(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکتر نه تر ماهره

[29.Apr.2021 - 02:48]

د ډاکټر نه تر ماهره / خاکه

ماخوذ :--{{  روښانه څهرې }}----» ليکوال : ګل محمد‌ بيتاب

دادډاکټر  ټکے يې  نوم  سره  داسې  لګېدلے  دے  چې  بيلول   يې ترې  ګران  دى ځکه مجبوره  يو  چې  ډاکټر  به  ورته  خامخا  وايو، ګنى  نور  په  ظاهره  د دۀ او  د ډاکټرۍ خپلو کښې  هيڅ  تعلق  نشته. د دۀ  د نامې  سره  دا ډ اکټر  داسې  دے  لکه  پرېشان  خټک صېب  چې  هډو  پريشانه  نۀ  وو .ډاکټر يارمحمد مغموم  صېب  بې غمه  ګرځى  او شېر شاه  ترخوى  صېب  بې ترخو  سړے  وو  ځکه  خو حبيب  الله  رفيع  صېب  به  ورته   د ترخوى په  ځائے شير شاه  خوږوى  وئيلو.

نن سبا پښتو  کښې  پى ايچ ډى  ډاکټران  دومره  ډېر  شوى  دى  چې  د اکثرو  خلقو  پرې  دا ګمان  کېږى  چې ګنى  دے  به  هم  د ادب  ډاکټر  وى  خو  څۀ  موده  وړاندې  دا ادبى ډاکټران دومره ډېر نۀ  وو  ځکه  نو  ډاکټر  به  يې  صرف  هغه  چا ته   وئېلو  چې  د انسانانو د مختلفو مرضونو علاج به يې  کولو  تر دې  چې  د ځناورو  ډاکټران  به  يې  هم  ډاکټران  نۀ  ګڼل.

ما چې کله دا ډاکټر  ليدلے  وو  نو لکه   د خپلې  نامې  پراسراره  غوندې  وو  د ادبى  غونډو مشاعرو او تنقيدى  نشستونو  په  دوران  کښې   به   يې  انداز  بدل  وو  کله  کله  به  يې  داسې ذومعنى خبره  اوکړه  چې  هر چا به   ترې  خپل  خپل  مطلب  اخستو  چا  به  وې  دا تعريف  دے  او چا به  وې  ورپورې  خندا  کوىدې  نه  علاوه د برابر  وجود  خاوند  وو  کۀ  څۀ  هم  ونه  يې لکه د چنار دنګه نۀ  وه  خو دومره ټيټ هم نۀ وو  چې  ورته   دې  لنډے يا مندرے  اووئيلے شى

د سر وېښتۀ  يې  په  الوتو  وو  خو  بيا  هم  ډېره  حصه  يې  محفوظه  وه  د نظر  چشمې  به  يې جېب  کښې  ګرځولې  خو  کله  کله   به  يې  بغېر  د چشمو  هم  اخبار  لوستے  شو  او  اکثر  به  يې داسې کول  ځکه  چې  چشمې  به  ترې  عموماً  په  کور  يا  دفتر  کښې  پاتې  کېدلې . د خپل عمر په  نسبت  ډېر ځوان  ښکارېدو  ځکه  خو  به  ما پرېشان داودزى  او  قېصراپريدى  خپل همځولے  ګڼلو  ورسره  به  مو  هر قسمه  ګپونه  لګول  په  هر  چا  کښې  نقص  پېدا  کول  او ورپورې  ټوقې کول يې د خوښې  موضوع  وه  او  کۀ  نور څوک  به  نۀ  وو  نو  بيا  به  خپلو کښې  يو بل  پسې  چې  کوم  ملګرے  به  موجود  نۀ  وو  نو  د هغۀ  بدۍ به  مو د ثواب  دپاره بيانولې

