(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لقمان حکیم

[06.Apr.2021 - 15:38]

  لقمان حکیم

لیک: سید عبیدالله نادر

لقمان حکیم ، هاغه روښان ضمیره او با تجربه پیر، د داسی یو کس غلام وو ، چي هغي ډیر غلامان درلودل ، خو دده بادار ته لقمان حکیم د خپلي هو ښیارۍ ،پوهی فراست او نزاکت پوهیدنی په لحاظ ډیر ګران وو .

بادار یي د غلامانو په ډله کې لقمان حکیم ته یو خاص نظراو په تیره ډیره مینه یي ورسره درلودله .تر دي حده پوري چي په دسترخوان به ډوډۍ راغله نو د لقمان حکیم بادار به ورته لاس نه کاوه چی مګر لقمان به ډوډۍ خلاصه کړه . ده به د لقمان حکیم وروسته پاتی ډوډۍ و خوړله ،دا هغه لورینه وه چی د لقمان حکیم بادار لقمان حکیم ته د حکمت،پوهی،معرفت او نزاکت پوهیدنی په وجهی یي لقمان حکیم ته درلوده .یوه ورځي دده ارباب ته چا یو خټکی د تحفی په توګه راوړه .ارباب یي لقمان ته مخامخ کشیناست او هغه خټکی یی تری تری کړ(قاش قاش) کړ.او هره تره یا قاش به یي لقمان ته ورکوله ،لقمان حکیم به هغه تره په ډیر اشتها په ورین تندی او په مزی خوړله ،کله چی د ارباب پام دي ته راواوښته، چی لقمان په ډیر مزی سره خټکی خوری نو آخری قاش یی خپل ځان د پاره واخیست، او خپله یي وخوړ ده چی د خټکی قاش صرف خولي ته نژدي کړ نو پوه شو، چي لکه زهرتریخ دی ، او ستونۍ یي بلکل تریخ شو . او حالت یی ورته خراب کړ . ارباب لقمان حکیم ته وویل :څرنګه دي دا تریخ خټکی وخوړ؟ ولي د هغي د خوړلو نه دي انکار و نه کړ ؟کولای دي شوای چی عذر او بهانه راوړي یعنی دا تریخ خټکی ونه خوری؟ . لقمان په خپل حکیمانه او پند آمیزه انداز کې ورته وویل :تا په کلونو،میاشتو،ورځو،او عمرونو، ماته دیر ډیر مزه داره او خوازه خواړه راکړي او ډیر ډیر دي په خپل مهربانی ګانو او لورینو نازولي یم ، د انصاف نه ډیره لیري خبره وه چی یو ځل ستا د لاس نه په ترخو می شکایت کړی وای ،د حق شناسۍ او وفا دارۍ رسم دا تقاضا کوله ، چي د زهرو په نیشونو هم په خپل څیره کې ، یا تندی کې ګنجی رانه ولم .(زه فکر کوم چی د نزاکت فهمی ، او قدر شناسۍ د پاره ښه درس همدا وي دا حکایت په خپل وار سره د انسان په ضمیر رڼا خورو

-
بېرته شاته