(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زردشتیان

[06.Apr.2021 - 15:31]

دزردشتیانو ( اورپالونکو) ددین او ګروهې په اړوند لنډمعلومات:

لیک: ډاکټر لطیف یاد

زردشتیان یا اورپالونکي چې دګبر، مغانو ، مجوسیانواو پارسیانو په نامه سره هم یادیږي دیوه لرغونی او پخوانی دین پیروان دی چې ددغه دین لرغونوالی دحضرت عیسي مسیح ( علیه السلام ) تر زوکړې زر کلونه وړاندې مودې ته رسیږي.دځینو نوروتاریخي روایتونو پربنسټ زردشت دعیسی مسیح ترزوکړې

۵۰ ۵اویا ۶۵۰ کلونه وړاندې زیږیدلی و. دالمجوس دکلمې یادونه د قرآن شریف دالحج په سوره کې هم شوې ده . إِنَّ الَّذينَ آمَنُوا وَ الَّذينَ هادُوا وَ الصَّابِئينَ وَ النَّصارى وَ الْمَجُوسَ وَ الَّذينَ أَشْرَكُوا إِنَّ اللَّهَ يَفْصِلُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيامَةِ إِنَّ اللَّهَ عَلى كُلِّ شَيْءٍ شَهيدٌ.(۱)

په تاریخي کتابونو کې د(زردشت) نوم د( زرا تشترا )،(زرادشت) ،( زردهشت )او(زار دهشت )په بڼوهم راغلی دی خو په ګا تها کې یې نوم (زرتشترا ) دی. چې ځینې یې د (ځلانده ستوري )یا هم د (زهرې ستوري ) او ځیني یې هم د(زیړ اوښ درلودونکي )په معنا بولي.

دزردشت دزوکړې په اړه تاریخپوهان بیلابیل نظریات لری ، ځینې وایی چې دی په آذربائیجان کې زیږیدلی و او زیات شمیر تاریخپوهان په دې اند دي چې نوموړی دافغانستان په بلخ کې زیږیدلی و. دده دمور نوم (دوغدو) و چې معنایې ده (دغوا لوشونکي) اودپلار نوم یې( پورو شسپ ) و چې معنا یې ده (دزاړه آس درلودونکی )دده د کورنی نوم (سپنتمان ) و چې دافغانستان دنامتوتاریخپوه ارواښاد علامه استاد عبدالحی حبیبي په قول ( سپينه تومنه) یا ( سپین توکم ) ترې مراد دی، خو ښا یي دانوم معنوي جنبه هم ولري او دی دیوې ښې ، روحاني او پتمنې او شریفې کورني نه و.

زر دشتي دین( مزدیسنا):

-------------------------------

زردشتي دین دمزدیسنا په نامه یا دیږي چې د(آهورا )مزدا لما نځنه یا عبادت کوي چې دخدای نوم دی.دمزد یسنا معنا ( دخدای پالنه اولمانځنه)ده اوددغه دین پیروانوته خدای لما نخونکي هم وا یي . په زردشتي دین کې آهورا مزداته دامشا سپندان لقب هم ورکړل شوي دی چې موخه اومقصدترې دآهو رامزداسپیڅلي او غوره صفتونه دي. زردشتیان په واحد خدای عقیده لري اوهمداراز دوی په جنت ، دوزخ، صراط ، داعمالواو کړو وړوپر میزان او دقیامت په ورځ هم عقیده لري. د آهورا مزداضداومخالف ته په زردشتي ګروهه ( عقیده ) کې د( اهریمن )یا شیطان نوم ورکړل شوی دی. زردشتیان دروح په تلپاتي والي هم معتقد دي .دوی وایي کله چې روح دانسان له بدنه جلا شي ترقیامته دبرزخ په عالم کې پاتې کیږي.

دزردشتي دین دبنسټونو نه یوهم دادي چې انسان باید (غوره او ښې خبرې وکړي ، ښه او غوره سوچ او فکر ولري او ښه کړه وړه

ولري ).

دزردشتیانوسپیڅلی کتاب اوستا :

--------------------------

دزردشتیانو سپیڅلی کتاب اوستا نومیږي چې دبنسټ او تاداو په معنا دی.اوستا په اوستایي ژبې لیکل شوی دی چې په لرغونو اوپخوانیو وختونو کې به یې دغې ژبې ته زند وایه اودغه لیکدوددساسانیانوپه وخت کې رامینځ ته شو . اوستا په حقیقت کې دزردشتي دین مذهبي احکام او سرودونه دي چې په لرغونو وختونو کې په ۲۱ نسک یا کتابونو کې لیکل شوي و، خو اوس پنځه برخې لري یسناچې دګاتها په نامه سره هم یادیږي ، یشتونه، ویسپرد

وندیداد او خرده اوستا ( کوچنۍ اوستا) .