دګرځېدو ښۀ مړنے  او  تکړه  وو  په  ګرمۍ او يخنۍ به   يې څۀ  کار نۀ  وو  تورې  چائې  يې  ډېرې خوښې  وې. بله  دا چې  مجبورى  هم  وه  ولې  چې  هوټلونو  کښې  خو هسې  څوک  ناستې   ته تر ډېره نۀ  پرېږدى  او د غرمې  نه  واخله  تر  ماښامه  به  ناست وو  نو مجبور  وو  چې  د هوټل واله  نه  دې  چائې  وڅښو  ورسره   به  ډاکټر  صېب  سګريټ   هم  په   مخ  پوکل  کله  کله  به يې د چايو  سره  فاسټ  فوډ  لکه  سموسې  او  پکوړې  هم  راپېدا کولې  او د دې  به  يې  ډېر تعريف  کولو  چې  دا  ډېر  ښۀ  شے  دے  خو  عموماً  به  يې  د دې  د خوراک  او  سګريټو  په  وجه  مرۍ  او سنيه  خرابه  وه. پېښور ښار کښې  عموماً  او د خېبر بازار  نه  واخله  تر  اشنغرۍ او  ډبګرۍ پورې  د چائيو  او د خوراک  ټول  ښۀ  هوټلونه  راته  معلوم  وو  ولې  چې  ټوله  ورځ  به بې  غرضه  ګرځېدو خو  دا خبره  ياد  ساتل  پکار  دى  چې  صرف  هغه  هوټلونه  راته  معلوم وو  چې  ارزان  بېعه  وو  خو  زياته  ناسته  ولاړه  به  مو  خېبربازار  او قيصه خوانۍ کښې  وه. او کله به ادبى  او فلمى  لطيفو اوريدو  له مراد  شينوارى  صېب له ورتللوغرمه  به  چې  ډاکټر  صېب  راپېښ  شو نو  تر هغې  به  ناست  وو  او  يا ګرځيدو  چې  د ماښام  بانګونه  به  اوشول  نو  مونږ  به د اخبار  دفتر ته  لاړو  او  ډاکټر صېب  به  د کور  په  لور  مردان ته  روان  شو  د کو ر خلق  يې  ورسره  داسې  عادت  شوى  وو   چې  يوه  ورځ  چرته   د تېر ماسخوتن  په  ځائې  وختى  کور ته  تلے  وو نو هغوى  ورته  وئيلي  وو  ولې  نن  دفتر  ته  نۀ  وې  تلے کۀ  څنګه  ځکه  تۀ  خو نن  ډېر  په  وخت  کور ته  راغلې. د مطالعې  انداز يې   داسې  دے  چې ښه  ډېره  لوسته  کوى  خو  په  يوه  مخه  کتاب  نۀ  شى  کتلے  په  غوپو غوپو  کتاب   ګورى  او  اکثر د پښتو کتاب د انګرېزۍ  غوندې  ګورى  لکه  د کتاب  اخرى  مضمون ، مقاله، غزل  يا افسانه  وړومبے  ګورى  کۀ  دغې  خوند  ورکړو  خو کتاب  به  اوګورى  ګنى  نۀ  يې  ګورى. هغه کتاب  يې  ډېر خوښ  وى  چې  پکښې  واړۀ  واړۀ  بابونه  وى، اوږد  مضمون  يا  مقالې  ته  يې وار خطا کېږى  خپله  ليک  کښې  هم  د ډېر اختصار  نه  کار  اخلى  لوئې  ليک  ته  يې  ملا ماته  وى  حالانکه  ډېر  ښۀ  تنقيدى  شعور  او  پوهه  لرى .خو  د اوږدوالى  له  وجې  اکثر  ليکونه نۀ  کوى  مقاله  ليکل  خو د پل  صراط  نه  کمه  نۀ  ګڼي.

د جامو رنګ  يې  همېشه  سپين  و‌ى  ما  کله  هم   په  نورو  جامو  کښې  نۀ  دے  ليدلے او يا کيدے  شى دۀ  ته  پته  نۀ  وى  چې  خلق   د سپين  رنګ  نه  علاوه  نورې  جامې  هم اغوندى  چې  اکثر  د دۀ  د بې  غورۍ  له  وجې  به  پرې  ترکارى او يا چائې  توې  شوې  وى  او يا ترې  په  سګريټ  سوزيدلې  وې.

