(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

میداني سیالونه

[25.Apr.2021 - 20:56]

ودونه او میداني سیالونه

بازمحمد عابد

په ډکو خولو مو وخندل او سترګې مو له اوښکې ډکې شوې

د ثور له کودتا د مخه موږ په افغانستان کې یوه سوچه مذهبي او کلتوري ټولنه لرله. مذهبي عقیده مو پر باورونو ولاړه وه او کلتوري ارزښتونه په ښه شان سره پالل کېدل. جومات مو په عبادت ښکلی و او حجرې مو په جرګو، مرکو، مېلمه پالنې او رباب منګي ښایسته وې. که به په چم ګاونډ کې څوک په طبعي مرګ هم ومړ، نو تر ډېره به ورته خلکو خپلې ښادۍ ځنډولې. دا دې لپآره چې پخوا به په کلیو او بانډو کې په ودونو کې خامخا محلي موسیقي وه.

زه چې د ۱۳۶۵ کال پورې په خپل کلي ثمرخېلو کې له خپلې کورنۍ سره اوسېدلم. نو مرحوم پلار جان مې په کلي کې دوکان لرلو او زموږ د دوکان له برکته چې د دوه خوړونو په منځ کې و، جومات او دېره څنګ په جوړ شوي وو. دا دېره به زموږ عزیزانو د غم ښادۍ لپاره کاروله او دا چې هغه وخت په پخواني کلي کې ژوند ژواک و، کورونو به ډېرې کوټې نه لرلې، نو اکثرو ځوانانو به له کورونو بالښتونه راوړل او همدلته به په سپین ډاک تر ونو لاندې ويده کېدل. ما به له ښوونځي وروسته له پلار سره په دوکان کې کار کولو. خو کله چې به زموږ په عزیزانو کې د چا واده و، نو خامخا به يې په کې هنرمندان رابلل. هغه وخت به زموږ عزیزانو په ودونو کې منور استاد، سید محمد، سید عالم، نواب استاد، حضرت باز استاد. محمد شاه استاد، شاولي استاد په نوبت نوبت رابلل. بیا به نو یوازې دېره د سیال د میدان لپاره ناکافي وه، نو موږ هلکانو ته به يې یو یو چاکلېټ راکړو او د میدان اندازه به يې راته وښوده، چې غټ او واړه کاڼې له خوړ نه ټول کړو او میدان سيال ته جوړ کړو.

که څه هم زه به په دې مناسبتونو کې ډېر له پلار سره په دوکان کې پاتې کېدم، خو کله چې به سيال شروع شو، نو بیا به ورته د کلي ځوانانو ټيپونه کېښودل او سندرې به يې ثبتولې. ما ته به مې هم پلار پنج صد سي ټيپ راکړو، ستن به مې ورته پورته کړه او مایک به مې ورپورې وتاړه

تر کومه حده چې میدان له کاڼو پاک شوی و، د هغې اندازې پورې به يې څلور خواوو ته کټونه اچول شوي وو، په منځ کې به هنرمندانو ته ځای جوړ شوی و او سندرغاړي به باجه غاړې ته اچولې وه، سندرې به يې ویلي او دوه ښایستوکي هلکانو ته به يې د جینکو جامې اغوستې وې، ساختګي ویښتان به يې اچولې و او په پاک شوي خوړ کې چې اکثره ځايونه يې شګه شوي وو، لوڅې پښې ګډېدل. په دې هلکانو کې د بهادري او میرافضل په نومو نو نامي ښکلي وو او دا به اکثر وخت له منور استاد سره په ډله کې وو. په کټونو کې به ځای ځای له مېلمنو سره کوربانه هم ناست وو. ښه مې په یاد دې چې په دې کټونو کې به درانه درانه مشران چې په سنت به هم برابر وو، تر هغې به سیال ته ناست وو چې ختم شوی به نه و. ګډېدونکی هلک به په لخچګ لخچک د هغو سیال بینو خواته تلو چې یا به يې ورته اشاره کړې وه او یا به يې د پېښورو په خبره سوټ بوټ جوړ و. بیا به نو هلک د یوه کټ مخې ته پېړونه خوړل او له ننداره کوونکيو به يې په اشاره د پيسو غوښتنه کوله. یوازې ګډېدونکي به په کټونو نه ګرځېدل، بلکې د سندرغاړو جوړې به هم باجې غاړې ته واچولې، یو غزل، لوبه، یا چاربیته به يې وویله، بیا به يې داستان شروع کړو د داستان په منځ کې به يې ټپې هم ویلي او بیا به په کټونو ګرځېدل. هلته به يې د با رسوخه سیال بینو نومونه په ټپو کې اخيستل او هغوی به ورته په باجه کې پنځوس یا سل افغانۍ کېښودلې. یو ځل منور استاد دا سندره په ډېر وجد کې ویله چې.

زما د رنځ څه دعا نشته طبیبانو سره

زه ژوبل شوی یم د ترکو له چشمانو سره

تر اوسه پورې مې هغه صحنه سترګو کې ولاړه ده.

زموږ پخوانی کلی داسې جوړ و چې له کوز سره چې زموږ د عزیزانو کورونه وو، تر منځ کلي پورې د ډېرو کورونو دیوالونه سره لګېدلي وو او له یوه بامه به بل ته په اسانۍ سره تګ راتګ کېده. د سیال دا میدان به د کلي د کورونو څخه نېږدې سلو مترو فاصله کې و. دې میدان ته نېږدې کورونو ته به د نیم کلي تور سرې هم راتلې او له بلیو به يې د میداني سیال ننداره کوله

کله چې به میداني سیال ختم شو، اکثره خلک به خپلو کورونو لاړل خو د واده واله د کورنۍ غړو او عزیزانو به يې د حجرې سیال هم جوړولو چې دلته به بیا سندرغاړو یو تيکه  ملنګ جاني شعرونه ویل او اهل ذوقو به ترې کیسټې ډکولې. او په سلګونو افغانیو به يې هنرمندان نازول. د حجرې دا مجلس به د ملا په اذان سره بس شو.

