(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سټېون وائنبرګ

[25.Apr.2021 - 20:58]

د سټېون وائنبرګ د کېتاب ( فېسنګ اپ ) نه:

تر ډېرو کلونو زه د فلسفې سره دومره بلد نه ووم خو په غټو پوښتنو به مې کله کله چورت وهو. زه به درته په دې غټه پوښتنه لږ اوغږېږم چې: دا پرېکړه به څنګه کوو چې اکيده په څه لرل پکار دي؟ د دې نه پس به درته لږ غونده دا اووائم چې زه په څه اکيده لرم.

که مامېله د کدر ( وېلېو ) په ځائې د اکيکت ( فېکټ ) وي نو زه د لانجې د اوارولو د پاره د سائنس تګلارې ډېرې په وېاړ کارووم اؤ دا کار زه د منتکي زرورت نه زېات خپل اخلاکي زرورت ګڼم.

سائنسي تګلاره ( سائټېفک مېتډ ) مونږ دومره وئېلې شو چې ريزن ته غاړه کېښودل دي. بله دا چې کتنې اؤ تجروبو ته غاړه کېښودل دي. د هر څه نه زېات د دې خبرې منل دي چې اکيکت ېو درېمګړې (ابجېکټېو) شتون لري اؤ مونږه دغه اکيکت سېرپ اؤ سېرپ ګورو. د ېو سائنس پوه ريالزم هغه وخت نور هم مزبوت شي کله چې د هغه تېوري د تجروبو نه غلته سابته شي.

د «څه دي ( ازاؤ د «څه کول پکار دي ( شوډپه منځ کښې ډېره غټه فاسله ده. مونږ له په څه اکيده لرل پکار دي اؤ په څه نه، په دې باره کښې به زه دا اووېم چې دا خبره ډېره روښانه نه ده چې تر کومه حده مونږ دا پرېکړه کولې شو. د مېسال په توګه مونږ په خپل شتون ( اېګزسټنس ) اکيده لرو اؤ دا پرېکړه مونږه ډېره په اسانه کوو. په مونږ کښې زېاتره خلک د دنېا په شتون اکيده لري چې هو دنېا شتون لري. د دې نه دا مالومېږي چې تر څه حده د اکيدو واګي زمونږ په خپل لاس کښې دي اؤ مونږ له پکار ده چې په دې پرېکړه د سائنسي تګلارو پشان تګلارې په کار راولو. دا دومره اسان کار نه دې اؤ بله دا ده چې په خلکو کښې ېې رواج هم نشته.

د تارېخ په اوږدو کښې دسې مالومېږي چې خلکو د اکيکت ( فېکټ ) په باره کښې د اتارټي فېسلې منلې دي. کله د ژوندو اتارټېانو لکه حکومتونه اؤ مسلکونه اؤ کله د مړو اتارټېانو لکه رواجونه اؤ کتابونه.

 دلته ما ته د جارج ارول د ناول، ۱۹۸۴، هېرو، ونسټن سمت، راېاد شو. ونسټن سمت ېو ځل لېکلي وو ،،ازادي دې ته وائي چې سړې په خپله خوښه دا وئېلې شي چې دوه اؤ دوه څلور وي،،. ونسټن سمت بندېوان شي اؤ اوبرائن نومې کس د هغه نه پوښتنې کوي. اوبرائن زد راواخلي چې د سمت دغه لېکل به په هغه غلت مني. کله چې اوبرائن سمت ډېر اووهي نو سمت دې ته غاړه کېږدي چې دوه اؤ دوه پنځه وي. خو اوبرائن دا نه غواړي چې سمت دې د وهلو نه د ځان خلاسولو دپاره هسې اووائي چې دوه اؤ دوه پنځه وي. هغه دا غواړي چې سمت دې په دې اکيده اولري. اؤ په اخېره کښې چې سمت ډېر اووهلې شي نو هغه په دې ځان په رېشتېا قائل کړي چې هو دوه اؤ دوه پنځه هم کېدې شي.

اتارټېانې مونږه دغسې د دړدونو نه يروي اؤ مونږه ورسره منو اؤ د ډېر وخت تېرېدو نه پس د دې زمونږه په اکيدو ډېرې ژورې اغېزې اوشيد يرولو د پاره مونږ ته د اتارټي زرورت هم نشته. دمرګ ېره زمونږ د پاره ېو لوې اوبرائن دې.

د ېو پژېکس پوه په هېڅ زه په دې اکيده لرم چې په کائنات کښې سمون (ارډر) دې. د ژوند په دې ګډوډئ کښې هم مونږه ګورو چې سمون پخپله ځائ په ځائ ښکاره کېږي، کله د بوډئ د ټال په شکل کښې اؤ کله د ستورو د غومپک په شکل کښې. کائنات لګېا دې غځېږي اؤ دا پخپله ېو ډېر لوې سمون دې. د دې نه زېات نازک سمون په ژوندو څېزونو کښې دې چې د ملېونونو کالو په اوږد وخت کښې د اېوالوشن په پوړو راختلي دي. نو مونږه دا پوښتنه کولې شو چې د بوډئ ټال، د واؤرې کرسټل اؤ لېا ډي اېن اې څنګه جوړ شو. د دې ځواب د اېټمونو په پزېکس کښې دې. د اېټمونو پزېکس ولې داسې دې اؤ بل شان نه دې. د دې ځواب مونږ ته د الېکټرانو اؤ کوارکس د تېورئ په شکل کښې ملاوېږي کومې ته چې کوانټم فېلډ تېوري وئېلې شي. د سوال اؤ ځواب دا لړئ چې څومره مخته ته ځي نو دومره د پزېکس کانونونه نور پسې ساده کېږي اؤ د ېووالي خواته نزدې کېږي. نو ما دا وئېل چې د ېو پزېکس پوه په هېڅ ما خپل ژوند دې ته بخښلې دې چې هغه ساده اؤ ښائسته کانونونه ېو په بل پسې رابرسېره کړم. ګل د کدو ګل دې چې ېو شوکوم لاندې ترې بل دې.

-
بېرته شاته