(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګودر

[12.May.2021 - 13:21]

تاراته ایښی په زړګی سوي داغونه

ګودره وران شی تل دی یادومه

 

ګودرهغه ځای چی دپښتنی دوداودستور اوادبیاتویوه غټه برخه جوړوی.

اوس چی څاه ګانی (کویان) په هرکلی کی به دوه ګودرونه موجودوو.. هرکلی کی جوړشویدي دګودرونوارزښت یی کم کړیدی.

له نیکه مرغه ځینوکلوخپل دادوداودستورساتلی دې 

1 . دجونویاجینکوګودرـ

 داګودردکلو په ډیرخوندی ځایو کی موقیعت لري. وړی جونه تری دورځی اوبه خپلوکورونوته وړي.

په ماښامونوکی پیغلی جونه اومیندی تری اوبه کورته وړي ، جرګی مرکی اودزړه خواله پکی کوی.

کله کله ناکله خومیندی دبل کلی خپلوانوکره میلمني شي اوبیا دشپی ګودرته دښکارلپاره لاړی شي چی دخپل زامنو لپارجوني خوښي  کړي اوبیاپی جرګه شي.

کله ناکله خودپیغلوجګړي هم پکی وشی اویوبل په منګوولي

 

2. دنارینووګودر.. 

په دی ګودرکیسه هلکان لامبي. هغه هلکان چی خویندی نه لری ددی ګودرنه اوبه کورونوته وړی.هلکان پکی یودبل سره  ګپ شپونه ولي کله ناکله خوداګپ شپ په جګړه هم بدل اوهغه غوبل جوړشی چی حیران به ورته پاتی شی ځکه چې پښتنوپه یوه خبره اثفاق کړیدی چی هغه بی اتفاقی ده

.ډاکتر غلام مقتدر سروري

-
بېرته شاته