د ورځې سیال هم په کې شرط و. لس بجې به بیا هنرمندانو د جومات تر څنګ دېره کې سازونه سًر کړل او تر دولسو بجو پورې به يې سندرې ویلې او نېږدې مازیګر چې به ډولې راوړل کېدله، دولچي او سورناچي به تر کوره په ډنګ او ډونګ رسوله او بیا به یې سندرې په عزت او ناز سره رخصتول.

مخکې مو د دوه ګډېدونکو هلکانو ذکر وکړ چې یو يې میرافضل نومېده. په قد او جسامت زما هومره و. زموږ يو عزیز چې اوس داسې فکر کوم چې ښایسته هلکان به يې خوښېدل. له دې نه هم خوند اخیسته چې کوم ښآیسته هلک بل همزولي ته يې په غېږه وروړي. هغه وخت غېږ نيول یو ښه ساعتري وه. دوه ځلې يې مېرافضل ماته په غېږه راوړی و چې دواړه ځلې مې څملولی و. په دې وروستي ځل چې مې څملولی و نو راسره یغ نېغ شوی و او خبره تر سوکانو رسېدلې وه. هغه مې تر سیننې لاندې و که زه به يې یو ګوزار وهلم، ما به دوه درې وهلی و. بیا رانه خلکو په کشکولو خلاص کړی و.

په دې وروستیو کلونو کې ما ډېر وخت په جلال اباد کې د مشال راډيو لپاره د ادبي او کلتوري خپرونو په لړ کې له هنرمندانو سره مرکې کولې. داسې اوونۍ به نه وه چې زه دې د هنرمندانو دېرو ته ولاړ نه شم او ښې ډېر مرکې دې ونه کړم. یوه ورځ مې بي بي حوا لیسې ته څېرمه د هنرمندانو په مارکېټ کې له کوم سندرغاړي سره مرکه وکړه او چې له مارکېټ نه راښکته کېدم، نو د زینې تر څنګ مې د موسیقۍ له یوه دفتره د رباب خواږه تر غوږه شول. ورته تم شوم. له کرکۍ نه مې وکوت چې یوه زېړ زبېښلی د پاخه عمر کس رباب په زنګون ايښی. دروازه مې وروټکوله او ورننوتم

هغه په ډېر تعظیم سره راولاړ شو او ستړې مه شي کې يې غاړه راکړه.

ما ورته وویل:

بازمحمد عابد یم. د مشال راډيو لپاره ادبي، کلتوري او هنري خپرونې جوړوم

ویل يې امر وکړه

ما ویل امر نه دې خواهش دی. ستاسو د رباب نغمې تر تاسو راوستم غواړم چې د رباب د زده کړې په اړه درسره مرکه وکړم. ویل يې په سترګو ولې نه.

ما ویل یوه نغمه وغږوه چې زه يې ریکارډ کړم، بیا به مرکه پیل کړو.

هغه د رباب غوږي، ښکته پورته تاو کړل، له یوه یوه تار يې ټنګ ایسته او غوږی به يې تاواوه. شهباز يې ګوتې ته واچوو او له مخې سره يې دا نغمه راونیوله

وطن جنت نشان دی ګلان به کې کرمه

نغمه چې پای ته ورسېده، مایک مې ورته خولې ته ونیو او ورته مې وویل:

استاده، نوم دې واخله، د کوم ځای سره تعلق لرې او څو کاله کېږي چې د رباب زده کړه دې کړې ده؟

هغه له مخې سره وویل:

زما نوم ميرافضل دی.

د مېرافضل د نوم په اورېدو، زما ذهن کابو اوه دېرش  اته دېرش کاله پځوا وخت ته تم شو

میرافضل په دې دوران کې ماته خپل ځای ځایګی او د رباب د زده کړې کلونه ښودلي وو، خو زه پرې نه وم پوی شوی، هغه نو اوس په دې انتظار ما ته راګوري چې بله پوښتنه ترې وکړم

ریکارډر مې بند کړ او ورته مې وویل:

ـ کوم ميرافضل؟

هغه وویل:

میرافضل یم کنه.

ـ ښه ښه وبخښه. ته خو هغه ميرافضل نه يې چې منور استاد سره به زموږ کلي ثمرخېلو ته په ډله کې راتلو.

ویل يې:

ـ هماغه یم کنه.

ـ زه دې وپېژندم؟

ـ نه والله

ـ د خوړ په منځ کې دې هغه دېره او میدانی یادېږي چې سیال به په کې جوړېدو؟

هغه وویل:

ـ هو، هو، هلته چې د شهزاده ماما دوکان و.

ـ بلکل هغه دوکاندار زما پلار و.

ـ دا څه وايي، ته بازی یې؟

ـ هو زه بازی یم.

ـ سړي رباب په توشک کېښود او کلک يې په غېږ کې ونیولم. او راته يې کړه.

یو ځل چې یې زه او ته په غېږه وروستي وو، زه خو درنه ستا عزیزانو خلاص کړم. اوس به تا له ما نه څوک خلاصوي؟

دې سره مو په ډکو خولو وخندل او سترګې مو له اوښکو ډکې شوې

د لیکلو نېټه:

د ۲۰۲۱ ز کال د اپرېل ۲۴ مه 

دولسم پېشنمي

-
بېرته شاته