(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فلسفي لټون/ ښه تربیت

[07.May.2021 - 20:57]

فلسفی لټون

لیک: سیدعبیدالله نادر                              

د هر چا فکر او تصور،د اسرارودرک نه شي کولای .په تیره د اسرارو حل خو، ډیر د عقل او هوش خاوندان هم نشي کولای ،او ډیر عالمان یي په ګونډوکړي .دا یو څو دانایان دي چي د عالم هستي په رموزاتو او اشاراتوتر خپلي اندازی او وسی رسی .او داسي خلک هم په تیروزمانیواو پیړیو کې ډیر تیر شوی .خو دا د ژور سوچ خبره ده ، چي هغوی د دي دومره رسایي او پوهی سره سره بیا هم داسي وایي او دخپل د عاجزۍ او ناتوانۍ اقرارکوی .لکه په دي فارسی شعر کې چی عمرخیام وایي :

هرګزدل من ،زعــــــلم محروم نشد

کم بود زاســــــرار،کـه مفــهوم نشد

هفتاد دو سال فکر کردم شب وروز

معلومـم شــد که هیچ معــلوم نشــــد

سره له دي چي ډیر اسرار او رازونه ورته مفهوم شوی یا بل عبارت ورته ښکاره شوي خو بیا هم د کلونو،کلونو سوچونو وروسته ،دا شاعر ته معلومه شوی چي هیڅ هم معلوم نه شول ،د خلقت له پیل څخه تر ننه پوری ډیرد ژور سوچ خاوندانوپه دي اړه خپل ذهنونه آزمییلي ،په تیره شاعرانو په راز راز انداز کې یي خپل فلسفی مطالب او رایي ځای کړي . عمر خیام چی داسی فلسفی افکارو او سوچونو کې تر ټولو دمخه دی نو په خپل یو شعر کې داسي وایي ،

اســــــــــرارازل را نه تــو داني و نه من

این حـرف معــما نه تو خـــوانــي ونه مـن

هســـــــت از پس پرده ګفــتګوی مــن وتو

چون پرده در افتد ، نه تو مـــانی و نه من

خیام د اسرارو فهم یی د بشری سطحي د فهمه اوچت ګڼلی چی انساني درک یي د فهم څخه عاجز دی.ترکومه ځایه پوري چی نارسا عقل پولادین وزرونه آزمایلی شي ،نود ځپل سوچونوپرواز یي ، آزمییلي ،نو د خلکواو د فکر د خاوندانو د سوچونو په پایله کې یو ډول اشارات او عبارات مونږ ته پاتي دي . چي تر یو ځايه یا یوه حده پوری ،د انسان د تسل وړ ګرځیدلی شي . او هغه تسل دا دی ، چی د انسان نارسا فکر و خیال ته د خدای تعالی (ج)د اسرارو په حریم کې هیڅ لاره نشته ، ځکه مونږ نه هغه اسرار لیدلای شو ،او نه پری پوهیدلای شو ، خو څرنګه چي د انسانی سوچ سلسله آزاده ،او د فکر او سوچ د تناب غځیدلو کړۍ ، دا د بشر د خلقت څخه تر ننه پوری په تیره د ژور سوچ خاوندانو خاصه ده .یعنی د دي آزادی د هر چا سره شته چي په زړه پوری مساییلو ژور سوچ وکړي .او د مسآلو د حل څخه فلسفی خوند پورته کړی . ولی چی ژور سوچ په کاییناتو ، او په خپل ځان انسان خدای ته نژدي کوی ،او د انسان ضمیر ته روښنایی بخښي لکه په دي فارسی شعر کې چی بیان ډیر ښه شوی .

چو شمع از پی علم ،باید ګداخت

که بی علم نتوان ،خدا را شناخت

نو په دي توګه شاعرانوخپل فلسفی تصورات او نظریات د شعر په قالب کې بیان کړي .چی یو لوی مطلب یي په خپل خاص ذوق او سلیقی سره په څلوریځو کې ځای کړی .داسی اشعارو کې فلسفی،ادبی،تعلیمی،انتباهی او تعلیمی درس پروت وي ، څرنګه چي د انسان د عاجزۍ په هکله ډیرو څه وییلي دي نو د عمر خیام په دي څلوریځ کې د دي ښه ذکر شوی ،

