(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د آخرت په سفر تللې مورې!

[08.May.2021 - 20:03]

د آخرت په سفر تللې مورې!

لیک: ولي الله ملکزی

نن، د می د میاشتې نهمه نیټه ده. نړۍ والو د نن ورځ، د مور په نوم، نومولې ده. نن، د دی بې تنابه او پراخې مځکې په لر او بر کې د مور مقام ته د درناوي په خاطرغونډې جوړیږي، کارتونونه انځوریږي او د پوستې ټکټونه چاپيږي. شاعران یی د شعر په ژبه او لیکوالان یې د قلم په څوکه ستایي. خو زموږ په ټپي او ټوکر ټوکر هیواد کې د وینو فوارې په نڅا دي. یتیمان او بی اسرې بچیان، د میندو دا ورځ په خپلو سلګیو او اوښکو لمانځي.

له بده مرغه، زموږ د وطن ځینې خلک، د میندو د سترګو په وړاندې، د دوئ ځامن د تکبیر له نارو سره د موچي په تار حلالوي او یا یې ټټر ته د پاپه شې شاجور نیسي. همدغه خلک د مور د ورځې لمانځل بدعت، ګمراهي او دغرب تحفه ګڼي. خو غربیان په کال کې، لږ تر لږه یوه ورځ د انسانیت په نوم، د بشري عاطفې له مخې او د فطرت په حکم، د سرو ګلانو په ګیډیو سره د خپلو میندو ورځ لمانځي او د هغوئ له ځورولو ځان ساتي. نو که د مور ستاینه او لمانځنه بدعت وي او له مرګ وروسته د هغې سره مینه او یادول یې ګناه وي، نو زه بیا پوخ ګناهګار یم

له نن څخه یولس کاله وړاندې، زما رنځورې مور خپله اروا د رژوې په مبارکې میاشت کې د ارواو خالق ته وسپارلهزه مسافر ووم؛ قلم مې رنګ نه درلود؛ نو د خپلو اوښکو په څو همزولو څاڅکو مې څو ټکي ولیکل او د هغې قبر ته می نذرانه کړل. زه دا لاندینۍ ماتې ګوډې کرښې، د خپلې نازولې مور تر څنګ ټولو هغو قدرمنو میندو ته ډالۍ کوم چې اوس په شاړو هدیرو کې د قبرونو د تورو خاورو میلمنې دي

خوږې مورې! ځما دنیاګۍ ډیره وړه او په هغې کې داسې ژبه نشته چې ستا د مینې لمانځنه او ستاینه پری وشي.

نیازبینې مورې! ځما په بدن کې داسې سترګې نشته چې ستا له ښکلا پورته، د بلې ښکلا ننداره پری وشي.

قدرمنې مورې! ستا یادونه تل تازه او خاطرې دې له ټولو خاطرو خوږې دي.

پتمنې مورې ! ته د کړاوونو په تورې ترږمۍ کې، ځما د رڼا څلی او ځما د زمانې غږ وې.

درنې مورې! د ژوند په هرې ناخوالې کې، ته ځما د تسل څرک او د امید غوټې وې‌

خوږې مورې! د دې هستۍ په زړونو کې، له ټولو نرې او نرم زړه همدا ستا وو

نه هیردونکې مورې! د ټولو مخلوقاتو په متن کې، له هر چا زیات مهربانه خلقت همدا ته یې.

د زړه په تل کې مورې! ځما د درد او ژړا په مهال تر ټوله غوره ځای، ستا غیږه وه.

پیاوړې مورې! ته په هر مصیبت کی ډاډګیرنه او ځما د هرې کمزورتیا، پیاوړتیا وې.

عزتمنې مورې! ته هغه هنداره یې چې ماته دی خپل رنګ را بښلی او ځما ځلا ستا له ښکلا څخه ده.

ګرانې مورې! ته د خوا خوږۍ سمبول وې، د سرښندنې مناره او د مینې مظهر.

د زړه په تل کې میشتې مورې! ستا د نیمې شپې د شوګیرو په خاطر، د الله هو، للوللو په خاطر، ستر رب حکم کړی چې موږ ستا هره خبره د زړه په غوږنو واورو او تا ته د اف کلمه هم ونه وایو

په قبر کې ځما میشتې مورې! آیا ته پوهیږې کله چې یو صحابي خپله بوډۍ مور په اوږو کښینولۍ او له کعبې څخه یی ورباندی د طواف کولو وروسته له رسول الله (ص) څخه پوښتنه وکړه چې آیا ما د خپلې مور حق ادا کړ، کنه؟ نو مورې پوهیږې چې ستا پیغمبر ورته په ځواب کې څه وویل؟ «نه، تا د خپلې مور د هغه درد  یوه برخه حق هم نه دی اداء کړی کله چې ته یی زیږولې».

د آخرت په سفر تللې مورې! ستا خدمت د غزا او جهاد څخه هم لوړ او ارزښتتمند دي، ځکه چې ستا د قدمونو خاوره له جنت سره نښتې ده. د اسمان څخه هر راغلي کتاب او هرې صحیفې ستا ارزونه او سپارښتنه کړېده.

نازولې مورې! ستا د هیواد یوه مور هم جګړه ماره نده، خو بیا هم هره مور، د هری جګړې قرباني ده. ستا د وطن دا تورمخي جګړه ماران د کال په هره ورځ، ګړۍ په ګړۍ او ګام په ګام ستا په څیر سپین سرې میندې ژړوي

خو صابرو میندو! یوه ورځ به حتما د دی کور ړنګې جګړې متره وچه شي، د پردیو دا ټوپکونه به له اوږو کوز شي، د ورور وژنې دا ماشې به یوه ورځ ماتې شي. د ژړلیدلو میندو دا سوړ ژمی به هم تیر شي، خو د نبي د ځینو دروغجنو وارثانو دا سکاره مخونه به، همداسی تور پاتې شي.

مورې! زه خپل ځان نیکمرغه بولم چی عزرائیل دی د کټ په سر ولاړ وو او ما ته دی په ټلیفون کی وويل: ځویه زه در څخه راضي یم، بده ورځ ونه ګورې. ځویه، د الله رسۍ او د خپل ولس لمن ټینګه ونیسه، پام کوه له دوئ جلا نه شې. مګر بد نصیبي می دا ده چي ستا د جنازې کټ له می اوږه ورنکړه او ستا د قبر په سپیرو خاورو می یو څاڅکی اوښکې توئ نه کړې.

خو مورې! په هغه رب قسم چی تا ته یی د مورولۍ مقام درکړی، زه دی په هره سجده کی یادووم او د اصلي منزل په لور ستا د مزل د اسانۍ غوښتنه کوم. د مور پدی ورځ، په جار سره چغه وهم

ځما رنځیدلې او کړیدلې مورې! په هدیره کې ځما میشتې موری! د تورو خاورو لاندی نازولی مورې! الله تعالی دی تا د جنت په یوې دنګې ماڼۍ کې خپله میلمنه کړي. دا ورځ دی تا او د نړۍ پر مخ هرې مور ته مبارکه او موږ ته له خاطرو ډکه وي.

اروا دې ښاده، یادونه دې تل تازه 

ستا مسافر ځوی، ملکزی

08.05.2012

-
بېرته شاته