(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ایپي فقېر

[15.Apr.2021 - 07:21]

پښتونستان او فقير اېپي

ليک مولانا خانزېب

راټولې په ګوروېک د حاجې صاحب لښکرې دي

جنګ  د ازادۍ  له پشتنو اغوستې  زغري دي 

جنګ دې په ګوروېک !!!!

 

فقير اېپي چې خپل نوم ئې ميزرالي خان وو او په ،پښتون چې ګوېرا ،هم د خپلو ، چيريکي جګړو ، د مهارت په وجه ېادېږي  په خټه اتمانزئې وزير وو د کهجورې سره نزدې په ،کړته ،نوم ئې کلي کښې په ۱۸۹۷ ېا ۱۹۰۱ کښې زېږېدلې وو  په اېپي کلي کښې د امام په حېثيت استوګن پاتي وو اېپي په اصل کښې ،ايوبي ،کلې وو خو په وېنا کښې په اېپي بدل شوې په ۱۹۲۸ کښې چې کله د حج نه راستون شو نو د ېو روحاني مشر په توګه ېاد شو او د خپل نوم په ځائې په ،فقير اېپي ئې شهرت اوموند . فقير اېپي ېو پښتون اتل او قامي مبارز دې په وسلواله مبارزه ئې باور وو او تر آخره د دغه اړخ سره پاتي شوې  د فقير مبارزه په دوه برخو ويشل کېدې شي.

ېو هغه پېښه ده چې په کال ۱۹۳۴ کښې په بنو کښې د ېو هندوې جينې ،رام کوري ، چې مسلمانه شوې وه او په اسلام بي بي ېادېږي د شير علي خان نوم ئې کس سره نکاح کړې وه او دهغې نه بېا د هندوانو او مسلمانانو ترمېنځ ېوه لوېه شخړه جوړه شوه . فقير اېپي هم ددغه پېښې نه څرګند شو او دغه پېښه په راتلونکي کښې ددې لامل شوه چې فقير د څلور زره پښتنو وسلوال لښکر د ځان سره جوړ کړو او وخت په وخت به ئې په پيرنګي پټ چپاؤنه ،ګوريلا بريدونه ،  کول چې په لوئي شمېر کښې پکښې پيرنګي ته مالي او ځاني زېانونه به رسېدل  په ۲۵ نومبر ۱۹۳۴ کښې د سويلي وزيرستان نه د پولیټکل ايجنټ ،کرېکټن ، په مشرۍ کښې د شمالي وزيرستان خېسوره په لور تلونکي ېو پوځي ډلې باندې په بريد کښې دوه سوه اوېا پوځېان اووژل چې مېجر ټېنډال او کېپټن بائډ هم پکښې اووژل شوپه ۱۹۳۷ کښې د رزمک په لار کښې د شمالي وزیرستان انګرېز اسسټنټ پولټيکل ايجنټ ، اېن آر بيټني ، ئې سره د خپلو ساتونکو اووژلو دغه بريدونه تر د پيرنګي د کډې په سر کېدو روان وو او ورسره د وزيرستان په مختلفو سیمو وخت په وخت به د الوتکو نه درنې بمبارې په سيمه کښې پوځونه ننوتل کلي ورانول  به هم روان وو په کال ۱۹۳۸ کښې د فقير وسلوالو په درويشتمه نېټه د جولائي د شير علي په مشرۍ کښې د بنو ښار د پيرنګېانو نه اونيولو د پيرنګېانو نه ښار نيول فقير ته نړې وال شهرت ورکړو هم دغه راز د دویمې نړې والې جګړې په ترڅ کښې پيرنګېان د ډېرو سختو سره په شمالي سویلي وزیرستان ډېره اسماعيل خان او بنو کښې مخ کړې وو دغه راز د فقير اغېز تر وزيرستان او د افغانستان په لور  سيمو کښې هم خور وو . پيرنګي وخت په وخت د خبرو اترو د لارې هم هڅه کوله چې د فقير سره روغه جوړه اوشي څو دغه خبرو کله هم کم سمې نه کوو د فقير په سترو ګوريلا جګړو کښې د ، تیارزې قلا جګړه ، د ،الېکزنډر په پيکټ بريد ، د ،تجوړې ،په تهانړه بريد  د ،پهاړ پوره ،بريد په  ،رزمک کښې انښته ، په ،ابلنکي بريد ، او  په ،ګړيوم کېمپ بريد ، د ېادونې وړ دي .

