(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سائیں کمال خان

[12.May.2021 - 13:24]

د سائیں  کمال الدین کمال شیراڼی ۲۱ تلین په مناسبت د ده د زمند لنډ جاج

لیک:- ځیرک شیراڼی

سائیں کمال الذین کمال شیراڼی په نېټه۱۹۱۷ باندې په کلی مغل کوټ کښې وه زوکېده د پلار نوم یې ملا مرجان وو ده لیا د مور شیدې رودلې چی پلار یې له دې پانی نړئ ځخه سترګې پټې کړې او ځان یې لوئ لوړی ته وه سپارلئ نو د ده پا لنه  خپلې مور په غاړه واخیسته دا د یادونې  وړ ده چی د سائیں کمال ا لدین کمال شیراڼی مور  د شهید بازون څول خېل لور ده کوم چی له پیرنګیانو سره په جګړه کې شهید سو او بیا پیرنګیانو په اور وه سوځلئ سائیں کمال ا لدین کمال شیرانی په هلکوالی کې په خپل کلی دهانه سر کې ملا اودول غنی او مولوی اودول هک ځخه د اسلامی ایلم لوست یې  شورو کړ او د اوولس کلو په اومر کې کلی کړمه ته ولاړ او د بلو خان شیراڼی په کور کې اوسېده او هلته یې  په ۱۹۳۴ کې د پرائمري سکول لوست شورو کړو او په لس میاستو کې یې پرائمري پاس کړئ دا بیا د يادونې وړ ده چی بلو خان شیراڼی په کور کې سائیں کمال خان شیراڼی او نسیب الله خان شیراڼی ( ریټا ئر کمشنر ) هم د پرائمري سکول لوست دالته کړی وه بلو خان شیراڼی د سوپی نور  مهمد شیراڼی پلار دئ الله پاک دې پور ارواه روڼا کې او په ۱۹۳۵ کې یې په پورټ سنډیمن ښار کې په مډل کې داخله واخسته او د لسم ازمو یښت یې په کوټه کې پرائیویټ  پاس کړئ او په ۱۹۴۳ کې یې له لاهور پوهنتون ځخه پښتو آنرز پاس کړئ-

په هغه زمانه کې د لسم باد یو خاس مزمون کې آنرز کېدائ سو د انټر کيد نه وئ په بلو چستان کې پښتو  آنرز  کولو اولنئ سړئ دئ وو په 1936 کې په پورټ سنډیمن کې پور سرکاري نوکري وه لګېدئ او په ۱۹۳۷ کې د مولوی غلام هیدر مهترزئ اول ځل او ناڅاپه توګه په پورټ  سنډیمن کې له سائیں کمال الدین کمال شیراڼی سره پېژند ګلوی وه سوه او د پیرنګی سرکار خیلاپ یې د ملکی لوستونکو د سکول پېس د زیاتوب په خیلاپ یې په پورټ سنډیمن کې هړتال او لاریون وکړئ د سائیں کمال الدین کمال شیراڼی د سیاست اول پا څون له دا ځایه شورو سو او  ده دا هړتال او لاریون له وجې پېرنګی سرکار سائیں کمال الدین کمال  شیراڼی له نوکرئ وه اېستلو-