دساهو ليکونکې مرکې ““سرحد پښتو ادبى ټولنېاونورو هغه  ټولو  ادبى  جرګو اجلاسونو  کښې  به  باقاعده  شريکيدو  کوم  چې  به  د خېبر  بازار اردو سائنس  بورډ  کښې کيدل .يو  ځل  زما  دې  زړۀ  ته  راغلل  دا  څنګه  ډاکټر  دے  چې  ټوله  ورځ  مونږ  سره  په خوشي تشي ګرځيدو تيروى  ډاکټران خو سر ګرولو ته اوزګار نۀ  وى  د ځانه  يې  د روپو  ګټلو مشينونه  جوړ کړى  وى  خو  ډېرو  خلقو  نه  مې  واورېدل  چې  ډاکټر  دے  او  باقاعده يې  د پېښور د خېبر ميډيکل کالج  نه  د ډاکټرۍ  ډګرى  اخستې  ده .يو تن  خو  لا  راته  دا  انکشاف  هم  اوکړو  چې  د پاکستان  او  بهارت  تر  منځه  د جنګ  په  مود ه  کښې  دې  ډاکټر  په  فوځ کښې  هم  څۀ  موده  خدمات  تر  سره  کړى  وو  دے  دغلته  د کيپټن   په  اعزازى  عهده  وو خو نۀ  يې  کله د دې  خبرې  اظهار کړے  او نۀ   پکښې  ما  د فوځيانو  بغېر  د ګرځيدو  نه  بل  کوم خوئى  ليدلے  دے .تسلى  مې  اوشوه  چې  سړے  ډاکټر  دے  خو  بيا  څۀ  موده  پس  راته د مردان  نوموړى  شاعر  پير ګوهر صېب  ډېر  په  فخر  اووې  ډاکټر اسرار هغه  واحد  ډاکټر  دے  چې  لا  ترننه  يې  د مريض  نه  فيس  نۀ  دے  اخستے  د دې  خبرې  سره  مې  بيا  شک پېدا  شو او  دې  حد  ته  اورسيدو  چې  بس  غوټه  فېصله  مې  اوکړه  چې  دا هډو  ډاکټر  نۀ  دے  ځکه زما  په  خيال  دا خبره  هډو  عقل  نۀ  اخلى  چې  ډاکټر  دې  وى  او  فيس  دې  نۀ  اخلى. ما  زړۀ کښې  اووې  يوه  ورځ  دفتر  ته  ورځم  چې  دا هر  څۀ  پخپلو  سترګو اووينم  کچهرو کښې  په تپوس تپوس  دفتر ته  اورسېدم  او  هلته د صحت  د محکمې  ډائريکټريټ  ته  ورغلم . يو دفتر کښې  ځانله  ناست  وو   خو  په  دغه  دفتر  کښې  تش  فائيلونه  پراتۀ  وو،  يو  عام  غوندې  دفتر وو. دې کښې  څۀ  ګورم   چې  يو  مشر  غوندې  سړے  راننوتو  چې  اوږده  سپينه  ږيره  يې  وه ډاکټر صېب  اووې دا زمونږه  بابو صېب  دے  ډېر  قابل  سړے  دے  پخوانے لسم  پاس  دے د ټائپ  سپيډ يې  هم  ښۀ دے  او د Congratulation سپيلنګ  ښۀ  صحيح  ليکلے  شى  دا چې  مې واورېدل  نو زۀ هم  د دغه  مشر د قابليت  قائل  شوم  ولې  چې  تېرو  ورځو کښې  زۀ  او  ډاکټر اسرار د چوک يادګار  تارګهر  ته  تلى  وو  چې  دوى  د پښتونخوا ملى عوامى پارټۍ  مشر ته د قامى  اسمبلۍ  په  نشست  ګټلو د مبارکۍ  تار  لېږلو  د ډاکټر صېب  نه  دغه  وخت  د Congratulation سپېلنګ  هېر  شو  ما ته  يې  اووې  زۀ هم  خطا  شوم  يا مې  شک  شو دواړه  په تپوسونو سر شو  او چې  لسم  سړى  ته  اورسيدو  نو  هغۀ  راته  اووې  هسې  خلق  او  ځانونه  مۀ  شرموئ  دغه مخامخ  مشر  سړى  نه  تپوس  اوکړئ  دغه  ټائپ  چې ورسره  دے  او  هغه  دے  چا له  څۀ  ټائپ  کوى. پوهه  شوم  چې  هر ټائپ  والا  مشر  سړے  د کمال  نه  خالى  نۀ  وى  هم  هغۀ  راته  سپېلنګ  صحيح  کړو. د ډاکټر صېب دفتر کښې  دغه  مشر  راته  بل  ملاقات  کښې اووئيل  ما د ډېرو ډاکټرانو  سره  ډيوټى  کړې  ده  خو د ډاکټر اسرار صېب  غوندې  ډاکټر  مې چرته  نۀ دے  ليدلے  شکر  دے  چې  دۀ  ورته  ډاکټر  اووې  او  زما شک  يې   لرې  کړو  دغه مشربابو ته هغه سپاس نامه هم  ياده  وه کومه  چې  باچا خان  ته  د خالصې  د علاقې  په  دوره کښې د هندکو  ژبې  يو  شاعر  اورولې  وه  چې  مطلع  يې  داسې  وه

