بازار کې ګرځي راګرځي ، چیرې چې دوکانداران له پلورنځیو څخه د خپلو دوکانو لپاره سبزیجات اخلي او په بوریو کې یې اچوي ، یو څه ئې چې په ځمکه رالویږي هغه دا ماشوم سمدلاسه را پورته او په خپله لمن کې یې راټولويزه د هغه څه په اړه اندیښمن وم چې د دې ماشوم د مور له خولې مې اوریدلي ووما په پټه د دې ماشوم د دې کړو وړو څار پیل کړ

کله چې د هغه خیرنه بوجئ له سبزیو ډکه شوه ، هغه د سړک په غاړه د یوه دوکان مخې ته کښیناست او په لوړ غږ سره یې پلورل پیل کړل . ما په خپل ژوند کې د لومړي ځل لپاره داسې یو هټیوال ولید چې د ځمکې له مخه سبزی راټولوي او هغه ​​د سړک په مخ پلوري.

خدای شته چې ورته حیران پاتې کیدو سره په سر کې مې د سوالونو ژرنده په ګډا شوه . چې دا ظالم ولې داسې کوي ؟ 

د ښوونځي وخت هم دی خو دا دلته دوکانداري کوی او داسې نورې ډیرې پوښتنې .

په همدې شیبه کې ناڅاپه یو سړی د خپل پلورنځي څخه راپورته شو او هلک چې د ده پلورنځي مخې ته یو کوچنی پلورنځی جوړ کړی وو ، یوه درنه څپړه په مخ ووهلو او ټوله سبزي ئې ورته په سړک وشیندلهکوچني هټۍ وال په نمجنو سترګو په منډه منډه بیا د هغو سبزيجاتو په راټولولو پیل وکړ چې د هغه په ​​سترګو کې اوښکې راوستي وې . له سبزی راټولو وروسته د یوې بلې هټۍ مخې ته کیناستلو او په سبزی پلورلو یې پیل وکړ . دا دوکاندار ډیر نیک انسان وو ماشوم ته ئې څه ونه ویل . ماشوم بیا چيغې کړي چې سبزی واخلی ، له لږ ځنډ وروسته ټوله سبزي خرڅه شوه او ماشوم پورته شو ، په بازار کې د یوه ټوکر یا جامو پلورنځي په لور روان شو ، زه ئې هم تر شا په پټه روان وم . هغه دوکان ته ننوتو او دوکاندار ته یې د پیسو له ورکولو وروسته خیرنه بوجی هم هلته کیښوده او د کتابونو کڅوړه ئې راواخیسته د سکول په لور روان شو ، زه ورپسې تر شا روان وم ،  سکول ته ورسیدو خو یو ساعت ناوخته وو .

کله چې ماشوم ټولګي ته ننوتو  ښوونکي یې یو لرګی تیار په لاس کې نیولی وو د ماشوم له رسیدو سره سم ئې په هغه د ګوزارونو باران شروع کړو

د ماشوم له سترګو ټپ ټپ اوښکې را وڅیڅیدې 

دې وخت کې ما ښوونکي ته وویل چې یتیم دی مه یې وهه بس دهښوونکي وویل ، "ښاغلیه ، هغه هره ورځ یو ساعت ناوخته راځي ، زه هره ورځ  هغه د ویرولو په موخه دا  په سزا رسوم او د هغه کور ته مې هم څو ځلې پیغامونه استولي دي."  کله چې ماشوم وهل وخوړل ، هغه په ​​خپله څوکی کېناست او په لوستلو یې پیل وکړ . ښوونکي ئې په تنده لهجه یو ځل بیا وویل

 وو مردار خوره !ته دا لباس ته خو د لږ وګوره ، دا ښونځی ده 

څه کباړي بازار خو نده 

دا ټولګیوالو ته دې لږ ځیر شه څومره پاک او صفا دې.

ما د هغې ښوونکي د موبائیل شمیره راواخیسته او کور ته لاړم . کله چې زه کور ته ورسیدم ، پام مې شو چې ما هغه سبزی په مارکیټ کې هیرې کړي کومې چې ما د کور لپاره اخیستې وې.

ملامته نه وم ، ځکه چې نن مې هغه څه لیدلي وو چې تصور مې هم نشو کولئ.

خیر د ما سودا خو له ما ورکه شوه ، خو په دې فکر کې وم چې اوس به ماشوم د معمول په څیر له ښوونځي څخه کور ته راغلی وي او له مور څخه  به یې بیا وهل خوړلې ويټوله شپه مې د سوچو په کټ تیره کړه ، خوب راسره داسې خدای په امانې کړي وه چې تر څنګ مې هم نه راتلو . سهار شو میرمن ته مې د یو ګیلاس کهوې وویل او ورسره مې هغه ښوونکي ته د سبزی مارکیټ د راتګ لپاره رینګ وکړو چې سبزي مارکیټ ته راشي. ښوونکې راته وویل چې په ما ښوونځي ته تګ له ځنډ سره مخ کیږي خو ما ټینګار پرې وکړو چې هرو مرو به تاسو راځی ځکه چې ما غوښتل هغه ښوونکي ته هم مثبت ځواب ورکړم

 لمر راپورته شو او دا هغه وخت وو ، چې زمری باید ښوونځي ته ولاړ شي او ماشوم مستقیم له کور څخه بازار ته لاړ ترڅو خپله کوچنی هټۍ پرانیزيزه د هغه کور ته لاړم او د هغه مور ته مې وویل ، "خورې ، ته له ما سره راشه ، زه به تاسو ته وښایم چې ستا زوی ولې ښوونځي ته ناوخته ځي."  هغه سمدلاسه له ماسره د تلو لپاره تیاره شوه او له ځان سره ئې غلي غلي ویل چې دا هلک به زه نن نه پریږدم . د هلک ښوونکی هم سبزي منډي ته راغلی وو .

