(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

صوفي او فلسفي

[12.May.2021 - 13:41]

فلسفي به چا ته وایو؟ څوک په حقیقي معنی فلسفي دے؟ 

او 

صوفي به چا ته وایو؟ څوک په حقیقي معنی صوفي دے؟ 

د دې سوال جواب کښې د برټرنډ رسل نه وړاندې علماو په دې اتفاق/اجماع سکوتي وه چې هغه څوک فلسفي بللی شو چې په فلسفیانه بهیر کښې ئې یو خپل نظر/نظریه سره د دې د آنټالوجي وړاندې کړې وي. دا نظریه په ثانوي او ضمني حواله خو د بل د تصوراتو/افکارو نه متاثره کېدې شي ځکه فلسفیانه افکار د اجتماعي دانش د یو منظم نظام فکر لاندې پرمختګ کوي. خو په کلي حواله به دا د دۀ ذاتي کنټربیوشن وي. هم دا پېمانه ده چې علمي نړۍ پرې د ساینسدان، سوشل سائنټسټ، مهندس وغېره تعین قدر کويپه دې پېمانه د فلسفې لړ کښې، پښتنو کښې صرف دوه لیکوالان پوره خېژي. یو رازمحمدراز د کاسمک سکشولزم د تیوري او په دې د خپل ګڼ فکشن او تخلیق آثارو د وجې نه. بل بهاءالدین مجروح د جبر او اختیار دیالکتیک د وجې نه. (زۀ په دې پېمانه مجروح صېب یو باقاعده فلسفي تسلیمولو سره اختلاف لرم

بل کۀ څوک وي وي به خو ما ته نۀ دي معلوم

برټرنډ رسل چې د شلمې پېړۍ موثر فلسفیانو کښې یو معترف مقام لري. نړۍ ئې فلسفي بالي. دۀ هېڅ یو فلسفیانه اضافه نۀ ده کړې. خو دې وایی چې هر هغه څوک چې په فلسفیانه افکارو کښې په فلسفیانه اصولو او استدلال څوک راجح او مرجوح متعین کولے شي هغه فلسفي دے. او دۀ پخپله دا کار په ډېر وچت علمي معیار ترسره کړے دے. دا راجح مرجوح به په کومه ذاتي خوښه ناخوښه یا کوم روماني معیار نۀ کوي بلکه دې لپاره به هم د فلسفې منلي اصول/فرېم ورک پکاروي. په دې پېمانه بیا پښتنو لیکوالانو کښې غني خان او څۀ نور لیکوالان هم د فلسفیانو په قطار کښې شمارلے شو. خو یاده دې وي چې کۀ دا راجح مرجوح چا د تخلیقي ادراک په توسط کړي وي نو هغه به د دوېمې درجې فلسفي وي. ځکه یو خو ورسره آنټالوجي نیشته بل ئې د فلسفیانه اصولو په ځائې تخلیقي اصول پکار کړي دينو غني خان هم دې درجه کښې شمار دے. او کۀ لکه د رسل د سطح کار چا کړے وي هغه به د اولې درجې فلسفیانو کښې شمارلے کیږي

په موجوده دور کښې د فلسفې ډاکټرېټ (فلسفه کښې پي اېچ ډي) چې چا هم واغستو ایا هغه به هم فلسفي وي؟ په دې هم اتفاق نشته. ځکه  د داسې ډېرو سند لرونکیو کار یاد شوي شرایط بیا هم نۀ پوره کوي

بله خبره دا ده چې د فلسفې بهیر کښې کۀ مابعدالطبیعیات هم شامل ګڼو نو بیا د فلسفي کیدو پېمانې نورې هم بدلیږي. او د غني خان مجموعي فکر داسې برېښي چې هغه مابعدالطبیعیات هم په فلسفې کښې ګډ مني. ځکه د هغۀ په حواله مطلق خبره پېچیده او ګرانه ده. خو دا هم لکه د لمر ځلنده خبره ده چې  

محض په شاعرۍ څوک د اولې درجې د فلسفیانو قطار کښې ودرول یو رومانس یو عقیدت یو خواهش خو کیدے شي کوټلے پېمانه چرې هم نه. او دا به د تخلیقي ادراک سره عدل هم نۀ وي. دا ممکن ده چې د تخلیقي ادراک په علویت/ارفعیت یو تخلیقار داسې فنپارې وزېږوي چې یو فلسفي ترې خپله نظریه سره د آنټالوجي مدرک کړي.  

زما په نیز دا سوال چې په حقیقي معنی فلسفي څوک دے؟ دومره ګران نۀ دے لکه دا سوال چې په حقیقي معني صوفي څوک دے؟ ځکه د صوفي وسیله وجدان ده او د وجدان د ادراک اظهار د ژبې ولقه کښې په علامت راځي. بلاواسطه نۀ ظاهریږي او جوهر ئې په علامت کښې حد درجې مستور وسي. تمثیلات ئې محض یو یا یو څو جهات راڅرګندوي

بل د تصوف روایت کښې هم یو نظري بهیر موجود دے. دلته د روح/مادې، وجود/جوهر، حقیقت/مجاز، جزء/کل، صراحت/اشارت، ذات/مظاهر او نفس/اروا مباحث د زرګونو کاله زخیره لري. اکلټ ساینسز/سایکالوجي/پېراسایکولجي/تیالوجي/روحانیات/مذهبیات/متهالوجي/برېن واشنګ ساینسز/مټافزکس/کاسمولوجي شان بلها څانګې د دې نظرونو اوسني علمي ډسپلنونه ديبیا د صوفیاو د عملي ژوند یوه تاریخواله هم داسې ده چې صرفِ نظر ترې ګران دے. اوس دلته به هم محض په یو شاعرانه سرګرمۍ یو تخلیقار د صوفیاو قطار کښې ودرول زیاتې نۀ وي؟؟

دلته کۀ اوس اولنۍ معترف پکارولې او منلې پېمانه پکاروو نو حمزه شینواري په خپلو تخلیقاتو او د صوفیانه ډسپلن په نظري بهیر کښې د خپل ترجیحاتي معیار مطابق د اناء صغیر او اناء کبیر په حقله د راوړي افکارو آنټالوجي په اساس د رحمان بابا/حافظ الپورۍ او نورو ډېرو غټو لیکوالانو نه ستر صوفي ثابتیږي.  

بل د یو تخلیق کار دا اقرار چې زما جانان زما رب دے هم د صوفي کېدو لپاره علمي دلیل نۀ دے. دا داسې ده لکه چې څوک اووایی چې زما جانان دانش/تعقل دے نو هغه به فلسفي وي؟ یا څوک اووایی زما جانان ساینس دے، زۀ د ساینس نه انسپایر یم نو دا به ساینسدان وي؟؟ 

 

سمیع الدین ارمان 

اریانا پېښور 

درېمه مۍ دوه زره یویشتم.

-
بېرته شاته