کس مشــکل اسرار ازل را نګـــشاد

کس یک قدم از نهـــــاد ،بیرون ننهاد

چون بنــګری از مبـــــتدی واز استاد

عجزاست به دست هرکه از مادر زاد

««««««««««««««««««««««

دوری کــه در او آمـــدن و رفتن ماست

او را نه بدایــت ،نه نهــــایت پـیداســـت

کس می نزند دمی ، درین معنی راست

کین آمدن از کجــا و رفتن به کجــاست

««««««««««««««««««««««

خو هغه قرار چی په په یوه فلسفی لټون کې،تر کومه ځا یه چی انسان یوی پایلی ته ورسیږي ، هغه هیڅ چاته په لاس نه دی ورغلی . او ټولو تر خپله حده او د علم او پوهی په اندازه یی په دي میدان کې خپلي د تحقیق  خپی تڼاکی کړي ،بوعلی سینا چی د نړۍ یو لوی فیلسوف عالم او طبیب تیر شوی د ټولو علومو د پوهیدنی په خوا کی یي د شعر سره هم مینه وه .نو په خپل دي لاندنی څلوریځی کې داسی وایی:

دل ګرچه درین بادیه بسیار شــــتافت

یک موی ندانست ولی موی شګافت

اندردل من هزار خـــورشـــید بتافت

آخر به کمـــــال ذره یی راه نیـــافت

د فلسفی لټون د هڅو په لړ کې ،کوم فلسفی سوچونه او فکرونه چی ما کړي او کومی پایلی ته چی رسیدلی یم .زما دا دوه څلوریځي به همد فلسفی افکارو د خاوندانو له پاره د تسل او مننی وړ وي :

په سوچونو زړه ته می را نه غــلو قرار

نه خیـــالات دفلســــــفی می شـــو،مهار

شیرین عمر په حیرت کې ،رانه تیر شو

خو شکاره نه شو، د پردي شــاته اسرار

««««»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

په زرګونوســـترګي په کــار دي ، چي دي ووینو قدرت

بی حــــابه عقل وهـــوش، چی اندازه دي کړو عظــمت

په دا لږه عقل و پوهه ،چی مونږ واړه پری مــغرور یو

ډیره ګـــرانه ده چــــی پوی شـــــو، په معمــــا د ازلیت

 

............................. 

ښه تربیت

لیک: سید عبیدالله نادر                              

د یوې سالمی ټولنې د تربیت په هکله باید چې، ډیر مسولیتونه احساس کړو ، او سالمی ټو لنې د راوستو د پاره په درس او تعلیم باندی د نوی نسل په هکله زور واچوو ، ځکه که یوه ټولنه او افراد یې د زمانې د تقاضو سره سم په علم او فن سمبال نه وي ، نو خپل د راتلونکي نسل د پاره هیڅ خدمت نه شي کولای ،بلکه ټولنه د بربادۍ خواته وړي ،  ،نو د ټولنې د پاره د خدمت په لاره کې ، د داسي افرادو څخه ښه تمه اوتوقع کیدای شي ، چې هغوي په علم و فن سمبال وي یا بنیادأ د هغوي تربیی او روزنه سالمه شوي وي ، نو سر د همدا اوسه ماشومانو ته د ټوپک ، او بم پرځای کتابونه او قلمونه لاس کې ورکړی ،او هغوي د علم او معرفت د حصول په لور و هڅوئ د هغوي په زړونو کې د کینې او کرکي پرځای محبت واچوئ ، د سبا ورځي د ماشوانو فکر هم وکړئ ،که په یوه ټولنه کې په عصری علومو روزل شوي استاذان ونه لرو ، نو د غي ټولني د راتلونکي د پاره د ښه انسانانو تمه  باید و نه کړو ،که استاذان ښه تربیت نه شي ، په دي کې شک نشته چې یوه ټولنه ورسره خرابیږي ، د شیخ ابوالحسن خرقانی د کیسوڅځه ده، چې انسان ته د خودۍ ټکان ورکوي ،او هغه دا ده چې وايې چې :( یو مست می ولیده چې د خټو ډکه په یوه کوڅه کې روان وو او په خټو کې یې خیزونه وهل وایي ما ور ږغ کړل چې خپو ته دې پام کوه چې و نه ښویږي ، مست وویل : شیخه که زه وښویږم باک نشته ، ته په هوش کې اوسه چې ونه ښویږي ځکه تا پسي به ډیره یوه لویه ټو لنه او جماعت وښویږي.)شیخ اوابوالحسن خرقانی وايي چې دي خبري ماته سخت د خودۍ ټکان راکړ،نو دا خبره رشتیا ده که زمونږه استاذان ، رهبران او مشران و ښویږي ، نو د هغوي سره یوه لویه ټولنه بربادیږي ،

-
بېرته شاته