پاریہ غفاریہ زندہ رویں تو         

وا  جنڑے  دا  پتریہ زندہ  رویں  تو

دا يقين  مې  اوشو  چې  محمد  اسرار  يقيناً  ډاکټر  دے  خو  بابو  شوے  دے  او  زما په  علم  کښې  کم  از  کم  داسې  په  وړومبى   ځل  اوشول  حالانکه   زۀ  ډېر  بابوګان  پېژنم  چې د ځانه  يې  ډاکټران  جوړ  کړى  دى  خلقو  له  دهوکې  ورکوى  خو  زما  په  خيال  دا وړومبے  ډاکټر  دے  چې  د ځانه  يې  بابو  جوړ  کړے  دے  او  د لوئې  ګټې  نه  يې  ځان  محرومه  کړے  دے .ډاکټر اسرار نه  ما په  مختلفو موقعو د ادب  دَ مختلفو  صنفونو  پحقله ډېرې خبرې او تبصرې اوريدلى دى  تر دې  چې  کله  کله  په  سياست   ئې هم  تبصرې   ما  اوريدلى او لوستلې دى خو تر اوږدې  مودې  پورې  ورسره  يو  ځائې  ګرځيدو او دَ نزدې  تعلق  باوجود  ترې  ما صرف د طب  دوه  خبرې  اوريدلى  دى  هغه  اوس  وړاندې  کوم  چې  پخپله  به  ترې  تاسو  ته  هم دا انداز ه اولګى  چې  دا سړے   د طب  يا  ډاکټرۍ  په  مېدان  کښې  څومره  پوهه  لري.

زمونږه  يو ملګرے  وو  چې  په  کباړى  بازار  کښې  يې  د کېسټونو دکان  وو  عزيز احمد  نوم  يې  وو  د هغه  د لسو  دولسو  کلونو يو  ځوے  وو  هر  وخت  به  چې  کله  هم  راغلو  نو  ډاکټر اسرار ته  به  يې  وئيل  ډاکټر صېب دا ځوے  مې  په  وجود  کمزورے  دے  نۀ  ښۀ کېږى  ډاکټر اسرار به  ورته  جواب  کښې  وئيل   ښه  خوارکونه  پرې  کوه  ښۀ  به  شىعزيز احمد به  وې  خوراکونه  پرې  ښۀ  کوم  خو  بيا  هم  نۀ  ښۀ  کېږى . ډاکټر اسرار به  ورته  وې  ښۀ به  شى  په  دې  کښې  شپږ  اتۀ  مياشتې  اووتې . يوه  ورځ  يې  اووې  ډاکټر صېب  زما د دې ځوې  څۀ  غم  اوکړه  سره  د ښۀ  خوراکه  نه  ښۀ  کېږى  ډاکټر اسرار  ورته  اووې  ښۀ  نو لږ پۍ ورکوه  ښۀ  به  شى. دې  سره  عزيز  پاڅېدۀ  او طنزيه  انداز  کښې  يې  ما ته  اووې  دا ستاسو  هغه  ډاکټر دے ؟ دا دے  چې  څۀ  وائى د دې  خو ما ته   هم  پته  وه  دا  ډاکټر   ماکټر  نۀ  دے بس  هسې  يو  سړے  دے .بله  قيمتى  خبره  مې  ترې  د طب   په  باره  کښې  دا  اورېدلې  وه چې  يو سړى  ورته  وئيل  ډاکټر صېب  په  ما  ګرمۍ  کښې  ډيرې  ګرمکې  او دانې  راخېژى. ډاکټر اسرار  ورته په  جواب  کښې اووې  د ګرمۍ موسم  دے  دا خو  به  وى  تۀ  داسې  کوه  چې ډېر لامبه  سړى  اووې  صېبه  ډېر لامبم  خو داسې  ښکارى  چې  بدن  کښې   مې  ګرمى  ده  نو  کۀ دارو درمل  راته  اوليکې  نو مهربانى  به  وى  خو  ډاکټر  اسرار  ورته  دا دارو  ليکلو  په  ځائې ووې  چې  کله  اولامبې  نو  ځان  په  توليه  يا  څادر  ښۀ  اوچوه  او کۀ  په  دې  هم  کار نۀ کېږى  نو دې  بازار کښې  يخ  غوندې  پوډر  خرڅېږى   هغه  واخله  او  په  بدن يې  مږهدې ملګرى د پاڅېدو  په  وخت  اووې  دا خبرې  خو زما  زړې  نيا  ته  هم  معلومې  دى  او څو څو  ځله يې  راته  کړې دى  دې نه  پس  به  چې  کله   ما دا ملګرے  ليدو نو  ما ته  به  يې  وئيل  زۀ په  يقين  سره  وئيلے  شم  چې  دا سړے  هډو  ډاکټر  نۀ دے  ځکه  ډاکټر  خو  داسې  خبرې  نۀ کوى.