سائیں کمال الدین کمال په ۱۹۳۸ کې اول ځل کوټې ته ولاړئ د زلزلې له وجې کوټه ټوله کوړ کاسه سوې وه ده کوټې په جامې مسید  کوم چی ده زلزلې له وجې نړېدلۍ وئ او په میدان کې یې ډېر خلګ را بوږ سوې وه او جلسه یې کوله سائیں کمال الدین کمال شیراڼی په دا جلسه کې رابوږ سوی خلګو ته د زمند خپله اولنئ وینا وه کړه او هم دالته د ده اولنئ پېژند ګلوی له خان اودول سمد خان اڅکزی سره وه سوه او له دا وخته سائیں کمال الدین کمال شیراڼی د سیاست  وه ډګر ته سم را وه وتئ په دا جلسه کې ټول پښتانه او بلوڅ خواخوږی رابوږ سوی وو او په ۱۹۳۸ کې یې بلوچستان کې ده " انجمن وتن" په نامه اول ځل د یو سیاسی ګوند بنیادی خښته کښېښوده او سائیں کمال الدین کمال شیراڼی په دغه ګوند کښې مرکزی غړئ او د پورټ سنډیمن نما ئینده وه ټاکل سو بېرته پورټ سنډیمن ته راستون کېدو سره سم یې د  پیرنګی سرکار په خیلاپ پور هر چوک ویناوې پېل کړې دمالی مشکلاتو له کبله یې بیا سرکاري نوکري اختیار  کړه خو ده سیاسی ویناوې هغه ډول جاری ساتلو له وجې یې بېر ته له نوکرۍ وه اېستئ او په سائیں کمال الدین کمال شیراڼی پسې دا پراپېګنډه شورو سوه چی لېونئ سوئ دئ دئی ویایې چی زه کور ته ولاړم نو مور مه مخې ته راغله چی زه یې وه لیدم نو سر توره سوه او الله پاک ته لاس په دوآ سوه چی روغ مه وه لیدلې نو ما ځنې وه پوښتل چی څه کېسه ده ویایی مور مه راته وه ویل چی خلګو راته ویل لېونئ سوئ دئ نو دئ ویایې چی ما د رحمن بابا دا شیر ورته وه وایه " خلګ رحمن لېونئ بولی د رحمن تر نزر خلګ لېونی دی" او په متلب مه پوه کړه نو مور مه راته وه ویل که داسې لیونئ یې نو بیا لېونئ اوسه متل کېږی چی د پیرنګی له ویارې مرغئ خپل کوڅر سم نه ښوره وه لائی خو سائیں کمال الدین کمال شیراڼی له ویاځې په پورټ سنډیمن کښې را وه وتئ او دپیرنګی خیلاپ نارې شورو کړې چی زموږ پور وتن یې کبزه کړې ده زموږ له وتن ځخه ده وه وزی په دا زمانه کې د پیرنګی له لاسه په پورټ سنډیمن کې یو بل سیاسی نزر بند نواب زاده اودورهمان بګټي هم وو د پیرنګیانو د دوښمنئ له کبله دوئ یو د بل سره خواخوږی او تکیه که وونکی وو ده دا نارو له وجې یې  څه هېندو او مسلمان ملګری پیدا سو خو هغه هم پټ په پټه له وېرې ښکاره نه راوتل سائیں کمال الدین کمال شیراڼی په دا وخت وه پېرنګی سرکار ته له پورټ سنډیمن ځخه د یو ورځ پا ڼې " بلوچستان کدیم " په نامه د خوره ولو له پاره د یو درخواست په وسېله د منزورۍ غوښتنه وه کړه خو  منزوری یې ور نه کړه-

په ۱۹۳۹ کې یې وه خان اودول غپار خان او خان اودول سمد خان اڅکزی ته د پورټ سنډیمن د پلا کولو بلنه ورکړه دوئ له بوري ځخه د مرغه کبزئی پور لیار پورټ سنډیمن ته را روان وو  په لیارې د سائیں کمال الدین کمال شیراڼی ملګرئ هسن خان کبزئی ده توپکو په ډزو ده دوئي تود هر کلئ وه کړو او پور ۲۵ ستمبر ۱۹۳۹ سره له مهمد امین کوسه جېکب آبادي او د" ډان ورځ پاڼې" ايډيټر پورټ سنډیمن ته تر را رسېدو له مخه   سائیں کمال الدین کمال شیراڼی یې ده بابړو پور هد استکبال وه کړئ او د پورټ سنډیمن مسلمانانو او هیندوانو د وېرې پړدې پرې کړې او ده دوئ یې تود هرکلئ وه کړئ -