دزردشتیانو عبادت ځایونه:

------------------------------------------------

دزردشتیانو عبادت ځایونوته په پارسي کې آتشکده ( اورتون) ویل کیږي چې دغه اورتون یوه ستره خونه یا هال دی چې اته څنډې لري او دهرې څنډې په تاخچېو ( تاخونو ) کې اوربل وي ، دزردشتیانو( اورپالونکو) دپخوانیو وختونو اورتونونو څلور تاخچې (طاقونه) درلودل چې په هرې تاخچې کې به په یوه اوسپنیز لوښي کې اوربل و،خو اوس وخت ګې دغه اورتونونو ته ګازي( ګیسي ) نلکې راغلي دي او د ګازپه ذریعه یې اور روښانه وي. دتاریخونوپه حواله دزردشتیانو یو مشهوراورتون دافغانستان په بلخ کې و چې نوم یې دنوبهار معبدو.

زردشتیان دخپل عبادت په اورتونو نو کې پنځه وخته عبادت کوي، لمرخاته ، نیمه ورځ ،ماسپښین ، لمرپریواته اونیمه شپه.

دوی دخپل هرعبادت په پیل کې داجملې تکراروي: ((دلوی اومهربانه خدای په نامه ! زه دآهورامزداپر لارښوونو ایمان لرم چې زردشت موږ ته رارسولي دي اوآهرامزداخوشالوم ، خدای دې هغه کسان تباه کړي چې داهریمن سره دي.))

زر دشتیانو ته اورسپيڅلی اومقدس دي اونه پریږدي چې په اورکې نجس او مردارشیان ورواچوي او اور ناولی اوککړکړي ،ددوی په عبادت ځایونو کې شپه اوورځ اوربل وي اونه پریږدي چې دغه اور مړشي.زردشتیان خپل مړي نه ښخوي بلکې پریوه لوړځای کې یې ږدي څو مرغان یې وخوري چې په فارسي ژبه یې دخمه بولي.

دزردشتیانواخترونه:

------------------

۱- نوروزیادنوی کال جشن

۲- دسدې جشن

۳-دڅلې دشپې جشن چې دیلداشپه یې هم بولي

باید ووایو چې زردشتیان په خپلواخترونو اودخوشالیوپه مراسمو کې خوشبویه لرګي او پاڼې یې لوګی کوي اودوی په دې اند د ي چې آهورامزدا پرې خوشالیږي.

په نړۍ کې دزردشتیانوداستوګنې سیمې او ددوی شمېر :

---------------------------------------------

په ټولې نړۍ کې تر ټولوډیرزردشتیان دهندد بمبئي ( مومبای) په ښار کې ژوند کوي چې شمیریې نهه شپیتو زروتنو ته رسیږي اوداسې ویل کیږي چې دوی لهنن نه زر کلونه وړاندې له ایرا نه هند ته راغلل کله چې دعربو د فاتحینو لښکرو داسلام ددین دخپرید لو لپاره ایران، منځنۍ آسیا او افغانستان باندې بریدونه وکړل ، همدارازدهندد ګجرات په ایالت (صوبه ) کې هم ډیرشمیرزردشتیان یا پارسیان ژوندکوي اوهلته خپل عبادت ځایونه لري اوخلک یې زیا تره په سوداګریزوکارونو بوخت دي . دهندمشهورسوداګر ټاټا هم زردشتي مذهبه و. همدارزا دهنددپخوانۍ مشرې وزیرې ( وزیر اعظمې)او دآل انډیاکانګریس ګوند مشرې ایندراګاندهي خاوندفیروز ګاندهي هم زردشتی و.

په ایران کې زردشتیان په تهران ،شیراز، یزد ،کرمان ، اصفهان او اهواز کې استوګنه لري چې شمیریې۲۵۲۷۱ تنو ته رسیږي .

په پاکستان کې میشته زردشتیان په کراچۍ ، کوټه او راولپینډۍ کې اوسیږي اوشمیريې دپنځوزروپه شاو خوا کې اټکل شوی دی.

همدارازدامریکي په متحد ه ایالتونو، بریتانیې ، آسټرالیا ، سینګا پور ، کا ناډا، آذربا یجان او نوي زیلاندکې هم یوشمیرزردشتیان استوګنه لري.

--------------------------------------------------

منابع او سرچینې :

۱-قران کریم دالحج سوره.

۲-https://hawzah.net/fa/Article/View/6051

۳- دپښتوادبیاتوتاریخ لومړي ا ودویم ټوک ۲۱۰-۲۱۱ مخونه

۴- دده خدا لغتنامه

۵-افغانستان در مسیر تاریخ ، دمیر غلام محمد غبار اثر

۶- تاریخ مختصر افغانستان اززمانه های قدیم تااستقلال، دعلامه عبد الحی حبیبي اثر.

-
بېرته شاته