ډاکټر اسرار په  ملک کښې   د ډاکټر په  توګه  مختلفو  ځايونو کښې  د خدماتو  تر سره کولو نه  علاوه  بهر  ملک  ته  هم  د ډاکټر  په  توګه  تلے  وو  تنزانيه  کښې څۀ  موده  قېد  شوے هم  وو دغه  قېد و بند يې  کۀ  يو خوا خپل خپلوان او دوستان  په  غم  اخته  کړى  وو  نو  بل خوا دۀ دغلته  عربى  زده  کړې  وه  او په  جېل  کښې  به  يې  خلقو  له  په  عربۍ  ژبه  کښې درخواستونه ليکل .ددۀ  چې کله د مړ  ژوندى پته  نۀ  لګيده  نو  د دۀ  ملګرو شاعرانو  خصوصاً اندېش شمس القمر، محمد اقبال اقبال، م ر شفق  او نورو به  هره  ورځ  اخبارونو  کښې  بيانونه چاپ کول تر دې  چې دے  معلوم  شو او بيا  ژوندے  د خېره  سره  کور ته  راغلو  خو ولې  د دۀ د عربۍ  هيڅ  خېر  مونږ  نۀ دے  ليدلے  البته  دلته  به  يې   چې  څوک  په  امردپرستۍ  اخته اوليدو نو  وئيل  به يې  عربيان  دې  ته  “مرض  الشيوخوائى  او  اوس  اوس  چې  د ملګرى  مشتاق مجروح  د املا  پحقله  کتاب  “ساهوادب“  چاپ  شوے  دے  نو  هغې   کښې  يې  چې  طوطى اوليدو  نو   اوئې  وئيل  چې  طوطى  ته  په  عربۍ  کښې   “ببغاء“  وائى.

د جېل  نه  د خوشي کېدو نه  وروستو ملک  ته  د راستنېدو  په  موقعه  يې د عمرې سعادت  هم  حاصل  کړے  وو او حج  يې  هم  کړے  دے   خو  د ځان  سره   لکه  د خلقو  نه  حاجى  ليکى او نۀ عمروى  نه يې  د دې  څۀ  خاص  شهرت  کړے  دے  او نۀ  يې  د دې  سفر نامه يا رپورتاژ  ليکلے دے. ډاکټر اسرار د طالب علمۍ  راسې  شاعرى  کوى  بلکه  زۀ   وايم پېدائشى  شاعر معلومېږى  شاعرى يې  خوږه، پسته، روانه، اسانه  او مترنمه  ده  عوامى  رنګ يې  په شاعرۍ خور دے  د يو  ښۀ  شاعر  په  توګه  ټوله  پښتون خوا  کښې   شهرت  لرى د شاعرۍ  مجموعه  يې  “د ژوند نغمهپه  نامه  دوه  وارې  چاپ  شوې  ده  په  وروستۍ  مجموعه  کښې  يې  څۀ  اضافې  هم  کړې  دى  ډېر غزلونه  او  سندرې   يې  مختلفو   سندرغاړو وخت  په  وخت  وئيلې  او  مشهور  شوې  دى  لکه  دا  چې 