په ۱۹۴۸ کې د شیراڼی لښکر ده سر لښکر په ډول د کشمیر جګړې ته ولاړئی خو چی هلته یې کوم هکېکت هال وه لیدئی له شپږ میاستو بېرته وتن ته را ستون سو -

په ۱۹۵۳ کې ده بلوڅ او پښتون په ګډه پرېڼ سره د بلوڅي او پښتو د پور مختګ ده پاره دوې ادبی ټولئ جوړې کړې د بلوڅي ده پاره" ء دیوان بلوڅی  " ټولۍ چی مسر یې میر اودولاجان جمالدینی وه ټاکل سو  او د پښتو د پاره " پښتو ټولنه" ورسره یې ده " پښتو" په نامه یو ادبی مجله هم خپره او ايډيټر یې سائیں کمال خان شیراڼی کوم چی ده سائیں کمال الدین کمال شیراڼی زوړ او ګران ملګرئی وئ  او کسر اېډیټر یې ډاکټر خدئیداد ګنډه پور وه ټاکل سو او دا په بلوچستان کې لومبړنۍ پښتو مجله وه او سائیں کمال الدین کمال شیراڼی په دغه ټولئ کې مرکزی غړئی وئی خو له بدمرغئ له دوولس مجلو خپرېدو وروسته ده " کوربان الی اې- جې- جی بلوچستان" په ناوړه خونی لاس بندېز پور وه لګېدئی.

په ۱۹۵۴ کې په کوټه کې ده ماسټر هاشم خان غلجی په کور کې دخان اودول سمد خان اڅکزئی تر سدارت لاندې د " ورور پښتون" په نامه سره یو سیاسی ګوند جوړ کړو او سائیں کمال الدین کمال شیراڼی په دې کښې د مرکزی کمېټۍ غړئی وه ټاکل سو او کمال خان شیراڼی که څه هم ده پښتو ټولنې په وخت په سیاست کې راغلئ وو خو په څرګنده ده " ورور پښتون" په وار په سیاست کې راغلئ او هم لومبړئ ځل له پورټ سنډیمن ځخه مولوی رهمت الله مندوخیل او شیخ ګل هسن مندوخیل په سیا سی ګوند " ورور پښتون " کې ګډون وکړئ خو لږ وخت پس پور " ورور پښتون" بندیز وه لګېدئ -

دغه ډول سائیں کمال الدین کمال شیراڼی په " نېشنل اوامی ګوند" او " پښتونخوا نېشنل اوامی ګوند" کې د مرکزی کمېټۍ غړئ او ده پورټ سنډیمن د څانګې نا ئب سدر پاته سوئ دئ او د زمند تر آخری سلګئ پورې له پښتونخوا ګوند سره ملګرئ وو.

په 1960 کې د ه تالیم ده ودې له پاره سائیں کمال الدین کمال شیراڼی؛ سائیں کمال خان شیراڼی او نورو ملګرو په ملګرتیا سره په الاکه شیراڼی کې یو خپله مدرسه په " اوبه سر" کې جوړه کړه ده دا مدرسې نازيم سائیں کمال ا لدین کمال شیراڼی وه ټاکل سو خو ده څه ناوړه هالاتو له کبله یو کال وروسته بنده سوه-

په ۱۹۷۳ کښې یې د مالی مشکلاتو له کبله بیا نوکري اختیار کړه او په ۱۹۷۵ کې یې په ږوب( پخوانۍ پورټ سنډیمن) کې ده درې يمې او څلورمې درجې نوکرانو ايسوسي ایشن جوړ کړئ او دئ ده دې سدر وه ټاکل سو-

ده سائیں کمال الدین کمال شیراڼی له ۱۹۳۸ ځخه تر ۱۹۷۸ پورې ليکلۍ ورشپر دا ډول دئ-

۱:- درې نیمګوړی ناچاپه دېوانونه:( ا) ده کیسې د سر هکله؛ ( ب) د نوی زمند راز؛  ( ت) د کیسې په پښتون چېغه ۲:- ناچاپه کتاب:"" سل په یوه خلاسې" د پښتو د متلو ( مهاورات) کتاب