 زما په غوښتنه موږ درې واړو پټ کیناستلو او د کوچني هټۍ وال د کړنو څار مو کولو. له معمول سره سم هغه باید خپله دوکانداري شروع کړي ، د سبزي په راټوله بوخت شو او ورسره ئې له ډیرو کسانو د تل په څیر سپکې سپورې اوریدلې او غریب بیچاره دا هر څه د نورو ورځو په څیر زغمل . له لږ ډیر ځنډ وروسته ماشوم دوکاندار د خپل دوکان بند و بست وکړ او په زوره زوره ئې چیغې وهلې چې ارزانه سبزي واخلی ، تازه سبزي واخلی او ....

په لږ وخت کې ئې د ډیرو خلکو سره معامله وکړي او په پای کې هلک خپل سبزیجات وپلورل او د جامو پلورنځي ته روان شو.

ناڅاپه زما سترګې د هغې مور ته ور واوښتې ، ما ولیدل چې خورکئ داسې ژاړي لکه باران چې ووري. ما سمدلاسه ښوونکي ته وکتل چې له ما بتر د هغه په ږیره د اوښکو سیلاب روان دی او لاسونه یې لپه کړي له خدای پاک څخه په ناپوهی کې د شوی ګناه بخښنه غواړي.

 داسې خجالته وو لکه څنګه چې ، هغه له یوه مظلوم سره لوی ظلم کړی وي او نن هغه خپله غلطي درک کړي وي.

بلخوا د ماشوم مور په ژړا ژړا کور ته لاړه او ښوونکې یې هم ښوونځي ته په سرو سترګو روان شو

له معمول سره سم  هلک هټۍوال ته پیسې ورکړې او نن هټۍ وال ورته یوه جوړه زنانه کالي ورکولو سره وویل چې زویه د جوړي پیسې پوره شوېهلک سوټ راواخیست ، او د کتابونو په کڅوړه کې یې له اچولو سره د ښوونځي په لور روان شوهغه نن ورځ بیا یو ساعت ناوخته ښوونځي ته رسیدلی وو . هغه کڅوړه په میز کیښودله او مستقیم ښوونکي ته لاړ ، تنکي لاسونه ئې استاد ته د تیر په څیر ونیول چې وئې وهې . خو نن برعکس ،  استاد خپله غیږه کې راټینګ او ښکل کړ . او ورسره ئې دومره په زوره وژړل چې ټول ښونځيی خبر شو . ما هم خپلې اوښکې کنټرول نشوې کړای . کله چې له حقیقته نور ښوونکې خبر شول ،  خدای شته چې د هغوی سترګې هم نمجنې شوې. زه مخکې لاړم ، د ښوونکي په مټ مې لاس کښیښود او سترګې مې ورپاکې کړې ، یو دم عجیبه چوپتیا خوره شوه او پدې وخت کې ما له ماشوم څخه وپوښتل چې کڅوړه کې سوټ د چا دی . هلک په ډار ډار ځواب راکړ چې دا مې مور ته اخیستې دی. زما مور د بډایه خلکو په کورونو کې کار کولو ته ځي او هغه سمې جامې نلري. ټولې زړې  دي چې ځينې ئې څیرې هم دی ، خو دا چې ډیرې زړې شوي د ګنډلو ځای پکې نشته

صاحبه مونږ غریبان یو . ما د خپلې مور لپاره جامې اخیستي . پدې وخت کې ما له ماشوم څخه پوښتنه وکړه ، ایا ته دا سوټ کور ته وړئ او خپلې مور ته به یې ورکړئ ؟ ځواب زما او د ښوونکي تر پښو لاندې ځمکه وخویوله ، "نه کاکا ، له رخصتۍ وروسته به ، زه دا کپړه د ګنډلو لپاره درزي ته ورکړم او هره ورځ به کار کوم . کله چې د ګنډلو پیسې پوره شوي ، له ګنډونکي څخه به یې ، بیا خپلې مور ته یوسم .

 ښوونکی او زه په ژړا ژړا دې سوچ  کې ورک وو چې اوس به دا بې ګناه ماشوم پدې سړه هوا کې بیا بازار ته ولاړ شي ، او د خلکو لخوا به ښکنځلې او څو څپړې تر هغه خوري تر څو چې ، د خیاط د کالیو ګنډلو اجوره ئې پوره کړي نه وي او کالي ﺉې کونډې مور جانې ته وړی نه ويدا کوچنی باید چې هره ورځ خپل پلورنځی بلاناغه که هر څنګه کیږي جوړ کړي. ناګهانه زما له خولې ووتل چې

 ای کریم او رحیم پروردګاره تر کله به د غریبانو ماشومان کوچني دوکانونه جوړه وي او وهل ټکول به خوري .....

-
بېرته شاته