 فقير چې به کمې سيمې ته لاړې نو څه وخت پس به په هغه کلي پيرنګېانو بمباري کوله چې عامو خلکو ته به پکښې زېان رسېدو د عامو خلکو د زېان نه ده ژغورنې لپاره فقير د اپرېل په نورلسمه په کال  ۱۹۳۸ کښې د ډېورنډ کرښې ته څېلمه  د  ، ګوروېک ، په ېو تنګه دره کښې  خپل ېو ستر مرکز جوړ کړو دغه ځائې د پيرنګي د اغېز نه هم لرې وو ورسره ددغه ځائې غونډې د خاورو ،پانډونه ،وو چې په لوئي کچ پکښې د فقير خلکو  ، سمڅې ، اوکسنستلې دغه راز جومات د اوسېدو کوټې د څاروو غوژلې او د وسلې جوړلو ېو کارخانه هم وه ددې سمڅو ګټه دا وه چې پدې د الوتکو د بمبارو ګولو هم هیڅ کم اغېز نشو کولې نو ځکه دا ځائې د مرکز په ډول ډېر ارزښتناک وو چې تر پښتونستان تحريک او د خپل مرګ پورې پکښې فقير پاتي شو .

 کله چې د هندوستان د ازادۍ  په درئم د جون ۱۹۴۷ کښې پرېکړه اوشوه نو د پښتنو ټولو مشرانو په ۲۱ جون په بنو ښار کښې ېو ستره جرګه اوکړه پدغه جرګه کښې باچا خان اودل سمد خان کاکا جي صنوبر حسېن فقير اېپي او ګڼ شمېر خلکو ګډون اوکړو او غوښتنه ئې اوکړه چې پښتنو ته دې د پاکستان او هندوستان نه جلا وطن ورکړې شي خو دغه خبره پيرنګي اونه منله او په اګست کښې د ازادۍ خبره بشپړ کړې شوه .

د ازادۍ نه پس باچا خان د حالاتو د مجبوریت په سبب پاکستان اومنلو او نور ډېر پښتانه مشران هم د ډېر لوئي ازمېښت سره مخ شو هم دغه لامل وو چې د پاکستان د اسلام په نامه ازادول هسې ېوډرامه وه نو فقير اېپي چې د اسلام په عقيده ئې د پيرنګي سره جګړې کړې وې دا هرڅه ورته د منلو وړ نه وو او د پاکستان د منلو نه ئې انکار اوکړو او د پښتونستان جوړلو ئې اعلان ئې اوکړو فقير د پاکستان په ضد د پاڅون پرېکړه د ۱۵ جون ۱۹۴۸ نه پس اوکړه او څه وخت پس په نورلسمه د جنورې کال ۱۹۵۰ کښې د ېوې جرګې په رڼا کښې د مېنځنې پښتونخوا د سيمې د پښتونستان مشر اوټاکل شو د پښتونستان د اسملې غونډه ئې په ، ګوروېک ، کښې ترسره کړه چې په رسمي توګه د مختلفو چارو لپاره تر د بارني هېوادنو سره د تماس لپاره پکښې مختلفې ټولنې جوړې کړې شوې او عبوري حکومت د پښتونستان اعلان کړې شو ددې سره سيمه ايزې جرګې پېل کړې شوې خلکو سره بېرغونه جګ کړل چې د پاکستان له خوا ورته د الوتکو نه د اخطارونه په ذريعه د بېرغونو د کوزولو او د فقير د مرستې وېنا وه او په نه منلو د بمبارو دړکې وې  .

د پښتونستان د غږ شاته که ېو اړخ د پښتونخوا پښتانه په آزادې کښې بې برخې پاتي کېدل وو ځکه چې په مېدان ويني زندانونه او سختې پښتنو تېرې کړې وې خو چې وخت رالې نو ګټې کانګرس او مسلم ليګ پنجاپ ته ورکړې شوې.

د اوبو په ځائې مې وينې د زړه ورکړې

چې بهار په ګلو راغلې باغ د بل شو .