غشى  د بڼو  دې  برابر  لګى

    کله  مې   زړګےکله ځيګرلګى

 

اشنا چې  په  وعده  دې  اعتبار  اوکړم  کۀ  نه

حېران  يمه  چې  بيا  دې  انتظار  اوکړم  کۀ  نه

 

خلق  بدل  شو  کۀ  بدل  شولو وختونه

جينکۍ  نۀ  راځى   ګودر ته

 

دسرحد پښتو ټولنې  په يوه  غونډه  کښې   يې  يو  غزل  اورولے  وو  چې  دوه  شعرونه يې  داسې  وو.

پرون  مې  مرګ  ته  اوازونه  کول

ډېر  بې  وقوف  دے  ريښتيا  رانۀ  شى

زمونږ د مينې  حال به  ټول  اووائى

ستا د چنې  دېوال کښې  ساه  رانۀ شى

 

ډاکټر شېر  زمان  طائزي  صېب  دغه  وخت  انګريزى  اخبار  “فرنټير  پوسټکښې  کار کولو او ادبى  صفحه يې  تياروله  هغۀ  دا  غزل  انګريزي  ته  ترجمه  کړو  او  چاپ  شو  دوه درې  ورځې  پس خېبر اپريدے صېب  راغلو  او  ډاکټر  طائزى  صېب  ته  يې  اووئيل  زما  يو غزل  هم  انګريزى  ته  ترجمه  کړه . ډاکټر  صېب  ورته  ووې  خېبر  صېب  ستاسو  شاعرى  هم پښتو کښې  خوند کوى  او زۀ  په  دې  صفحه  کښې  اکثر د پښتو  مثالى  نظمونه  ترجمه  کوم غزلونه نه ..دې  سره  خېبر اپريدى  اووې  ولې  دا  تا چې  د  ډاکټر  اسرار غزل  ترجمه  کړے  دے ډاکټر طائزى صېب  ډېر د خېبراپريدى  د پوهولو  کوشش  اوکړو  خو  هغه  پوهه  نۀ  شو  نو اخر يې  ورته غصه کښې  اووې  کۀ  ستا  شعر  ترجمه  کړم  نو په  انګرېزۍ  کښې  به ترې  لطيفه  جوړه شى .خېبر اپريدى  په  غصه  کښې  اووې  هغه  څنګه  .؟ډاکټر طائزى  صېب  اووې  ستا د مشهور غزل  کۀ  ترجمه  اوکړم  نو  داسې  به  وى  چې 

اور د مينې  پورې   وو  په  ما  پورې

اور وو  اخر  پورې  شو  په  تا پورې

“Fire on me.    And fire on you.”

دا خبره چې دغلته  ناست د ريډيو پاکستان پخواني ډائرېکټر او  دانشور قاضى سرور صېب  واوريده  نو د خندا نه  د کرسۍ  نه  ښکته  پريوتوبهر حال  ډاکټر  اسرار  په  غزل  کښې  قسم قسم  تجربې  کولے  زۀ  او  دے   به  کله  کله  د حمزه  بابا  کور  ډبګرۍ  ته  ورتلو. يوه  ورځ  چې ورغلو  نو  ډاکټر اسرار ورته  يو  غزل  واورولو  چې  دوه شعرونه  يې   داسې  وو.

مرګه  چې  پس  له  مرګه  شومه  ژوندے

خپله  فنا  شوے   زۀ   فنا   نــــۀ   شومه

چا وې  چې ړوند وى دغم سترګې  نۀ وي

زۀ  خو ترې  يو  ځل  هم  خطا  نۀ  شومه

حمزه بابا  غزل  ډېر  په  غور  واوريدو  بلکه  په  خصوصى  طوريې   ورته  د غوږ آله  اولګوله  او چې  کله يې  غزل  ختم  کړو  نو حمزه بابا اووې  ما کښېنوئ  کله  چې  کښيناستو  نو  فى البديه يې  دا شعر  اووې.

