(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژوند پرسته

[25.Apr.2021 - 20:59]

ژوند پرسته 

د کتاب په نړيواله ورځ " ژوند پرسته " د مارګلې په کنډاؤ راوړيده او ماته يې د پښتو دا دوه ټپې رايادې کړے.

يار به مې بل ملک ته پرې نږدم 

ورته پيزوان د مارګلې په کنډاؤ ږدمه 

تر مارګلې درسره يم 

د هغې په هورته دې خداې مل شه مئينه 

آغلې حسينه ګل د پښتو ژبې هغه د رسا، پارسا فکر او د پښتو شعر و هنر هغه سپيځلے  شاعره ، اديبه او دانشوره ده چې د تخليقي زيارونه مخ ته  راوړو سره په عملي توګه نړۍ کښې تر لرے، لرے تللې ده او د پښتو ، پښتونخوالې غږ يې د نړۍ ګوټ،  ګوټ ته د رسولو هڅه کړې ده . "ژوند پرسته " د آغلې حسينه ګل د نوے شعري ټولګې ښائسته او زړه پورې نوم دے . د کتاب ددې نوم سره د هغې د ژوند سره د نيزديکت او مينه څرګنده ده او په کتاب کښې دننه د هغې شعرونه ، غزلونه، نظمونه د خپل فکر د ښائست ليلا سره ژوندي علامتونه دي . کتاب په معنوي او صوري ښکلا منور دے . د قدرمنې حسينه ګل د نوے شعري مجموعه چې هغوي د زما سره په اسلام آباد کښې ميشت ځنو ملګرو ته د ښاغلي سردار يوسفزي په لاس راليږلې وه . سردار يوسفزے هم د پښتو د خورونې، روزنې د شمعې  ليونے پتنګ دے . زما ددې خبرې ثبوت دادے چې نن د جمعې ورځ د اپريل په ۲۳ نيټه کال ۲۰۲۱  روژه په خله په داسې حال کښې چې هغه هم لکه زما خپله سورلي نه لري نن د کتاب د نړيوالې ورځې په اړه د قدرمنې حسينه ګل دا ناوياته ډالۍ " ژوند پرسته " را ډالۍ کړه او زه يې ژوند ته را وهڅولم ژوندۍ او برياله دې قدرمنه حسينه ګل او ژوندے برياله دې وي ښاغلے سردار يوسفزے .

محبتونه منم

زه ګلابونه منم

هو!

چې کله 

د محبت په سمندر کښې 

زه او ته

دواړه يواځې غرق يو

يا بيا

د ګلابونو

د وږمو

او د رنګونو ښار کښې 

غاړه په غاړه ګرځو 

دا د آغلې حسينه ګل ددې کتاب د " محبتونه منم" تر عنوان لاندې يو اوږد نظم يو بند دے ټول نظم مې په دې رانه وړو بايد چې دا نظم د هغې نور نظمونه او غزلونه تاسو د حسينه ګل په " ژوند پرسته "کښې پخپله ولولئ نو د پښتو او پښتونخوالې حق به په ښه شان يا جوړ له ادا شي دلته زه د ډاکټر قاضي حنيف اللّه حنيف د ليک نه چې په دې کتاب کښې د سريزې په توګه شامل دے يو لنډيز راوړم .

"دا حقيقت دے چې بعضې شاعران يا شاعرانې غزل معياري ليکي او بعضې نظمونه او ډير کم داسې وي چې غزل او نظم دواړه ښکلي او په تول پوره  ليکي او حسينه ګل هم په داسې شاعرانو کښې شامله ده . ما خو هميشه راسې ښکلي اثرناک غزلونه لوستي او اوريدلي وو او دا مې ګڼل چې حسينه ګل د خپل عصر يو بې ساري او د ځانګړې انداز غزلګو شاعره ده ، خو د هغې د نظمونو لوستو نه پس حيرانۍ يوړم چې که تعزل د غزل روح ګڼلے شي ، نو حسينه ګل د نظمونو دې روح او کمال حسن ته به څه وايو؟

زما يقين دے چې ډاکټر قاضي حنيف اللّه حنيف صاحب د حسينه ګل نثري تخليقي ليکونه ، آفسانې او ناولونه لوستي وي نو کوم د نظر  ښائست او مينې د جزبې شدت   چې د آغلې حسينه ګل په غزل ، نظم کښې دے نو دا اعتراف به هم کوي چې دغه هر څه د هغې په نثري تخليقي ليکونو کښې دي هغه که رپورتاژ دے، آفسانه ده او که ناول . يقينناً چې حسينه ګل ددې دور د پښتو ژبې يو ښاغلې او ځانګړې شاعره، اديبه ده چې په يو وخت ښه ټنګيدلے غزل هم ليکي او زړه راښکونکې نظم سره رپورتاژ ، آفسانه او ناول هم ليکي. داسې ليکوال په پښتو ادب کښې د ګوتو د شمير دي او د شمير په دغه ليکوالو کښې هم آغلې حسينه ګل خپل يو ځانګړې مقام لري د پښتو په ميرمنو شاعرانو اديبانو ، س،ب،ب، زيتون بانو، فوزيه انجم ، سلمي شاهين په صف کښې د يو نوي ژوند او فن سره " ژوند پرسته ولاړه ده. د‌ آغلې حسينه ګل د نظمونو دا مجموعه په يو ۱۴۴ مخونو اړه ده . ددې کتاب تړون د هغه چا په نوم سره شوے دے څوک چې ژوند سره ژوند کوي . په کتاب خپل ليک کښې حسينه ګل يو ځاې ليکي . " ددې نظمونو مواد او موضوعات زما د سرکشه طبعي او فطرت عين مطابق دي . زاړه او مښلي موضوعات بيا بيا راوړل هسې د بل وخت خرابول هم وي او شاعري پورې خندا هم" زما خيال د بل د وخت سره  خپل وخت صلاحيت او طاقت هم بې ځايه خرابول دي . نن د پښتو ادب د يو شانوالي ښکار دے خو حالات مايوس کن هم دي ولے چې د ژوند په دې تورتم کښې ښکته او بره د رڼا يو څرک په نظر راځي د رڼا د څرک يو پلوشه اغلې حسينه ګل ده چې ژوند پرسته ده او د خپلې پښتنې ټولې په بې حاله وجود کښې ژوند پوکي او حرکت ته يې جوړه وي . هم دغه حرکت ژوند پيدا کوي . او حسينه ګل د ژوند د نقطې لکه د پرکار تاويږي راتاووږي.

خو بس ډيره زوراوره ده نو

نه مې ترې ذهن بل خوا ځي 

نه مې ترې سترګې اوړي

بس

دې وړې شانتې نقطې 

مدام په خپل ځان کښې ساتلې يمه

زړه مې پرکار دے

زړه مې څرخي له تا

چورلي له تانه                                                                       ------   

په درناوي: اقبال حسين افکار

-
بېرته شاته