 

  بلخوا د پښتونستان د تحريک شاته د افغانستان کلکه مرسته هم وه دغه راز د ازادۍ نه وړاندې د فقير د جرمني او ايټاليا سره هم نزدې اړيکې وې او مالي مرسته به ئې هم کول شوه افغانستان د پاکستان منلو تهدړومبې ورځې نه نه وو تېار او په بېن الملل کښې ئې په ۱۹۴۹ کښې خپل سفير عبد الرحمن پژواک د پاکستان د څوکې مخالفت هم څرګند کړو دغه د پښتونستان تحريک دومره قدرې وو چې د بنو په جرګه کښې د پښتونخوا د پښتنو لپاره د ېو ځانګړي وطن غوښتنه اوشوه خو بېا روستو چې تر ډېر وخته پورې ئې د پښتونستان په نامه انګازې وې نو پښتانه قام پرست او پوهان پښتونستان هسې ېو خوب او افسانه ګنړي هیڅ کم بنسټيز کار ورله نه وو شوې بلکې هسې ېو جذباتي غبرګون وو او دا داسې وه چې د افغانستان او پاکستان د سېاسي رقابت په ېو بل د ډزو ېو مورچه وه چې د مېنځنې پښتونخوا پښتانه پکښې کارول شو ځکه خو د باچاخان پشان سړي پدې هرڅه کښې خپلې جامې ککړې نه کړې او که هرڅومره ګرانه او د تاوان نه ډکه وه خو د پښتنو نور خېر ئې پدې کښې اوګنړلو چې د پاکستان سره لاړ شو هم دغه راز د ولي خان او روان فرهادي د مرکې نه هم دا څرګنده ده چې د افغانستان واکمن کله هم د کوزې پښتونخوا د پښتنو په اړه په حقيقت پسې نه دي تلي دغه کمزورې د ګندمک او ډېورنډ نه واخله تر د جون د ازادۍ د پلان پورې ددې سيمو په اړه د افغانستان واکمنو ښه په په ډاګه کړې  نو ځکه د پښتونستان تحریک هم د فقير اېپي پشان د ښکرور سړي سره هم د ناکامې سره مخ شو .