ما وې   چې  ستا  شم  د هر  چا به  شمه

ولې  چې  ستا  شوم  د هيچا  نۀ  شومه

ما او ډاکټر اسرار يو بل  ته  حېران  حېران  اوکتل  ما  ورنه  تپوس  اوکړو  بابا  ډاکټر اسرار لکه  چې  ستاسو  په  زمکه  غزل  ليکلے  دے .هغۀ  اووې  نه  داسې  نۀ  ده  خو  ما چې  د دۀ  ښۀ  غزل  واوريدو  نو  زما  شاعرانه  جذبې  ورسره  غزونې  اوکړې  او دا شعر  مې  سمدستى  خلې  ته  راغلوبيا يې  اووې  اوس  د اکثرو  شاعرانو  په  شعرونو  کښې  يکسانيت  په  نظر راځى  او د خيالا تو  ژور والے  پکښې  نۀ  ښکارى  حالانکه  غزل  ليکل  ډېر  رياضت  غواړىورپسې يې  اووې  ما له  د بنون د سيمې  مشهور غزل ګو شاعر مطيع الله قريشى  راغلے  وو ما ترې  دوه  څلور  غزلونه  واورېدل  خو  دا  غزل  کوم  چې  اوس  ډاکټر  اسرار  اووې   په  ما  د هغۀ د غزلو نه  ښۀ  اولګېدو  پکار ده  چې  ډاکټر اسرار نورې  داسې  غزلې  اوليکى  بيا يې   په خپل  قلم  د دغه  غزل   شا ته  اوليکل. “د ښاغلى  ډاکټر اسرار دا غزل  د يو  استاد غزل  دے   چې  کم  مثال  يې  پېدا کېدے  شىکۀ  خطا کېږم نا  نو دا  د کال  1991ء د مئ د مياشتې  څوارلسمه  نېټه  وه. د بابا ئې  غزل  نه  د دې  سرټيفکېټ  تر لاسه کولو نه  وروستو  يې  بس  غزل  ته هډو په  مخه  ښۀ اووې  البته سندرې  او نظمونه  وغېره  يې  ليکل  خو  چې  يو  ځل  يې  “د ساهو  ليکونکيو مرکهکښې  په  قلندر مومند صېب  خپل  يو  شهکار  نظم  واورولو  په  دغه نظم  کښې  يې  ډېر  په  ښکلى   انداز  کښې  د قلندر صېب  د خدماتو د تعريف   سره  سره   په دوي  څۀ  لږ  ډېر تنقيد  هم  موجود  وو  تر دې  چې  په  يوه  ذومعنى  مصرعه  کښې  يې  د هغوى د پټې خزانې  په  سر د مخالف  همېش خليل  صېب  ستائېنه  هم  کړې  وه  خو  په  دومره  ښۀ انداز کښې  يې  دا  نظم  ليکلے  وو  چې  خپله  قلندر مومند صېب  او نورو ترې  دا  دوه  شعرونه بيا بيا  واوريدل او  بې  درېغه  داد يې  پرې  ورکړو  هغه  شعرونه  داسې  وو:

ستا غوندې  "همېشچې  د ادب  کره  کتنه  کړى

ځار شم  د هغو  خلقو  له  زياره  قلندره

ستا نه  مو زده  کړي  “زۀ  تنقيد  خو به  کومه

ســــــتا د چرګۍ "هـ"   نه  يم  وېزار  قلندره

 

د دې  نظم يې  ډېر ستائېنه  اوشوه  او  چې  د قلندر صېب  غوندې  د يو  لوئې ليکوال نه يې د ښۀ  نظم ګو سند تر لاسه  کړو نو  طمعه  وه  چې  نور  به  ښۀ  نظمونه  اوليکى  خو دې  سره  يې  غوټه  شاعرى  پرېښوده  بلکه  نفرت يې  ترې  پېدا  شو  تر دې  چې  يو  ځل  يې  داسې اوليکل

زۀ  د شعرونو  نه  موړ  شوے  يمه

وجه  يې  دا ده  چې  زوړ  شـــــوے  يمه

يو  لېونتوب  زۀ  شاعر  کړے  ومه

ستاسو  دعا ده  اوس  جوړ  شوے  يمه

 