۳:- یو نېمګوړۍ ناچاپه کتاب: " د کیسې د سیمې پښتو زبتو ڼۍ" پښتو زبتوڼۍ ( لغات

۴:- یو نېمګوړۍ ناچاپه کتاب:" د تاریخ ورکې پاڼې" د کیسې د سیمې تاریخی ورشپر او بدلې راغونډې کړې

۵:- ناچاپه کتاب: " د پښتو پل ګړدی" په دغه کتاب کښې د پښتو پور ږغیځ تورو؛ زبږغ او ښورینده تورو او لېکدود څېړنه-

۶:- یو نیمګوړۍ ناچاپه کتاب نوم: " وړ ناوړې" په دغه کتاب کې په هېواد دننه او ځباندې غټې غټې ښې او بدې پېښې لیکل سوې دی-

۷:- یو وړوکۍ نیګوړۍ ناچاپه کتاب نوم:" زړې بدلې او لنډۍ" په دغه کتاب کښې د زړې زمانې د پښتو بدلې او لنډۍ راغونډې سوې دی-

۸:- یو بشپړه ناچاپه مکاله نوم:" د پټې خزانې تنکیدی جاج" په دا کې د کلندر مومند پور پټه خزانه باندې نیوکې او د   بوري ادبی ملګرو تر تسلاپ لاندې پور ۱۷ / اپریل ۱۹۷۷ کې د سائيں کمال ا لدین کمال شیراڼی په سدارت کې د غونډې په وړاندې واوره ول سوه..

 ۹:- یو بشپړ چاپ سوئ سمول( مزمون) نوم:" د شیراڼی هکېکتی هال" په 1966-67کې د " هیواد" کوټې په پاڼو کې خپور سوۍ دئ..

۱۰:- یوه بدل: د" پښتو" مجله کوټې په پاڼو کې په ۱۹۵۳ کې " د پښتون د باغ ګلان ټوله وچ نه سته باران" په نامه خپره سوې ده..

۱۱:- نامه نېګاری: د ورځ پاڼو " استکلال"- " الهنیپ"- " کما لې هېند" او " بلوچستان جدېد" نامه نېګار تېر سوئ دئ 

ده سائیں کمال ا لدین کمال شیراڼی پور زمند چی مه کوم لیک کړئ دئ دا مه ډېر په لنډه توګه رابوږ کړئ دئ کنې ده د زمند په خپله یو کتاب دئ او په راتلونکی وختو کې به په پراخه توګه ده د  دزمند هال خپور کړم ..

سائیں کمال ا لدین کمال شیراڼی چی د پښتون کام د ښه سباوون له پاره د یو ګمنام سپاهي په شان خوارئ؛  کړاوونه؛ زهمتونه؛  تکلیپونه؛ ستونځې ګاللې وې ده هغو ګټه موږ نن تر لاس که وو که څه هم مهکومه پښتونخوا دڅه ناوړو هالاتو له کبله آزاده نه سوه خو د سیاست په ډګر کښې په ډېره آزادی سره خبرې کولائی سو ..

سائیں کمال الدین کمال شیراڼی پور " ۱۲/ مئی ۲۰۰۰ " کې له دې پانی نړۍ سترګې پټې کړې او خپل روه یې وه لوئ لوړی ته وه سپارلو..

لوئ لوړئ ( الله پاک) دې روه ښاد؛ منور او پور کبر نور کړی او هغه جهان دې په اسراهت او جنت ا لپردوس دې په نسېب کی آمېن 

نوټ:- ما د سائیں کمال الدین کمال شیراڼی د لېکدود په ترز لیک کولو کوښښ کړ ئ دئ که چېرې سهوه سوئ وم بخښنه غواړم..

په درناوی

ځیرک شیراڼی

-
بېرته شاته