دغه راز فقير اېپي د ېو وسلوال ځواک جوړلو کم ډاډ چې ورکړې شوې وو نو هغه هم د افغانستان د اړخ نه د پېسو نه ورکولو په وجه د ستونزو سره ښکار وو د فقير نه به خلکو تنخاګانې غوښتې او افغانستان به چل ول کولو چې په نتيجه کښې د فقير نه د لښکر ېو لوېه برخه خوره شوه دغه راز د پاکستان دسیسې هم د هغه په ضد ښې کلکې روانې وې د سیمې غټ غټ ملکان مولان پيران ئې ورته خلاف کړې وو په ۱۹۵۱ کښې مفتي فلسطين هم وزيرستان ته دې له روستې وو چې د فقير اغېز کم کړي دغه راز د پاکستان د اړخ نه د وزيرستان په ډېرو برخو  کښې درنې بمبارۍ کول شوې لکه په ۲۹ د جون ۱۹۴۸ په ، ملخو داوړو ، بمباري اوشوه په جولائي کښې په ،خدر خېلو ، وزيرو ، په فروروې کښې د ،ملک اژدر په زیارت ، په ۱۲ د جون ۱۹۴۹ کښې په ، مغلګي ، په ۲۴ د جولائي ۱۹۵۰ د واڼا په احمدزو وزيرو په ۹ ستمبر په ،مکين ،دره ، او په ۳ د اکتوبر د ، شولم ږ په سيمو پدې بمبارو کښې ګڼ پښتانه مړه او ژوبل شوي وو اوډېر کلي پکښې ړنګ کړې شوې وو فقير په شپاړسم د اپرېل کال ۱۹۴۰  په شپه د نړې نه سترګې پټې کړې او خپل مرکز ګوروېک ته مخامخ په غونډې خخ کړې شو فقير که هرڅومره مونږ د ېو جنکېالي اتل په توګه ستايو خو دا حقيقت دې چې ځنې کمزورې هم ترې کېدې چې په نتيجه کښې دې سېاسي ېواځي والي ته لاړې ېو دا چې دې د هیڅ کم سېاسي ګوند سره نه وو ولاړ د مسلم ليګ سره خو ئې نه لګېده خو د کانګرس سره سېاسي نزدې والې نه ساتل دې ېو غېر مصلح سړې څرګندوي  ېو غېر سېاسي مزاج والا خشک مذهبي سړې وو د جنګ هنر خو ئې ډېر ښه ايزده وو خو د سېاست په رموزو نه وو پوهه هم دغه راز دې په مذهبي توګه ېو خشک مزاج والا وو او د اسلام بي بي د لانجې نه پس ئې ځان د ېو نړې وال شخصيت په ځائې د وزيرستان د ېو سيمه اييز باچا په توګه ليدلو دغه راز فقير د خپل چاپېريال د سېاسي اثراتو او نوي بدلونونو نه نه خبر نه وو د د پښتونستان تحريک ته پداسې وخت کښې اوګه ورکړه چې د ازادۍ وخت تېر وو هیڅ نړې وال مرسته دده نه شوه کېدې ځکه چې ملکونه هره ورځ نه ازادېږي دغه اهم فرصت د پښتنو د آزادې د فقير پشان ټولو پښتنو مشرانو په تاريخ کښې بېللې دغه راز فقير تر آخره پورې ځان د وزيرستان  د سوچ او چاپېريال نه وو ويستې حالانکه د پښتونستان د تحريک اغېز تر باجوړ مومند پورې خور شوې غزېدلې  وو او په ډېر لوئي شمېر قبائلي مشران د افغانستان د ماجب په طمعه کښې ددغه تحريک شاته ښه کلک ولاړ وو که فقير د وزیرستان نه روتې وې شائد چې ډېر لوئي ملاتړ ئې ترلاسه کړې وې ځکه چې د پښتونستان تحريک بېرغ په ړومبي ځل باندې په دولسمه د اګست کال ۱۹۴۷ کښې په تيراه کښې د دري څلوېښت نورو مشرانو سره په ړومبي ځل مولوي عبد الحکيم جګ کړې وو په باجوړ ډاډونکې کښې هم  پينځلس زره خلکو د پښتونستان بېرغ ته سلامي ورکړې وه  په کابل هندوستان او لويديځ هېوادنو کښې د پښتونستان د مرستې لپاره غونډې هم کېدې په ډيلي کښې ېو لوئي کانفرنس شوې وو . د پښتونستان د نوم په اړه فضل رحيم مروت وائي چې دا ټکې د بنو د جرګې نه پس مېدان ته راغلې خو د بنو په قراداد کښې هم د پښتونستان ټکې نشته بلکي پټانستان دې دغه راز فضل زمان شلمان د پښتونستان لپاره په کال ۱۹۱۸ کښې د پينځه څلوېښت علماء د کمې فتوا ذکر چې کړې نو محب وزير وائي چې په حقيقت کښې پدغه فتوا کښې هم پټانستان دې دغه راز دوست محمد کامل ادعا کوي چې دا ټکې په ړومبي ځل ما په کال ۱۹۳۸ کښې په ېو انګريزي ليک کښې کارولې خو محب وزير وائي چې ډاکټر زبېر حسرت دډېرو هڅو نه پس هم دغه ليک پېدا نه کړې شو دغه راز ځنې څيړونکي وائي چې د مردان ډاکټر اورنګزېب فقير په ړومبي ځل دا ټکې په کال ۱۹۲۸ کښې په امريکا کښې د ،ازاد پښتونستان انجمن ، په جوړلو سره ېاد کړې   .قامي وحدت د پښتنو قامي مرام دې دغه قامي مرام د پښتنو نه تروړل شوې ځکه چې په تاريخي توګه د پښتونخوا سيمه کله هم د هندوستان برخه نه ده پاتي شوې د جبر او غصب تاړاکونه وخت په وخت راغلي خو څه وخت پس هغه مات کړې شوي د ۱۸۰۲ نه تر اتهلس سوه اتهه پورې خو پېښور په بشپړ ډول د افغانستان د ژمي پلازمېنه هم پاتي شوې خو بېا روستو د پيرنګېانو په وخت کښې دغه ېووالې په څلور ټوټو مات کړې شوې چې څه وخت وړاندې د پاکستان په چوکاټ کښې د سابقه فاټا د پښتونخوا برخه کولو سره دغه ېو ستر قامي مرام ترسره کړې شوې نور ېووالې هم د پښتنو ترمېنځ د نړې وال بدلونو غوښتنو او ممکناتو په ،وندر ،کښې کم ناشونې نه دې چې یورپي يونېن ئې ېو ژوندې مثال دې خو قامي بېدارې امن او پرمختګ ورله بنسټيز لاملونه دي.

..........

-
بېرته شاته