(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غني خان تصوف او بنېادم

[15.Apr.2021 - 07:06]

غني خان تصوف او بنيادم

لیک : فیصل فاران 

 تصوف دغني خان شاعرى خپل غوره او بهترين عقلى صورت کې ښکارى او داتصوف دخراسانى مکتب تصوف دې چې پکښې د بنيادم وجود مقدم دې ځکه اخلاقى اړخ ئې مضبوط دې دخراسانى مکتب سرخيل د افغانستان دبلخ ابراهم ادهم شاګرد شاګرد شقيق بلخي دې داهم عجب نه ده چى دغني خان دپښتون انتهروپوليجکل تصورکې هم دبلخ يونانى روايت مهم کردارلرى  هغه واي چې زما وجود دخداى ترټولو غوره ثبوت دې لکه خوشحال چى دنبى پاک ع وجود دخداى معرفت باندى دال ګڼي غني خان دبنيادم وجود دخداى پيژندګلوى دپاره دعقل اساس مني  ــغني خان چې کله وائي 

ثبوت مانه لوئې ستا دځان کوم دې 

ګواه مانه ښه ستا دشان   کوم دې 

نو يوا مونږ ته متصوفانه روايت راپه ياد شي چى خلقه ادم على صورته ـــ ادم يعنى بنيادم يا عقلى بنيادم خداى پاک په خپل صورت جوړ کړو تصوف دلته دصورته ضمير خداى ته راجع کوى که مونږ ئې ادم ته راجع کړو او افراط نه بچ شو نو هم بلخوا قران کې دايت د غنى خان دشعر تعميمي سپيناوي کوي 

وفى انفسکم افلاتبصرون ــ

ترجمه ــستا سو ذات کې زما نخښي دي اياتاسو زما دانخي نه وينئ

هوبهو دايت او شعريوه معنا لري غني خان پدې نخښو باورى و ځکه چې کله ترې پوښتنه وشو ستا دلبر څوک دې وېل زما خداى دې يعنى د غنى محبت دبنيادم په واسطه دخداى پيژندنه ده

ټول جهان خاموش و يو ادم و چې ګويانه شو

مينې داسې يوړو بې خبره له خپل ځانه شو

وې  زرلکهـا سوالونه ژوند ــ ځواب يمه دټولو

زه يو مقصدنه يمه خو باب يمه دټولو

زه کله مراد کله ارمان کله غرور يمه

زه ټنګ او ټکوريمه شراب يمه دټولو

زه يمه مخلوق خو دخالق درنګه ډک يمه

زه کامل کمال زه سررباب يمه دټولو ــــــ 

 ټول جهان خاموش مطلب دادې چې مخلوقات کې عاقل ادم دې او خبره دعقل پراساس کيږي ځکه علم الاسما دادم اختصاص و او فرښتي ځکه دپوشتنى وخت کى چپ شوې  نظرى Tasawwuf تصوف بيا پلوتينوس افکار هندى  او مجوسى ديومالا سره لړلى شوى دى  خوولى عملى تصوف چى اخلاقيات دى هغه غوره اسلامى او بدهى افکاردى چى هره زمانه کى قابل تقليد دى ــ دتصوف نظرى فکر کى زه اوس هغه فکر درست ګڼم کوم چى  دغنى خان دى چى خداى معرفت هم په بنيادم کيږى  دابنيادم خداى صغير نه دى خو خداى پکى سه خاصيتونه خپل دروح په ذريعه پهوکلى دى دى روح ته خداى روحنا زما روح واى دا داسى ده لکه دګل خوشبو چى ګل نه جدا هم نه وى اوجدا هم وى مونږ ى پرفيوم بوتل کى بنده کوو بنيادم دپرفيوم غه بوتل دى چى دروح دخوشبو پکى د خداى د ګلاب بنده ده  کله چى روح دبنيادم کالبوت ته راغله نو دى نه دبنيادم ذات يا ايګو جوړه شوه بنيادم ايګو چى ورانه شي نو دى نه تکبر جوړشى تکبر دخداى څادردى دغه څادر شيطان په سرولو نو ابليس شو ــاو بنيادم له دفرښتو دسجدى مطلب هم دغه دى چى دروح په صورت بنيادم د خداى په خوشبو معطره دې  داسى خصائص لکه علم ـخبر ـحلم ـسمع ـبصر لرى چى خداى خصائص دى خو بنيادم ته ورکړى شوى او دى نه ى عقل راولاړ شوې دې او هم ځکه بنيادم اشرف دى او مکرم به تقواباندى

-
بېرته شاته