دا يې  داسې  کار اوکړو  لکه  فلمى  هيرو يا  هيروئېن  چې  عين  د خپل  عروج  په  وخت کښې  فلمى  دنيا ته  خېرباد  اووائىالبته  دې  نه  پس   يې  تکل  ليکلو ته  توجه  اوکړه  او  محض  د دوه کالو په  دوران  کښې  يې  زمونږ  په  بار بار اصرار  دومره  تکلونه  اوليکل  چې  “د تکل  په  تکل“  کښې  روغ  کتاب  ترې   جوړ  شو  دې  تکلونو يې  دومره  شهرت  او موندلو  چې  بس  هم  د تکل  يې  کړو. خو  چې  هر  کله  يې  دې  کتاب   ګڼ  انعامونه  واخستل  او په  دوېم  ځل  چاپ  شو  او خلقو  د تکل  د استاد  په  توګه  تسليم  کړو  نو  دې  ته  يې  هم  شا  کړه دا  زۀ  ځکه  وايم  چې  هغه  وخت  څنګه  په  تُندۍ  د دۀ  نظم  او  نثر  ليکلو نو  زمونږ  خيال  وو چې  دا سړے  کله د نوکرۍ  نه  ريټائرډ  شى  نو   دے  به  بس  ليک  لوست  کوى  ولې  چې ډاکټرى  خو  دے  نۀ  کوى  او  تش د نوم  تر حده  ډاکټر  دے  خو  عجيبه  دا اوشوه  چې د ريټائرډ  کېدو  نه  پس  بس  کور  کښې  څملاستو  دا خو  دې   دپاڅونرسالې  د چلونکو  چار  ښۀ  وى  چې  دۀ  ته  يې  دا کار  اوسپارلو  او  کم  از کم  د کوره  يې  راو ويستو  خو  اوس چې  يې  د يو  ښۀ  صحافى او ايډيټر  په  توګه  صفتونه  کېږى  نو  زۀ  ويرېږم  هسې  نه  چې  د دې  نه  هم  توبه  ګار  شى . کله  کله   زۀ  وائيم  دا  زمونږ  لويه  غلطى  وه  چې  دۀ  ته  مو  ښۀ  غزل ګو،  ښۀ  نظم ګو او  ښۀ   تکل نګار  وئيلى  دى   او لا  مشرانو  ورته  سرټيفېکټونه  هم ورکړى  دىکله کله خيال  کوم  چې  دا ډاکټرى  به   يې  هم  کېدے  شى  په  دې  وجه  پرېښې  وى  چې  کوم  لوئې  ډاکټر  به  د دۀ  په  ډاکټرۍ  کښې  د لياقت  او پوهې  ستائېنې  کړى  وى.

زما  اوس ليکوالو ته  خواست  دے  کۀ  غواړئ  چې  دا سړے  دې  څۀ  کار  اوکړى  نو څۀ چې  شوى  هغه  هسې  هم  شوى  دى .حمزه بابا او قلندر مومند صېب  وفات  شوى  دى د هغوى  ورکړى  سرټيفکيټونه ترې مونږ  واپس  نۀ  شو اخستے خو د دۀ  په  مشرۍ  کښې  د چاپ کېدونکې  رسالىپاڅوناو د دۀ د ليکلو  سريزو او مقدمو دې  دومره  تعريفونه  نۀ  کوى  چې ورته  د ماهر  صحافى  او  مستند  سريزه نګار سندونه  ورکړى  او د دې  نه  هم  لاس  په  سر شى ځکه  دے  داسې  سړے  دے  چې  کوم  فن  کښې  کمال  ته  اورسى  او خلق يې  د ماهر  په  توګه اومنى  نو  دے  هغه  مېدان  کښې  کار نۀ  کوى  بلکه  نورو  ته  يې  پرېږدى.

چې  شاعرۍ   کښې  اوستکار  شو  اسرار

نـــــــــو له  غزلو توبه ګار  شو  اســــــــرار

بيا  چې  تکل  کښې   يې   انعام  واخستو

نو بس  د دې  نه  هم  ويزار  شو  اسرار

                      ٭٭٭

                ۲۸/۱۱/۲۰۱۶

-
بېرته شاته